ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بامیان کې یو شمېر ځوانان: ناسم دودونه لا هم ځوانانو ته د واده پر وړاندې لوی خنډ دي

بامیان کې یو شمېر ځوانان: ناسم دودونه لا هم ځوانانو ته د واده پر وړاندې لوی خنډ دي

author avatar
11 Apr 2024 - 14:13
بامیان کې یو شمېر ځوانان: ناسم دودونه لا هم ځوانانو ته د واده پر وړاندې لوی خنډ دي
author avatar
11 Apr 2024 - 14:13

بامیان (پژواک، ۱۴ وری ۱۴۰۳): په بامیان کې یو شمېر ځوانان په ودونو کې د ناسمو دودونو او لوړو لګښتونو له امله‎ شکایت لري او وايي چې اوس هم په دغه ولایت کې ناسم دودونه له منځه نه دي تللي او د ځوانانو پر وخت واده کولو پر وړاندې لوی خنډونه دي.

د بامیان مرکز اړوند د جګرخېل کلي اوسېدونکی ۲۷ کلن نجیب‌الله یو له هغو ځوانانو دی چې درې کاله یې له کوژدې تېریږي، خو تر اوسه نه دی توانېدلی واده وکړي.

هغه وايي چې د یوې شپږ کسیزې کورنۍ یوازېنی سرپرست دی او د مزدورکارۍ له لارې ژوند تېروي.

هغه زیاتوي: «له کوژدې مې درې کاله تېریږي، خو د لوړو لګښتونو او اقتصادي بې‌وزلۍ له امله تر اوسه نه یم توانېدلی واده وکړم، په اوسنیو شرایطو کې چې بې‌وزلي خپل اوج ته رسېدلې، په مزدورکارۍ په سختۍ کولای شم د کورنۍ لپاره یوه مړۍ ډوډۍ پیدا کړم او هغوی ته لومړني امکانات برابر کړم.»

د هغه په وینا، د شیرني‌خوري لګښتونو سربیره په درېیو کلونو کې یې د اختري وړلو په موخه ۱۲۰ زره افغانۍ مصرف کړې دي.

نجیب‌الله پر دې باور دی، که داسې ناسمو دودونو د ځوانانو پر وړاندې شتون نه‌درلود، ښایي ده مخکې واده کړی وای او خپلې کورنۍ یې جوړه کړې وای.

دغه ځوان د ژوند د داسې سختیو او ستونزو په بیانولو سره غواړي څو د ځوانانو لپاره د واده لا اسانه زمینه برابره شي او په داسې مراسمو کې د ناسمو دودونو رواجولو او لوړو لګښتونو څخه مخنیوی وشي.

دا یوازې نجیب‌الله نه دی چې له ناسمو رسم او رواجونو شکایت لري، بلکې نور ځوانان هم له داسې ستونزو سره مخ دي.

د بامیان مرکز یو بل اوسېدونکی غلام‌نبي هم په دې اړه وویل چې ټولنه کې ناسم رسم او رواجونه بدې ټولنیزې او اقتصادي پایلې لري او د بېلابېلو ستونزو رامنځته کېدو لامل ګرځي.

نوموړي وویل: «له یوه کال څخه ډېر وخت کېږي چې کوژده مې کړې او د اقتصادي ستونزو له امله ونه توانېدم د اختر ورځو د مناسبتونو لپاره د کوژدنې کور ته مې اخترۍ وروړم، دغه موضوع زموږ په منځ کې د ځینو ستونزو رامنځته کېدو لامل شوې، ان زما د کوژدنې کورنۍ د دې اړیکې د پای ته رسولو غوښتنه کړې ده.»

د هغه په باور، دغه ډول دودونو ځوانانو ته د واده کولو زمینې برابرول سخت کړي او د خلکو ترمنځ یې ټولنیزې ستونزې رامنځته کړې دي.‎

په همدې حال کې، د ټولنیزو چارو پوهان په ودونو کې لوړ لګښتونه د دیني لارښونو خلاف بولي او د مخینوي غوښتنه یې کوي.

بامیان کې د ټولنیزو چارو فعال علي محمدي وايي چې د واده په مراسمو کې لوړ او بې‌ځایه لګښتونه، شیریني‌خوري او له واده مخکې د ناوې کورنۍ ته د اختري وړل، د اسلامي ارزښتونو خلاف دي او په ټولنه کې منفي پایلې رامنځته کوي.

د هغه په خبره، ناوړه دودونه چې له اسلامي ارزښتونو سره هیڅ تړاو نه لري، د ټولنیزو ستوزو لکه د غیرقانوني کډوالۍ زیاتوالي، پر نشه‌یي توکو د ځوانانو روږدي کېدو، د اخلاقي فساد ډېرېدو او له واده د ځوانانو پاتې کېدو لامل شوي دي.

محمدي زیاته کړه، ځینې دودونه لکه د اختري وړل چې هیڅ تاریخي او اسلامي اساس نه لري، په ټولنه کې داسې دود شوي چې ټول د ناوې کور ته د هغه په وړلو ځانونه مکلف بولي.

هغه له خلکو وغوښتل چې په داسې مواردو کې د واده د لګښتونو کمولو لپاره اسلامي ارښتونه په پام کې ونیسي.

دا په داسې حال کې ده چې د بامیان به مرکز کې دیني عالم نعمت‌الله صادقي وايي، په اسلام کې یوازې د ښځې ولیمه او مهر دی چې له لارې یې د ښځې نفس خاوند ته حلالیږي او هغه د ښځې مسلم حق دی چې د طرفینو تر منځ باید تر پښو لاندې نه شي.

د هغه په خبره، د اسلامي له نظره له مادي او معنوي پلوه تر ټولو ښه واده هغه دی چې لګښت یې کم وي او هغه څه چې اوس په بېلابېلو نومونو د ودونو په مراسمو کې مصرفیږي، د اسلامي شریعت خلاف عمل دی او خلک باید په داسې مواردو کې د اسلامي ارزښتونو سره سم عمل وکړي.

په همدې حال کې، سیمه‌ییز مسوولین خلکو ته په دې اړه د پوهاوي ورکولو او اسلامي ارزښتونو له دودولو خبر ورکوي.

د بامیان د حج او اوقافو رییس مولوي شمس‌الله احمدي وايي چې د اسلامي شریعت او د اسلام د پیغمبر (ص) د سنت تطبیقولو په موخه یې هڅې پیل کړې څو د علماوو او جوماتونو له لارې خلکو ته سم پوهاوی ورکړل شي.

دغه راز هغه زیاته کړه چې د بامیان د حج او اوقافو ادارې په دې وروستیو کې د اړوندو ادارو یوه ګډه کمېټه هم جوړه کړې څو په دغه ولایت کې له ناوړه دودونو د مخنیوي په موخه جدي اقدامات وکړي.

Visits: 11

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.