جلالاباد (پژواک، ۲۳ غویی ۱۴۰۴): ننګرهار پوهنتون کې د خپرندويو ټولنو په همکارۍ د کتابونو دوه ورځنی نندارتون جوړ شو.
د ننګرهار پوهنتون د څېړنو او علمي مجلو مرستيال پوهندوی دوکتور سیدمحمد وقار نن په دې اړه جوړه شوې غونډه کې وویل چې ياد نندارتون د کتاب نړۍوالې ورځې په مناسبت – چې د مې په ۲۳مه نمانځل کېږي – جوړ شوی دی.
دی وايي، د دغه نندارتون موخه د کتاب د ارزښت په اړه د عامه پوهاوي ورکړه او مطالعې ته د ځوانانو، په ځانګړې توګه د پوهنتون د محصلینو او زدهکوونکو هڅونه ده.
هغه زیاته کړه: «موږ هڅه کوو هغه ځوانان چې د ټیلېفون او ټولنيزو شبکو د استعمال له امله له مطالعې او کتاب لوستنې لرې پاتې شوي، هغوی موږ مطالعې ته رابولو، څو وکولای شو ځوان نسل له کتاب سره اشنايي پیدا کړي.»
دی وایي، په دغه نندارتون کې په ۲۰ غرفو کې کتابونه او ځيني کورني تولیدات نندارې ته اېښودل شوي چې په ۱۳ غرفو کې د خپرندويو ټولنو چاپ شوي کتابونه، درېيو غرفو کې د ننګرهار پوهنتون د استادانو څېړنې او پاتې هغو کې يې کورني تولیدات دي.
د ننګرهار پوهنتون د عامه ادارې او پالیسي پوهنځي محصل حسیبالله وويل، سره له دې چې په ټولګي کې يې درسونه هم روان وو؛ خو د دغه نندارتون ارزښت ته په کتو نندارتون ته د کتابونو کتلو او اخيستو لپاره راغلی دی.
دغه راز، د انجنيري پوهنځي يو محصل احمدالله وايي، دا ډول نندارتونونه ځکه ګټور دي چې دوی په کې د خپلو مسلکي کتابونو سربېره د عمومي مطالعې او ظرفيت لوړونې کتابونه هم ترلاسه کولای شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP