ژبه

پابجي؛ په زړه‌پورې لوبه که زده‌کړو او د ځوانانو رواني روغتیا ته ګواښ؟

توسط سهراب سروري

مې 28, 2026 - 12:33 pm

Views: 12

کابل (پژواک، ۷ غبرګولی ۱۴۰۵): په داسې حال کې چې پابجي د ډېرو تنکیو ځوانانو او ځوانانو لپاره په ورځنۍ په زړه‌پورې بوختیا بدل شوی، ارواپوهان او د پوهنې برخې فعالان خبرداری ورکوي چې په دې لوبه کې ډېره بوختیا ښايي د روږدي‌توب، له درس سره د لېوالتیا او ټولنیزو مهارتونو کمېدو او رواني زیانونو لامل شي.

د اسلامي امارت کابینې د ۱۴۰۱ کال د غویي په ۲۱مه نېټه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت ته لارښوونه کړې وه چې د «ځوان نسل د بې‌لارې کېدو» له امله د پابجي لوبه او د ټیک‌ټاک اپلېکېشن بند کړي؛ خو اوس مهال یو شمېر تنکي ځوانان او ځوانان د فلټرشکنونو (VPN) په کارولو سره له دې لوبې څخه استفاده کوي

خو یو شمېر کاروونکي وایي، د وخت مدیریت او د زده‌کړو او ساعت‌تېرۍ ترمنځ د تعادل رامنځته کول کولای شي د دې لوبې منفي اغېزې کمې کړي.

پابجي یوه انفرادي یا ډله‌ییزه لوبه ده چې لوبغاړي پکې په یوه مجازي جګړه‌ییز ډګر کې له یو بل سره سیالي کوي. په دې لوبه کې ۱۰۰ لوبغاړي یوې محدودې سیمې ته کوزېږي او د وسلو، طبي تجهیزاتو او د سیالۍ تر پایه د ژوندي پاتې کېدو لپاره هڅه کوي.

پر پابجې د روږدي کېدو په اړه د تنکیو ځوانانو خبرې

د مبایل د سکرین رڼا یوازې د یوې کوچنۍ خونې تیاره روښانه کړې ده؛ څلور هلکان چې د ماما زامن دي، اوږه په اوږه ناست دي او ګوتې یې په چټکۍ د مبایل پر سکرین خوځېږي؛ کله خاندي او کله چیغې کړي؛ ټول د پابجي به مجازي جګړه کې بوخت دي.

د هغوی له ډلې محمدعمر چې د اتم ټولګي زده‌کوونکی دی، تر نورو ډېر په دقت لوبه کوي. هغه وایي، شپږ میاشتې کېږي چې پابجي کوي او اوس خپل ډېری وخت بر همدې لوبه تېروي.

عمر وایي: «پخوا به مې ډېر کرکټ کاوه او کوڅې ته به تلم؛ خو اوس تر ډېره پابجي کې بوخت یم او نور مې کرکټ ته زړه نه کېږي.»

همدارنګه سحاب چې د کابل ښار د یوه ښوونځي د دوولسم ټولګي زده‌کوونکی دی، پژواک ته وویل چې له یوه کال راهیسې پابجي لوبوي او له دې مبایلي لوبې سره لېوالتیا لري.

هغه زیاته کړه: «زه اکثره وخت د ساعت‌تېرۍ او ستړیا لرې کولو لپاره پابجي کوم؛ دا لوبه ډېره راته به زړه‌پورې ده او په لومړیو کې مې دې لوبې ته ډېر وخت ورکاوه.»

نوموړي زیاته کړه: «خو فکر کوم که څوک یې کارونه کنټرول نه کړي، ممکن له درس او نورو مهمو کارونو لرې پاتې شي؛ زما په نظر، غوره ده تعادل په نظر کې ونیول شي.»

د هغه په خبره، کله چې یې کانکور ته د چمتووالي لپاره درسونه پیل کړل، پابجي یې پرېښود او اوس یې نه کوي.

د سمنګان اوسېدونکي اجمل پژواک ته وویل: «کله چې تازه کوژدن شوی وم، ډېر وخت به مې په مبایل خبرې کولې، ورسره پابجي او له انټرنېټه مې هم ډېر استفاده کوله، په همدې بوخت وم.»

اجمل زیاته کړه: «کله چې مې پابجي یا انټرنېټ کاراوه، وخت به ناوخته کېده؛ ان کوژدنې به مې راته ویل چې مه یې کوه، ګټه نه لري، هم پیسې ضایع کېږي، هم فکر خرابېږي او هم له خوبه پاتې کېږې، بالاخره ناروغ به شې، خو ما نه منله او ورته مې ویل، ته ښځه یې، په خپل ځای کښېنه، په دې کارونو کې مداخله مه کوه.»

هغه ته د پابجي له امله سخته سردردي بیدا وه او اړ شوی و ډاکټر ته مراجعه وکړي؛ وروسته یې د دې لوبې کارونه محدوده کړه او اوس وایي چې له کورنۍ او کوژدنې سره یې چلند ډېر ښه شوی دی.

