ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کاپیسا او بامیان کې دوو ځوانانو ځان‌وژنه کړې ده

کاپیسا او بامیان کې دوو ځوانانو ځان‌وژنه کړې ده

محمود‌راقي (پژواک، ۲۵ مرغومی ۱۴۰۲): د کاپیسا په تګاب او د بامیان په مرکز کې دوو ځوانانو ځان‌وژنه کړې ده.

د کاپيسا امنیې قوماندانۍ ویاند عبدالفتاح فایز پژواک خبري اژانس ته وویل، یاد ځوان د ښکاري ټوپک په ډز ځان وژلی دی.

هغه زیاته کړه، تر اوسه د یاد ځوان د ځان‌وژنې لامل څرګند نه دی خو امنیتي ځواکونو څېړنې پیل کړې دي.

فایز دغه راز وايي، پنځه کسان یې د یوه کس د قتل په تور چې پنځه ورځې مخکې (د جدي ۲۰مه) د کوهستان دویمې حصې ولسوالۍ کې په چاقو وژل شوی و، نیولي دي.

هغه وايي، نیول شوو کسانو پر خپل جرم اعتراف کړی او دوسیې یې عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارل کېږي.

بلخوا د بامیان امنیې قوماندانۍ ویاند محمدخواني رسا پژواک خبري اژانس ته وویل، د دغه ولایت د مرکز په «زرګران» سیمه کې د محمد په نوم یوه ۱۶ کلن ځوان ځان‌وژنه کړې ده.

د هغه په خبره چې دغه ځوان تېره شپه په خپل کور کې ځان وژلی دی.

هغه څرګنده کړه چې د بامیان امنیې قوماندانۍ له جنايي جرمونو سره د مبارزې مدیریت د پېښې ځای بررسي کړی، جسد یې د تحقیقاتو لپاره ولایتي روغتون ته لېږدولی او د موضوع لامل معلومولو په موخه څېړنې روانې دي.

دا په داسې حال کې ده چې دیني عالمان وايي، ځان‌وژنه د اسلام له نظره لویه ګناه ده او هیڅوک باید د ژوند حلېدونکو ستونزو له امله دا ډول کبیره ګناه ترسره نه کړي.

Views: 15

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.