Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ننګرهار کې ۷۲۰ ځوانانو ته حرفوي زده‌کړې ورکول کېږي

ننګرهار کې ۷۲۰ ځوانانو ته حرفوي زده‌کړې ورکول کېږي

author avatar
6 Nov 2024 - 14:36
ننګرهار کې ۷۲۰ ځوانانو ته حرفوي زده‌کړې ورکول کېږي
author avatar
6 Nov 2024 - 14:36

جلال‌اباد (پژواک، ۱۶ لړم ۱۴۰۳): د ننګرهار ولايت د کار او ټولنیزو چارو رياست له لوري ۷۲۰ ځوانانو ته د خياطۍ او چرګانو روزنې وسايل ورکړل شول او دغه راز په يادو برخو کې زده‌کړې هم ورکول کېږي.

مسوولین وایي، هڅه کوي هغه ځوانان چې زده‌کړې ترې پاتې دي، د حرفوي زده‌کړو زمينه برابره کړي.

د ننګرهار ولايت د کار او ټولنیزو چارو رييس مولوي فریدالله حقاني وايي، د دغه ولايت ۷۲۰ ځوانانو ته يې د افغانستان د پرمختيا او ولسي خدمتونو ادارې (ADWSO) په مالي همکارۍ د خياطۍ او چرګانو د روزنې وسايل ووېشل.

هغه زياته کړه، دغه وسایل مومندرې، غني‌خېل، بټي‌کوټ، کامې، بهسود، سره‌رود، خوګیاڼو، شېرزاد او حصارک ولسوالیو کې ځوانانو ته ورکړل شوي دي.

د مولوي حقاني په وينا، په دې کې ٦٦٠ زده‌کوونکو ته د خیاطۍ وسایل او ٦٠ زده‌کوونکو کې هر یوه ته ١٣ چرګان او د روزنې لپاره اړین وسایل ورکړل شول چې هغوی وکولای شي د زده‌کړو پرمهال له دغو وسایلو ګټه واخلي.

د کار او ټولنيزو چارو رييس وايي، دغو کسانو ته به په اړوندو برخو کې په خپلو ولسواليو کې د حرفوي زده‌کړو زمينه هم برابره شي چې تر زده‌کړو وروسته خپل ځان ته کار پيدا کړي.

هغه له زده‌کوونکو وغوښتل چې د زده‌کړو په دوران کې دې له وسایلو سالمه ګټه واخلي او خپلې کورنۍ ته پرې حلاله نفقه پیدا کړي.

بلخوا، د حرفوي زده‌کړو دغو لنډمهالو کورسونو ته جذب شوي ځوانان له دې چارې خوښ دي او وايي، دا به يې د بې روزګارۍ پر وړاندې مبارزه کې مرسته وکړي.

د شېرزادو ولسوالۍ اوسېدونکي عبدالرقیب پژواک ته وویل، د جګړو له امله ترې زده‌کړې پاتې شوې او اوس ډېر کله بې روزګاره وي.

هغه وايي، دا پروګرام به ورسره مرسته وکړي چې په خپل کور کلي کې ځان ته هټۍ جوړه کړي او کار په کې وکړي.

د ننګرهار د کار او ټولنيزو چارو رياست مسوولین وايي، هڅه کوي چې ټولو هغو ځوانانو ته چې د جګړو او نورو ناخوالو له امله ترې زده‌کړې پاتې دي، د حرفوي زده‌کړو زمينه برابره کړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.