ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کتاب‌پلورونکو اتحادیه: په هېواد کې د کتابونو بازار کمرنګه شوی

د کتاب‌پلورونکو اتحادیه: په هېواد کې د کتابونو بازار کمرنګه شوی

author avatar
12 Mar 2023 - 14:56
د کتاب‌پلورونکو اتحادیه: په هېواد کې د کتابونو بازار کمرنګه شوی
author avatar
12 Mar 2023 - 14:56

کابل (پژواک، ۲۱ کب ۱۴۰۱): د افغانستان د کتاب‌پلورونکو اتحادیې مسوولین وایي، په هېواد کې د ٥٥٠ کتاب‌پلورنځيو او ۲۰۰ خپرندویه ټولنو له ډلې ډېر لږ یې فعالیت کوي چې ورسره د کتابونو پیر او پلور هم کم شوی دی.

خو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مسوولین بیا وایي چې په دې برخه کې یو لړ اجرات ترسره شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې په ځینو ولایتونو کې هم کتاب‌پلورونکي د کتابونو بازار له کمرنګه کېدو شکایت کوي.

د یادې موضوع په اړه د افغانستان د کتاب‌پلورونکو اتحادیې مشر سیداحمد سعید پژواک ته وویل، شاوخوا درې کاله وړاندې په هېواد کې ۵۵۰ کتاب‌پلورنځيو او شاوخوا ۲۰۰ خپرندویه ټولنو فعالیت درلود.

خو نوموړی وايي، په هېواد کې د کرونا ویروس خپرېدو پر مهال او وروسته بیا د سیاسي بدلون له امله ۳۰ سلنه کتاب‌پلورنځي او خپرندویه ټولنې وتړل شول.

هغه د بېلګې په توګه وویل: «د کابل د پل‌سرخ سیمې په ملي مارکېټ کې ۲۰ کتاب‌پلورنځي او خپروونکي وو خو اوس ډېر لږ پاتې دي، د دهمزنګ سیمې په یوه مارکېټ کې ۱۲ کتاب‌پلورنځي وو خو اوس ډېر لږ پاتې دي، د کابل ښار په جوی‌شېر سیمه کې يوه مارکېټ کې کتابونه پلورل کېدل خو اوس هیڅ نشته، له دې تاسو قياس وکړئ.»

دغه‌راز هغه وويل، د خلکو اقتصادي ستونزې هم د دې لامل شوی چې د کتابونو د پير او پلور کچه ٩٠ سلنه کمه شي.

نوموړي زياته کړه: «که یوه نشریه یو ځل وتړل شي نو بیا بېرته پر پښو درېدل یې په لږ وخت کې نه کېږي او زیات وخت ته اړتیا لري.»

سعید له اطلاعاتو او فرهنګ وزارت څخه غوښتنه وکړه چې د هېواد په کچه دې داسې پروګرامونه جوړ کړي څو خلک له مطالعې سره لېوالتیا پیدا کړي او د دوی کاروبار ښه شي.

صفي‌الله ناصري په کابل کې د اکسوس کتاب‌پلورنځي مسوول پژواک ته وویل، د اقتصادي ستونزو له امله ډېرى هېوادوال نه شي کولای چې د خپلې خوښې کتابونه وپېري، نو خلک په غیرقانوني توګه د کتابونو سافټ او کاپي بڼې ترلاسه کولو اقدام کوي.

هغه زیاته کړه، د خلکو له لوري په غیرقانوني توګه د کتابونو ترلاسه کول د دې لامل ګرځي چې لیکوال، ژباړن او خپروونکی د خپل کار ثمره و نه ویني او له خپل کاره زړه‌تورن شي.

نوموړی وایي، حکومت هم د کاپي‌رايټ د نقض په مخنيوي کې تر دې دمه د قانون حاکميت ته جدي پاملرنه نه ده کړې.

همدارنګه د بادغیس په مرکز کې یوه کتاب‌پلورونکي امین‌الله د سلواغې په درېیمه پژواک ته ویلي و، ۱۸ کاله کېږي چې کتاب‌پلورنځی لري او د کتابونو پلور هيڅ وخت د سږ کال په څېر نه و کم شوی.

د هغه په خبره، په تېرو وختونو کې به یې د ورځې له ۳۰ تر ۴۰ زرو افغانیو کتابونه پلورل، خو اوس یې ورځنی پلور ۲ زره افغانیو ته ټيټ شوی دی.

هغه زیاتوي، له څه وخته چې ښوونځي او کورسونه تړل شوي، د کتابونو پلور تقریباً درېدلی دی.

بلخوا د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت نشراتي مرستیال مهاجر فراهي پژواک ته وویل چې په دې برخې کې یو لړ اجرات ترسره شوي دي.

هغه زیاته کړه، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له مالیې وزارت سره خبرې کړې څو کتاب‌پلورونکو او خپروونکو ته په مالیه کې تخفیف راولي.

نوموړی وایي، د یوه کمېسیون پر جوړېدو هم کار روان دی چې پکې به کاغذ پلورونکي، کتاب‌پلورونکي او نورې مربوطه ادارې ګډون ولري او پر دې کار وشي چې څنګه وکولای شي کاغذ په ارزانه بیه ترلاسه کړي.

فراهي وایي، په راتلونکي کې پلان لري چې په هېواد کې د کتابونو نندارتونونه جوړ کړي او هم د ټولنیزو رسنیو  له لارې داسې پروګرامونه ترسره شي، څو په خلکو کې د مطالعې فرهنګ دود شي.

د یادونې ده، تر اوسه په هېواد کې د کتاب ‌لوستنې فرهنګ نه دى عام شوی او ډېرى ځوانان هم له مطالعې سره لېوالتیا نه لري.

Visits: 157

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.