Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د واده له هیلو تر کډوالۍ: د هغو ځوانانو کیسې چې د لوړ ولور قرباني دي

کابل (پژواک، ۲۵ غبرګولی ۱۴۰۴): په داسې حال کې چې واده باید په ژوند کې خوشحالي او نېکمرغي راولي، خو د هېواد په ځینو سیمو کې د لوړ ولور او د واده د ډېر لګښت له امله د ګڼو ځوانانو ژوند له ستونزو سره مخ دی؛ یو شمېر ځوانان چې د دغو لوړ لګښت لرونکو دودونو پر ځای کولو لپاره یې کډوالۍ ته مخه کړې، غوښتنه کوي چې دغه ناسم دودونه دې له منځه ولاړ شي.

ولور؛ هغه پیسې یا توکي دي چې د زوم د کورنۍ له لوري د ناوې کورنۍ ته ورکول کېږي او په عمومي ډول د ناوې د مهر یا د واده د لګښتونو د یوې برخې په توګه پېژندل کېږي.

د کابل ښار اوسېدونکی ۳۵ کلن عبدالله چې له لسو کلونو راهیسې شپه ورځ په پردي وطن او یوازېتوب کې تېروي، پژواک خبري اژانس ته وویل چې د لوړ ولور له امله د هېواد پرېښودو ته اړ شوی دی.

هغه زیاته کړه: «هغه مهال ۲۵ کلن وم، داسې نجلۍ پسې مې مرکه ولېږله چې مېنه مې ورسره درلوده خو د ولور پیسې مې نه درلودې، اړ شوم هېواد پرېږدم او بل ملک ته سفر وکړم؛ داسې سفر چې لا هم دوام لري.»

هغه دغه‌راز وویل: «له کومې نجلۍ سره مې چې مېنه درلوده، په یوه داسې ولایت کې وه چې هلته لوړ ولور اخیستل دود دی او د ولور نه اخیستل پېغور ګڼي؛ هغوی د لوړ ولور اخیستل د خپلې نجلۍ د ډېر ارزښت په معنا بولي.»

د هغې نجلۍ کورنۍ چې د عبدالله خوښه وه، د نورو لګښتونو ترڅنګ لس لکه افغانۍ ولور ټاکلی و، د دومره پیسو ورکول د عبدالله او د هغه د کورنۍ لپاره سخته او ان ناشونې وه؛ ځکه له اقتصادي اړخه متوسطه کورنۍ وه او دی خپله هماغه مهال محصل و.

هغه د دې لپاره چې خپلې مینې ته ورسېږي، ډېرې ستونزې وګاللې او ځان یې ایران ته ورساوه، بیا یې ترکیې ته سفر وکړ، شپه او ورځ به یې کار کاوه او پیسې یې ټولولې، څو بېرته هېواد ته راشي او د کوژدې مراسم ترسره کړي.

خو د عبدالله په تقدیر کې بل څه لیکل شوي وو، هغه وویل: «لا مې د کډوالۍ څلور کاله نه و پوره چې خبر شوم، هغه نجلۍ چې مینه مې ورسره وه، بل چا ته کوژده شوې او واده یې کړی دی.»

عبدالله دې پېښې دومره وځوراوه چې پرېکړه یې وکړه نور د تل لپاره مجرد پاتې شي او واده ونه کړي او ګټلې پیسې یې خپل کشر ورور ته ولېږلې څو ځان ته واده پرې وکړي او د ده په څېر یې هیلې نیمګړې نه شي.

عبدالله له کورنیو وغوښتل څو د دغه ډول دودونو پر وړاندې چې د ځوانانو ژوند له تباهۍ سره مخ کوي، مبارزه وکړي.

خو دا یوازې عبدالله نه دی چې د لوړ ولور دود کډوالۍ ته اړ کړی، بلکې د هرات ښار ۲۸ کلن اوسېدونکی اسدالله د ایران په زهدان ښار کې له نورو لسګونو ځوانانو سره په یوه ودانۍ کې په کار بوخت دی. هغه وايي چې د ولور پیدا کولو لپاره دغه هېواد ته راغلی دی.

هغه زیاته کړه، څلور کاله مخکې یې له یوې نجلۍ سره کوژده وکړه، د نجلۍ کورنۍ وویل چې باید ۴۰۰ زره افغانۍ ولور ورکړي؛ د دومره پیسو ورکړه د اسدالله د کورنۍ له توانه وتلې وه، له همدې امله ایران ته ولاړ او هلته کار کوي.

هغه وايي: «اخر همدا خښتې چې یوه پر بلې ږدم او ودانۍ جوړېږي، یوه ورځ به زما ژوند هم جوړ شي.»

