ننګرهار پوهنتون کې د کتابونو دوه ورځنی نندارتون جوړ شو
ننګرهار پوهنتون کې د خپرندويو ټولنو په همکارۍ د کتابونو دوه ورځنی نندارتون جوړ شو.
ننګرهار پوهنتون کې د خپرندويو ټولنو په همکارۍ د کتابونو دوه ورځنی نندارتون جوړ شو.
د لوګر د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د دغه ولایت په مرکز پلعلم ښار کې د کتابونو یو ورځنی نندارتون جوړ شو چې پهکې زرګونه ټوکه دیني، سیاسي، ادبي، ټولنیز او معلوماتي کتابونه نندارې ته وړاندې شول.
د کندهار سیمهییز مسوولین وایي، په دغه ولایت کې «کتاب د علم ځولۍ» په نوم د کتابونو درې ورځنی نندارتون پرانیستل شو.
د لغمان په مرکز مهترلام کې د محمدعیسی سعد په نوم یو لیکوال وايي، ۴۱ بېلابېل عنوانه کتابونه یې لیکلي خو د چاپولو توان یې نه لري، هغه له حکومت او شتمنو هېوادوالو غواړي چې په دې برخه کې مرسته ورسره وکړي.
غزني ښار کې د «کتاب واخلئ او کتاب پرېږدئ» تر سرلیک لاندې د کتابونو دوه ورځنی نندارتون جوړ شو.
د پکتيا ځاځياريوب ولسوالۍ د سپينېشګې په تفريحي سيمه کې د کتابونو او هنري تابلوګانو اووه ورځنۍ نندارتون پرانيستل شو.
د باغیس سیمهییز مسوولین په دغه ولایت کې د سواد زدهکړو کورسونو ته د څه باندې ۱۶۰۰ ټوکه کتابونو، فرش او نورو توکو وېشلو لړۍ له پیلېدو خبر ورکوي.
د لوګر پوهنې ریاست چارواکي وایي چې د پوهنې وزارت له لوري په دغه ولایت کې مدرسو ته د نوو چاپ شوو کتابونو وېشلو لړۍ پيل شوه.
خوست کې يوه ډله ځوانان د زدهکوونکو د کتابونو ستونزې هواري په موخه کور په کور ګرځي او له خلکو اضافي کتابونه راټولوي.
د لوګر د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري په مرکز پلعلم ښار کې د کتابونو یو ورځنی نندارتون جوړ شو چې په کې زرګونه ټوګه کتابونه نندارې ته وړاندې شول.
په غور ولایت کې د ښوونځيو مسوولین او یو شمېر زدهکوونکي د درسي توکو له کمښته شکایت لري او غوښتنه کوي چې دغه ستونزه یې حل شي، خو ځایي چارواکي وایي چې د دې ستونزې د حل لپاره هڅې روانې دي.
د بغلان د دولتي ښوونځيو يو شمېر زدهکوونکي او ښوونکي شکايت کوي چې له تېرو پنځو کلونو راهيسې د درسي کتابونو له کمښت سره مخ دي؛ خو مسوولين بيا ډاډ ورکوي چې سږ کال دغه ستونزه حل کېږي.
د افغانستان د کتابپلورونکو اتحادیې مسوولین وایي، په هېواد کې د ٥٥٠ کتابپلورنځيو او ۲۰۰ خپرندویه ټولنو له ډلې ډېر لږ یې فعالیت کوي چې ورسره د کتابونو پیر او پلور هم کم شوی دی.
په کابل کې یو شمېر ښځې نورو ښځو ته د وړیا کتابونو په ورکړې سره وايي، له دغه پروګرام څخه یې موخه د ښځو نړۍوالې ورځې (د مارچ ۸مې) نمانځل او په ټولنه کې د کتابلوستنې فرهنګ ته وده ورکول دي.
د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) د سرپل له پوهنې ریاست سره د څلور سوه او ۷۲۳۲ ټوکو درسي کتابونو مرسته کړې ده.
د لوګر په مرکز پل علم ښار کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري د کتابونو، تاریخي او هنري اثارو نندارتون جوړ شو.
په غزني ولایت کې د کتاب اوونۍ په مناسبت د کتابونو یو ورځنی نندارتون جوړ شو.
د لوګر پوهنې رياست مسوولان وايي چې په دغه ولايت کې يې۳۰ دارالعلومو، مدرسو او دارالحفاظونو ته د کتابونو د ورکړې بهير نن پېل کړ.