هغه نورو خلکو ته هم سپارښتنه وکړه چې له مبایله مناسبه استفاده وکړي، څو نه ستړي شي او نه یې پیسې بې‌ځایه ولګېږي.

پر پابجي د روږدې کېدو مخنیوي لپاره د کورنیو هڅې

د سحاب پلار عبدالقاهر هم وایي چې زوی یې له څه مودې راهیسې د پابجي لوبې ته مخه کړې وه او د درسونو ترڅنګ به یې هره ورځ ډېر وخت پر دې لوبه تېراوه.

هغه وویل، وروسته له هغه چې یې زوی ډېر زده‌کړو ته وهڅاوه، له دې لوبې یې فاصله ونیوه او اوس خپل زیات وخت کانکور ازموینې ته د چمتووالي لپاره د ریاضي د پوښتنو په حل کولو کې تېروي.

هغه له کورنیو غواړي چې خپل اولادونه د مناسبو لارو چارو له لارې له مبایل او لوبو لرې وساتي او د ژوند د بېلابېلو برخو ترمنځ تعادل رامنځته کړي.

دغه‌راز د محمدعمر مور لیدا جمیلي وایي: «تر یوه بریده مې خپل زامن کنټرول کړي دي؛ په پیل کې دواړه نږدې ټوله شپه او ورځ په ګیمونو بوخت وو؛ خو اوس مې ورته وخت ټاکلی، څو په ورځ او شپه کې یو یو ساعت ګیم وکړي.»

هغې د دې پوښتنې په ځواب کې چې ولې د زامنو د لوبو مخه نه نیسي؟ وویل: «ډېر به کوڅې ته تلل؛ مجبوره شوم چې له کوڅې د راګرځېدو لپاره ورته اجازه ورکړو چې ګیم وکړي.»

کارپوهان: پابجي د روږدي‌توب او درسي کمزورۍ لامل کېدای شي

ارواپوه عبدالجلیل امرخېل پژواک ته وویل، کله چې د ماشومانو ذهن د ودې په حال کې وي او تر ډېره په مبایلي لوبو بوخت شي، په هغوی کې د اعتیاد یا روږدي‌توب سبب ګرځي؛ په پایله کې د تنکیو ځوانانو او ځوانانو تمرکز له زده‌کړو او تعلیم څخه له منځه ځي او پر زده‌کړو یې منفي اغېز کوي.

هغه زیاته کړه چې دا چاره د تعلیمي او تحصیلي کمزورۍ سبب کېږي او انسان پر یوه وابسته کس بدلېږي.

د نوموړي په باور، د مبایلي لوبو، په ځانګړي ډول د پابجي ډېر استعمال د ماشومانو او تنکیو ځوانانو پر چلند ژور اغېز کوي او پایله یې دا وي چې انسان له ټولنې لرې کېږي او ټولنیز مهارتونه هم نه شي زده کولی.

امرخېل وویل: «کله چې پابجي قطع شي، کله چې مبایل ترې واخیستل شي، کله چې یو ساعت مبایل ورسره نه وي، کله چې واده ته ولاړ شي، یا داسې ځای ته ولاړ شي چې هلته پابجي نه شي لوبولای؛ نو چلند یې بدلېږي، توندخویه کېږي، ژر پارېدونکی کېږي، ستونزې جوړوي، پلمې لټوي او ضدي کېږي؛ ځکه د هغه د ذهن خواړه یوازې یو شی وي، پابجي.»

هغه زیاته کړه چې پابجي هيڅکله هم د چټکې پرېکړې کولو د مهارت لوړولو یوې لارې په توګه چا ته نه سپارښتنه کېږي.

امرخېل کورنیو ته وړاندیز وکړ چې ماشومان د ټولنې له واقعي پېښو او چاپېریال سره بلد کړي او د لوبو له مجازي فضا یې لرې وساتي، څو مهارتونه زده کړي او دغه مهارتونه یې په واقعي ژوند کې عملي بڼه پیدا کړي.

په همدې حال کې، د پوهنې برخې فعاله سوریا یوسفي وایي، لوبې معمولاً د ذهني بوختیا په توګه ګڼل کېږي؛ خو تاوتریخجنې لوبې لکه پابجي، که په دوامداره توګه وشي، زده‌کوونکو ته ډېر رواني زیانونه رسولای شي؛ لکه د تمرکز کمېدل، د زده‌کړې کچې ټیټېدل او د ماشومانو او تنکیو ځوانانو د حواس‌ خرابېدل.

د هغې په باور، د پابجي په ګډون ځینې لوبې که په ډله‌ییز ډول او په متعادله کچه ترسره شي، کولای شي ځینې مثبتې اغېزې هم ولري؛ لکه چټکه پرېکړه، ډله‌ییز کار، پلان جوړونه او د ستونزو حل.

