ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ښوونځيو کې د کتابونو کموالی؛ خوست کې یو شمېر ځوانانو د کتابونو ټولولو کور په کور کمپاین پیل کړی

ښوونځيو کې د کتابونو کموالی؛ خوست کې یو شمېر ځوانانو د کتابونو ټولولو کور په کور کمپاین پیل کړی

author avatar
27 Dec 2023 - 11:31
ښوونځيو کې د کتابونو کموالی؛ خوست کې یو شمېر ځوانانو د کتابونو ټولولو کور په کور کمپاین پیل کړی
author avatar
27 Dec 2023 - 11:31

خوست‌ښار (پژواک، ۶ مرغومی ۱۴۰۲): خوست کې يوه ډله ځوانان د زده‌کوونکو د کتابونو ستونزې هواري په موخه کور په کور ګرځي او له خلکو اضافي کتابونه راټولوي.

دوی وايي، دغه کار ته يې وروسته له هغه ملا وتړله چې ځينو زده‌کوونکو په ښوونځيو کې د درسي کتابونو له کمښته شکايت وکړ.

د دغو ځوانانو له ډلې نقيب‌الله ځلاند پژواک خبري اژانس ته وويل، دوی لومړی له خلکو د ښوونځيو اضافي کتابونه راټولوي او وروسته يې پوهنې رياست ته سپاري.

نوموړي وويل، تر دې دمه يې د دغه ولايت له بېلابېلو سيمو شاوخوا ۱۵۰۰ ټوکه کتابونه راټول کړي او دا لړۍ لا هم دوام لري.

هغه وايي: «په ښوونځيو کې د کتابونو د کمبود ستونزه موجوده وه، موږ فعالو ځوانانو لازمه وګڼله چې د دوی لپاره کلي په کلي، کور په کور وګرځو، له خلکو اضافي کتابونه راټول کړو او هغو زده‌کوونکو ته يې وسپارو چې ورته اړتيا لري.»

د عبيد ژوند په نوم یوه بل ځوان پژواک اژانس ته وويل، دوی له دې لارې له اړوند ارګانونو سره په همغږۍ هڅه کوي څو په ښوونځيو کې د کتابونو د کمښت ستونزه تر یوه بريده حل شي.

نوموړي زیاته کړه، تېر کال هم دوی د خوست په مرکز او ولسواليو کې له خلکو دوه زره ټوکه کتابونه راټول کړي وو او د دغه ولايت پوهنې رياست ته یې سپارلي وو څو زده‌کوونکو ته یې ووېشي.

د هغه په خبره: «زموږ هڅه دا ده چې دا کتابونه په لومړي سر کې هغو زده‌کوونکو ته ورکړو چې موږ ته معلوم دي او د کتابونو له کمښت سره مخ دي، که له هغه زيات شول بيا به يې د پوهنې رياست ته ورکوو؛ غواړو هر کور ته دا خبره ورسوو چې که اضافي کتابونه لري، موږ ته يې دې وسپاري.»

بلخوا، د دغه ولايت نور اوسېدونکي هم د يادو ځوانانو دغه اقدام ستايي.

د دغه ولايت يوه اوسېدونکي حضرت‌الله پژواک اژانس ته وويل: «دوی ډېر ښه کار روان کړی، له ما سره اضافي کتابونه وو، هغه مې دوی ته وسپارل؛ له هغو ځوانانو مې هم هیله ده چې که په کورونو کې اضافي کتابونه لري، دوی ته یې دې وسپاري څو هغو زده‌کوونکو ته یې ورسوي چې کتابونه نه لري.»

ورته مهال، د خوست د پوهنې رییس مولوي محمدانور دین‌پرور پژواک ته وویل چې د پوهنې سکټور پياوړتيا په موخه د يادو ځوانانو دغه کار د ستایلو وړ دی.

هغه دغه راز زياته کړه چې د دې ډول فعالیتونو د لا ښه‌والي لپاره بايد له اړوند ادارو سره تفاهم وشي.

دی وايي: «که له معارف سره څوک کومک کوي، موږ هرکلی ورته وایو، خو تفاهم به له موږ سره کوي او له تفاهم وروسته به کتابونه راوړي، معارف ته به یې ورکوي، دا خو ډېره ښه خبره ده، له هر چا موږ کتابونه اخلو.»

د پوهنې رييس دغه راز په خپلو خبرو کې وویل، نورو کلونو کې هم د زده‌کوونکو د کتابونو کمښت ستونزه موجوده وه خو په راتلونکي نوي تعليمي کال کې به دا ستونزه په بشپړ ډول حل شي او ټولو زده‌کوونکو ته به درسي کتابونه ورسېږي.

د یادونې ده، د خوست ترڅنګ په یو شمېر ولایتونو کې هم زده‌کوونکو د کتابونو او مسلکي استادانو له کموالي شکایتونه کړي دي.

Visits: 159

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.