ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

لوگر کې لسګونو مدرسو او دارالعلومو ته د کتابونو ورکړې بهير پېل شو

لوگر کې لسګونو مدرسو او دارالعلومو ته د کتابونو ورکړې بهير پېل شو

author avatar
26 Mar 2022 - 16:48
لوگر کې لسګونو مدرسو او دارالعلومو ته د کتابونو ورکړې بهير پېل شو
author avatar
26 Mar 2022 - 16:48

پل علم (پژواک، ۶ وری ۱۴۰۱): د لوګر پوهنې رياست مسوولان وايي چې په دغه ولايت کې يې۳۰ دارالعلومو، مدرسو او دارالحفاظونو ته د کتابونو د ورکړې بهير نن پېل کړ.

د دغه ولايت د پوهنې رياست وياند شاپور عرب پژواک خبري آژانس ته وويل چې دغه ۶۴۶۵ ټوکه درسي کتابونه د پوهنې وزارت له خوا لېږل شوي او دوی يې ۳۰ ديني مدرسو، دارالعلومو او دارالحفاظونو ته د وېش لړۍ پېل کړې.

 ده وويل:” پدې درسي کتابونو کې له څلورم تر دوولسم ټولګي پورې د پوهنې وزارت د تعلیمي نصاب اړوند دیني او عصري کتابونه شامل دي.”

د لوګر د پوهنې ریاست د اسلامي زده کړو مرستیال صدیق الله عزیزي د کتابونو د وېش پرمهال وویل:”د دغو درسي کتابونو په وېشلو سره په دیني مدرسو، دارالحفاظونو او دارالعلومو کې د طالب العلمانو د درسي کتابونو د کمښت ستونزه نه حلېږي.”

ده د پوهنې وزارت له مسوولانو وغوښتل چې د دوی د درسي کتابونو ستونزه دې حل کړي.

Views: 61

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.