منځپانګې ته تلل
شنبه ۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۷:۵۶ غ.و
۱۴° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۲۱° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
موضوع

ځوانانو

۴۴ راپورونه

راپورونه

د حرفوي، تخنیکي او مسلکي زده‌کړو پروګرامونه؛ د ځوانانو هیلې، فرصتونه او ننګونې

په تېرو نږدې څلورو کلونو کې د حکومت له‌ خوا په ټول هېواد کې څه باندې ۱۸۲ زره کسان د حرفوي، تخنیکي او مسلکي زده‌کړو له مرکزونو فارغ شوي؛ مسوولین دغه پروګرامونه د بېکارۍ راکمولو لپاره مهم ګام بولي، خو شنونکي ټینګار کوي چې یوازې زده‌کړې کافي نه دي، بلکې باید فارغانو ته د کار دوامداره فرصتونه هم برابر شي.

د واده له هیلو تر کډوالۍ: د هغو ځوانانو کیسې چې د لوړ ولور قرباني دي

په داسې حال کې چې واده باید په ژوند کې خوشحالي او نېکمرغي راولي، خو د هېواد په ځینو سیمو کې د لوړ ولور او د واده د ډېر لګښت له امله د ګڼو ځوانانو ژوند له ستونزو سره مخ دی؛ یو شمېر ځوانان چې د دغو لوړ لګښت لرونکو دودونو پر ځای کولو لپاره یې کډوالۍ ته مخه کړې، غوښتنه کوي چې دغه ناسم دودونه دې له منځه ولاړ شي.

غړي

په اسلام‌اباد کې افغان سفیر د کرمې له یو شمېر مشرانو او ځوانانو سره کتلي

په اسلام‌اباد کې افغان سفیر او د کرمې یو شمېر مشرانو او ځوانانو د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د پرتو پښتنو ترمنځ د اړیکو، د تګ راتګ لپاره د نوو لارو د خلاصون او د کرمې د روان وضعیت په اړه خبرې کړې دي.

غړي

ننګرهار کې سلګونو ځوانانو ته د کمپيوټر او بېلابېلو برخو کې حرفوي زده‌کړې ورکړل شوې

د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ رياست وايي چې «د ځوانانو د روغتيا او پرمختيا» موسسې په همکارۍ يې دغه ولايت کې ۴۲۰ ځوانانو ته د کمپيوټر او بېلابېلو برخو کې حرفوي زده‌کړې ورکړې دي.

غړي

د کار او ټولنیزو چارو وزارت مرستیال: ځوانانو ته کاري فرصتونه برابرول مو لومړیتوب دی

لوګر کې د کار او ټولنیزو چارو وزارت له لوري «ځوانانو ته د کاري فرصتونو رامنځته کول» په نوم غونډه کې د دغه وزارت مرستیال وویل، ځوانانو ته کاري فرصتونه رامنځته‌ کول یې لومړيتوب دی.

بامیان کې یو شمېر ځوانان: ناسم دودونه لا هم ځوانانو ته د واده پر وړاندې لوی خنډ دي

په بامیان کې یو شمېر ځوانان په ودونو کې د ناسمو دودونو او لوړو لګښتونو له امله‎ شکایت لري او وايي چې اوس هم په دغه ولایت کې ناسم دودونه له منځه نه دي تللي او د ځوانانو پر وخت واده کولو پر وړاندې لوی خنډونه دي.

نور راپورونه