د هغې په خبره، لوبې زده‌کوونکي په ځان پورې تړي او دا وابستګي د زده‌کړو پر وړاندې د انسان انګېزه کموي.

هغې زیاته کړه چې کورنۍ باید ماشومانو او تنکیو ځوانانو ته د لوبو لپاره مشخص وخت وټاکي او څارنه یې وکړي، څو پوه شي چې کوم ډول ګیمونه کاروي او په اړه یې بشپړ معلومات ولري.

د هغې په خبره، په دې برخه کې د ښوونځي رول هم مهم دی، څو د زده‌کوونکو ترمنځ د زده‌کړې او ساعت‌تېرۍ ترمنځ تعادل رامنځته شي.

کارپوهان: مطالعه کېدای شي د ګیمونو بدیل شي

د پوهنې چارو یوې کارپوه یلدا امیني وویل چې ډېری تنکي ځوانان د ذهني فشار، یوازیتوب یا بې‌حوصلګۍ له امله لوبو ته مخه کوي.

هغې د تنکیو ځوانانو ترمنځ مطالعې ته د لېوالتیا پر زیاتېدو ټینګار وکړ ویې ویل: «کله چې تنکي ځوانان داسې کتاب پیدا کړي چې رښتیا هم ورته جذاب وي، هماغه د ماجراجویۍ او هیجان احساس چې دوی یې په لوبو کې تجربه کوي، ورسره پیدا کېږي. کتاب کولای شي دوی ته یوه ارامه او ژوره نړۍ جوړه کړي. که مطالعه د لېوالتیا له مخې وي، نه د زور او جبر له لارې، نو ورو ورو د لوبو کارونه کموي.»

د هغې په به خبره، تنکي ځوانان د خپل حساس عمر له امله هغو کتابونو ته ډېره لېوالتیا لري چې هیجان، احساس او پیاوړې کیسه ولري.

امیني د دې پوښتنې په ځواب کې چې کورنۍ څنګه کولای شي په ماشومانو کې د مطالعې عادت پیاوړی کړي، وویل: «ماشومان تر دې چې خبرو ته غوږ ونیسي، د خپلې کورنۍ له چلند او کړنو زده‌کړه کوي. که په کورنۍ کې د مطالعې دود موجود وي، طبیعي ده چې ماشوم هم ورته هڅېږي. زموږ په هېواد کې ډېرې کورنۍ د لوست سواد نه لري، خو کولای شي د کیسو ویلو له لارې ماشومان مطالعې ته وهڅوي او اجازه ورکړي چې ماشوم خپل د خوښې کتاب وټاکي؛ هدف دا نه دی چې ماشومان په زور مطالعې ته اړ کړای شي؛ بلکې دا دی چې کتاب او مطالعه د هغوی لپاره په یوې په زړه‌پورې ساعت‌تېرۍ بدل شي.»

د هغې په باور، د لوبو پر ځای د مطالعې دودولو لپاره غوره لاره دا ده چې د دواړو ترمنځ تعادل رامنځته شي.

یلدا امیني زیاته کړه: «د بېلګې په توګه، د لوبې وخت دې محدود شي او پر ځای یې دې داسې کتابونه وټاکل شي چې پیاوړې کیسه او هیجان ولري. مطالعه باید په ارام، خپله خوښه او له فشار او جبر پرته ترسره شي. د هغو کیسو په اړه چې لولي یې، باید ورسره خبرې وشي، د پیل او لېوالتیا پیدا کولو لپاره دې لومړی له انځوریزو او لنډو کتابونو کار واخیستل شي او کوچنی هدف ورته وټاکل شي، مثلاً هره ورځ ۱۰ مخه مطالعه وکړي.»

نوموړې ټینګار وکړ، کله چې یو ځوان احساس کړي چې کتاب هم د ساعت‌تېرۍ وسیله ده، د مطالعې انګېزه یې پیاوړې کېږي او په دې ډول ورو ورو له لوبو لرې کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې د اسلامي امارت کابینې د ۱۴۰۱ کال د غويي په ۲۱مه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت ته لارښوونه کړې وه چې د پابجي لوبه او ټیک‌ټاک اپلېکېشن بند کړي.

هغه مهال د اسلامي امارت د ویاند پخواني مرستیال انعام‌الله سمنګاني په یوه ویډیویي پیغام کې ویلي وو: «د افغانستان د اسلامي امارت کابینې په خپلې وروستۍ غونډه کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت ته دنده سپارلې چې د پابجي لوبه او ټیک‌ټاک اپلېکېشن چې د ځوان نسل د بېلارې کېدو سبب کېږي، بند کړي او همدارنګه د هغو چینلونو د خپرونو مخه ونیسي چې غیراخلاقي مواد او پروګرامونه خپروي.»

د پژواک خبریال سره له دې چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت ته یې پیغام لېږلی و، ونه توانېد چې د دغه راپور په تړاو د یاد وزارت نظر ترلاسه کړي.