ژبه

راپور: افغانستان د ماشومانو د حقونو له پلوه په وروستي ځای کې دی؛ اسلامي امارت: حقیقت نه لري

سهراب سروری

۴ چنګاښ ۱۴۰۵ - ۱۵:۰۶

Views: ۱۴

کابل (پژواک، ۴ چنګاښ ۱۴۰۵): د ماشومانو د حقونو د ملاتړ یوې هالنډۍ موسسې د ۲۰۲۶ کال د ماشومانو د حقونو د شاخص په راپور کې افغانستان د نړۍ د ماشومانو د حقونو په درجه‌بندۍ کې په وروستي ځای کې راوستلی؛ خو اسلامي امارت دغه راپور بې‌بنسټه بللی او ویلي یې دي چې د ماشومانو د حقونو لپاره یې لازم اقدامات کړي دي.

یاده هالنډۍ موسسه کېډز رایټس (Kids Rights) نومېږي او خپل راپور یې پرون (چهارشنبه) خپور کړی دی.

دغه کلنی راپور د ماشومانو د حقونو د بنسټ له خوا د هالنډ د اراسموس روټرډام پوهنتون په همکارۍ خپرېږي او هېوادونه د ژوند حق، روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی، زده‌کړې، ملاتړ او د ماشومانو د حقونو عمومي وضعیت په څېر شاخصونو له مخې ارزوي.

په راپور کې افغانستان د ۰.۲۱۴ عمومي نومرو په ترلاسه کولو سره د نړۍ د ۱۹۴ هېوادونو له ډلې په ۱۹۴یم ځای کې راغلی دی.

د دې درجه‌بندۍ له مخې، پاکستان په ۱۴۹تم او ایران په ۸۶یم ځای کې دي، په داسې حال کې چې لوکزامبورګ د ماشومانو د حقونو د رعایت له پلوه لومړی مقام خپل کړی دی.

په راپور کې راغلي چې په نړۍ کې د ماشومانو د هوساینې پر وړاندې ګواښونه، لکه د جګړو اغېزې، ناامني او د ټولنیزو شرایطو خرابوالی، مخ په زیاتېدو دي او په ډېرو هېوادونو کې د ماشومانو د حقونو برخه کې پرمختګ یا ورو شوی او یا یې هم شاتګ کړی دی.

د راپور له مخې، ایسلنډ په دویم ځای کې راغلی دی.

بلخوا، د اسلامي امارت د ویاند مرستیال ملا حمدالله فطرت دغه راپور رد کړی او هغه یې «بې‌بنسټه او له حقیقته لرې» بللی دی.

هغه ویلي چې اسلامي امارت د ماشومانو د حقونو د تأمین لپاره، په ځانګړې توګه د زده‌کړو او روغتیا برخو کې بشپړه پاملرنه کړې ده.

نوموړي همداراز ټینګار کړی چې په افغانستان کې د ماشومانو د درنو او شاقه کارونو د مخنیوي قانون په جدي توګه پلی کېږي.