کابل (پژواک، ۱۶ چنګاښ ۱۴۰۵): د کانونو او پټرولیم وزارت وایي چې د هرات ولایت د غوریان ولسوالۍ د مالګې کان د لومړي بلاک د استخراج تړون یې له خصوصي شرکت سره د څه باندې ۳۱۵ میلیون افغانیو په ارزښت لاسلیک کړی دی.
د کانونو او پټرولیم وزارت نن (سهشنبه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د دغه وزارت وزیر ملا هدایتالله بدري د هرات د غوریان ولسوالۍ د نمکسار سیمې د مالګې کان د لومړي بلاک د استخراج تړون د «اسماعیل شېرزاد عزیزي د کانونو د استخراج او پروسس شرکت» له استازو سره لاسلیک کړی دی.
سرچینې زیاته کړې، دغه پروژه به په ۱۰.۲۴۱۱۴ کیلومتره مربع ساحه کې پلې شي او د پانګونې ارزښت یې ۳۱۵ میلیون او ۵۹۴ زره افغانۍ دی.
د کانونو او پټرولیم وزارت وزیر د تړون د لاسلیک پر مهال ویلي، د دغه کان د استخراج تړون د هر ټن پر سر د ۱۵۰۰ افغانیو امتیازي حق (رویالټي) او د ۱۵ کلونو مودې لپاره شوی دی.
هغه ټینګار کړی چې قراردادي شرکت مکلف دی خپلې ټولې چارې د کانونو قانون، اړوندو کړنلارو او په تړون کې د درج شوو ژمنو له مخې، په شفاف او مسوولانه ډول ترسره کړي.
د خبرپاڼې له مخې، قراردادي شرکت به د امتیازي حق له ورکړې سربېره، پنځه میلیون افغانۍ د ټولنیزو خدمتونو په بېلابېلو برخو کې ولګوي او د چاپېریالساتنې برخه کې به هم خپلو ژمنو ته ژمن پاتې شي.
د کانونو او پټرولیم وزارت زیاته کړې چې د دې پروژې په پلي کېدو سره به یو شمېر هېوادوالو ته د مستقیم او غیرمستقیم کار زمینه هم برابره شي.