ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بغلان ښوونځي د کتابونو له جدي کمښت سره مخ دي

د بغلان ښوونځي د کتابونو له جدي کمښت سره مخ دي

author avatar
2 Apr 2023 - 14:27
د بغلان ښوونځي د کتابونو له جدي کمښت سره مخ دي
author avatar
2 Apr 2023 - 14:27

پلخمري (پژواک، ١٣ وری ۱۴۰۲): د بغلان د دولتي ښوونځيو يو شمېر زده‌کوونکي او ښوونکي شکايت کوي چې له تېرو پنځو کلونو راهيسې د درسي کتابونو له کمښت سره مخ دي؛ خو مسوولين بيا ډاډ ورکوي چې سږ کال دغه ستونزه حل کېږي.

د بغلان مرکز پلخمري ښار د اسلام‌قلعه لېسې د لسم ټولګي زده‌کوونکي مسیح‌الله پژواک اژانس ته وویل، له تېرو پنځو کلونو راهيسې ورته د ښوونځي ادارې له لوري کتابونه نه دي ورکړل شوي.

هغه وايي: «تېر کال له ١٦ مضامينو څخه يو هم موږ ته د مکتب له خوا نه دى راکول شوى؛ کتاب ډېر مهم دى چې کتاب ونه لرو درس به څنګه زده کړو او که مکتب کتاب را نه کړي، ډېر شاګردان يې په بازرا کې د اخيستلو توان نه لري.»

د یادې لېسې د ابتدايه برخې يوې ښوونکې سمين پژواک ته وويل، تېر کال دوى د کتابونو په نشتون کې تېر کړ، خو سږ کال حکومت بايد زده‌کوونکو ته کتابونه ورکړي.

هغه وایي: «تېر کال مې درې مضمونه تدریس کول، په ۴۵ زده‌کوونکو کې یوازې پنځو زده‌کوونکو کتابونه درلودل، پاتې نورو چې کتابونه یې نه لرل او د رانیولو توان یې هم نه درلود، نه یې کورنۍ دنده ترسره کوله او نه یې د ټولګي دننه په درس لوستو کې ونډه اخیستلای شوه.»

دغه‌راز، د پلخمري ښار د میهن لېسې د شپږم ټولګي زده‌کوونکی مزمل هم ورته شکایت لري او وايي، تېر کال یې له نهو مضمونونو څخه یوازې دوه کتابونه درلودل.

هغه وايي: «هغه مضمون چې کتاب مې نه درلوده درس به مې نه و زده، هغه ورځ به د ښوونکي له وېرې مکتب ته نه تللم، ډېری وخت د ساینس مضمون ښوونکي په درسي ساعت کې چې کتاب مې نه درلود نه ورتلم.»

د یادې لېسې بل زده‌کوونکی غلام جیلاني هم وايي چې سږ هم د تېر کال په څېر کتابونه نه دي ورکړل شوي.

همداراز د میهن لېسې یوه ښوونکې شمسیه هم د زده‌کوونکو د خبرو په تایيد سره وايي، څو کاله کېږي چې زده‌کوونکو ته نوي کتابونه نه دي ورکړل شوي او پخواني کتابونه د ډېر زړښت له امله د ګټې اخیستنې نه دي.

هغې زياته کړه: «که کتابونه نه وي، نه استاد درس ورکولاى شي او نه هم شاګرد درس زده کولاى شي؛ دا لويه ستونزه ده چې حکومت يې بايد حل کړي.»

يو شمېر نورو ښوونکو او زده‌کوونکو هم ورته شکايتونه وکړل او له حکومتي مسوولينو يې د يادې ستونزې د حل غوښتنه وکړه.

په ورته وخت کې، د پلخمري اوسېدونکي شېرمحمد پژواک ته وويل چې درې ماشومان يې په ښوونځي کې دي خو له تېرو پنځو کلونو راهيسې کتابونه نه دي ورکړل شوي.

هغه وويل: «يو کتاب په ٣٠ اافغانۍ اخلم، يو په ٤٠ اخلم، خو بيا ډېرې داسې کورنۍ شته چې د همدې وس هم نه لري چې خپلو ماشومانو ته کتابونه واخلي؛ ټول کال يې ماشومان له کتاب پرته ښوونځي ته روان وي.»

دغه‌راز مدني فعال شاه‌زمان زماني پژواک ته وويل چې د زده‌کړو لپاره تر هرڅه کتاب ډېر مهم دى.

نوموړی وايي: «د کتاب نه‌شتون په ټولګي کې ښوونکي او زده‌کوونکي دواړه له ستونزو سره مخ کوي، په تېره بیا د لومړنۍ دورې زده‌کوونکي چې له لوست سره یې بلدتیا د کتاب له پاڼو پیل کېږي؛ سخته به وي چې ښوونکی له کتاب پرته له لومړي تر شپږم ټولګي زده‌کوونکو ته د اړتیا وړ درسي پلان تطبیق کړي.»

هغه وايي، حکومتونه مکلف دي چې خپلو خلکو ته پر وخت د زده‌کړو مناسب چاپېریال او درسي توکي برابر کړي.

بل لورته، د بغلان د پوهنې رياست مسوولين وايي چې یاد ستونزه د حل په درشل کې ده.

د بغلان د پوهنې سرپرست ریيس مولوي امان‌الله حقیار وايي، یاده ستونزه يې له پوهنې وزارت سره شريکه کړې او د حل ډاډ ورکول شوى دى.

هغه هم وويل چې له ١٣٩٦ کال راهيسې د بغلان ښوونځيو ته کتابونه نه دي ورکړل شوي، يوازې په ١٣٩٨ کال کې د رسم، مدني تعلیمات او فرهنګ په نوم ځیني کتابونه ورکړل شوي وو.

حقیار زیاتوي، د پوهنې وزارت بغلان ته د ١،٣ ميليون کتابونو ورکړې ژمنه کړې چې تر اوسه نږدې اته سوه زره يې دغه ولايت ته رسېدلي دي.

هغه وويل، پاتې کتابونه به هم په لنډو ورځو کې ورسېږي او پر زده‌کوونکو به يې د وېش لړۍ پيل شي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، بغلان ۶۰۹ فعال ښوونځي لري چې د  ۱۴۰۱ ښوونیز کال د جدول پر اساس ۳۶۰ زره او ۹۸ زده‌کوونکي پکې پر زده‌کړو بوخت دي.

د بغلان د دولتي ښوونځيو زده‌کوونکي نه یوازې د کتابونو له کمښت سره مخ دي، بلکې د دغه ولايت نږدې نيمايي ښوونځي ودانۍ نه لري چې زده‌کوونکي يې په ازاده فضا کې زده‌کړې کوي.

Visits: 179

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.