ورته مهال، د کابل اوسېدونکې ملالۍ (مستعار نوم) وايي چې دوه کاله مخکې یې د خپل زوی او خورزې کوژده وکړه، خو د خور خاوند یې لس لکه ولور وغوښت او زوی یې چې د موبایلونو د ترمیم دوکان یې درلود، یادې پیسې یې پوره نه کړي، اړ شو څو ایران ته ولاړ شي.

ملالۍ چې سترګې یې له اوښکو ډکې شوې وویل: «زوی مې ایران ته پر لاره ژوند له لاسه ورکړ، هغه له دغه ځایه روغ رمټ ولاړ خو بېرته یې د هغه بې‌روحه جسد راته راوړ.»

یاده دردېدلې مور چې د یوازېني زوی مرګ هغه په ملا ماته کړې وايي: «ولور اخیستل د نجلۍ د پلورلو په معنا ده، څوک چې ولور اخلي، د خپلې لور ژوند تباه کوي، ټول عمر پېغور ورته پاتې کېږي.»

کارپوهان: ولور په اسلام کې نشته، مخه یې باید ونیول شي

د علومو اکاډمي غړی او دیني عالم نورالله کوثر پژواک ته وویل: «له شک پرته اسلام خلک ساده او طبیعي ژوند ته هڅوي او حکم کوي چې مسلمان باید ستونزمن ژوند ونه لري، ساده بې‌تکلفه ژوند ولري چې توان یې لري.»

نوموړي څرګنده کړه، اسلام تر ټولو ښه واده هغه واده بولي چې ډېر اسان او مهر یې ډېر کم وي.

هغه زیاته کړه: «دغه ناسم رسم او رواجونه چې کورنۍ یې لري، که د نجلۍ کورنۍ وي او که د هلک، د اسلام له نظره ناسم او ناروا دي، بېلابېلې ستونزې رامنځته کوي؛ لکه دیني، ټولنیزې، اخلاقي او کورنۍ ستونزې.. داسې ودونه په ټولنه کې اخلاقي ستونزې پيدا کوي چې ځوانان د ګناه په اړه فکر کوي.»

کوثر وویل چې د ناسمو دودونو د له منځه وړو لپاره باید ټول لاس په کار شي او پ وړاندې یې مبارزه وکړي؛ دغه‌راز رسنۍ، دیني عالمان، ښوونکي او نور کسان خلکو ته په دې اړه پوهاوی ورکړي څو د داسې ډېر لګښت لرونکو او ناسمو دودونو مخه ونیول شي.

دغه‌راز، د اقتصادي چارو پوه عبدالبصیر تره‌کي وویل، په یادو شرایطو کې چې ډېری خلک ښه اقتصادي وضعیت نه‌لري، د لوړ ولور اخیستل او د ډېر لګښت لرونکي واده مراسم ترسره کول ښه کار نه ‌دی؛ ځکه خلک یې وس نه ‌لري.

هغه زیاته کړه: «له بده مرغه داسې دودنه چې نه د اسلام په سپېڅلي دین کې شته او نه د افغانستان په رسم او رواجونو کې، نه پوهېږم دغه دودنه له کومه شوي. ډېری ځوانان د واده لګښتونو پوره کولو لپاره اړ دي بهر ته ولاړ شي چې له بده مرغه په ځینو مواردو کې ژوند له لاسه ورکوي.»

نوموړی وايي: «موږ شاهدان یو، د واده لګښتونو پوره کولو لپاره چې په هوټل کې ترسره کېږي، د زوم کورنۍ کومه سرمایه چې پخوا یې درلوده لکه کور، ځمکه او یا موټر هغه پلوري او له واده وروسته هم بې‌کاره کېږي، بیا اړ کېږي وطن پرېږدي، بل ملک ته ولاړ شي او ډېر کلونه له خپلې مېرمنې او ماشومانو لرې تېر کړي.»

نوموړي له اسلامي امارته وغوښتل چې د داسې ناسمو دودونو مخه ونیسي؛ ځکه په ځینو مواردو کې یې ډېرې بدې پایلې لرلې دي.

ورته مهال، د اقتصادي چارو پوه قیس محمدي وايي: «په افغانستان کې ډېری ځوانان د واده لګښتونو پوره کولو لپاره پیسې پوروي او په کلونو پوروړي وي او ځورېږي او په بې‌وزلۍ او بدبختۍ کې ژوند تېروي.»

نوموړي له حکومته وغوښتل چې د یادو ناسمو دودونو پر وړاندې مبارزه وکړي څو خلک له ستونزو خلاص شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.