Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

لوګر کې د کتابونو یو ورځنی نندارتون جوړ شو

پل‌علم (پژواک، ۱۸ غويی ۱۴۰۴): د لوګر د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د دغه ولایت په مرکز پل‌علم ښار کې د کتابونو یو ورځنی نندارتون جوړ شو چې په‌کې زرګونه ټوکه دیني، سیاسي، ادبي، ټولنیز او معلوماتي کتابونه نندارې ته وړاندې شول.

د لوګر د اطلاعاتو او فرهنګ رییس رفېع‌الله صمیم پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه نندارتون مطالعې ته د ځوانانو د هڅولو په موخه جوړ شوی دی.

هغه زیاته کړه:«په دې وروستیو کې په دغه ولایت کې د ځوانانو ترمنځ د مطالعې سره مینه ډېره شوې او پلان لرو چې ورته نندارتونونه نه یوازې د دغه ولایت په مرکز، بلکې یو شمېر ولسوالیو کې هم جوړ کړو.»

د اطلاعاتو او فرهنګ رییس وویل، دغه ریاست په تېر یوه کال کې مطالعې ته ځوانانو د تشویقولو او هڅولو په موخه لس علمي سیالۍ هم جوړې کړي او هڅه کوي چې دغو سیالیو ته پراختیا ورکړي.

د نندارتون یو ګډونوال ولي احمد پژواک ته وویل چې د دغو ډول نندارتونونو د جوړېدو له لارې به ځوانان د کتاب او مطالعې په ارزښت وپوهېږي.

نوموړي د لوګر د اطلاعاتو او فرهنګ له ریاسته وغوښتل چې د مطالعې دود د را ژوندي کولو په موخه ورته پروګرامونه د ولسوالیو او کلیو په کچه هم جوړ کړي.

د نندارتون يوه بل ګډونوال احمدشاه پژواک ته وويل، اړتيا ده چې د ولايت په کچه د سیمه‌ییزو رسنيو، غونډو او لنډو غږیږو پيغامونو له لارې ځوانانو ته د مطالعې د ګټو په اړه پوهاوی وشي.

د هغه په وینا، په اوسني وخت کې ډېری ځوانان د خواله رسنیو د ډېرې کارونې له امله له مطالعې مخ ګرځولی ده.

باید وویل شي چې له دې مخکې هم د لوګر ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د کتابونو او لرغونو اثارو یو ورځنی نندارتون جوړی شوی و.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.