ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

اروزګان کې شاوخوا ۹۰۰ ځوانانو ته د وړیا زده‌کړو زمینه برابره شوې

اروزګان کې شاوخوا ۹۰۰ ځوانانو ته د وړیا زده‌کړو زمینه برابره شوې

author avatar
18 Jan 2024 - 14:15
اروزګان کې شاوخوا ۹۰۰ ځوانانو ته د وړیا زده‌کړو زمینه برابره شوې
author avatar
18 Jan 2024 - 14:15

ترینکوټ (پژواک، ۲۸ مرغومی ۱۴۰۲): د اروزګان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست وايي، د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ ښار کې یې شاوخوا ۹۰۰ ځوانانو ته د انګلیسي ژبې، کمپیوټر او ساینسي مضامینو د وړیا زده‌کړو درې میاشتنی پروګرام پیل کړی دی.

د اروزګان د اطلاعاتو او فرهنګ رییس قاري اغا‌ولي قریشي پژواک خبري اژانس ته وویل، په دغه ښوونیز پروګرام کې اوسمهال له مرکز او بیلابیلو ولسوالیو ۸۸۰ ځوانان د انګلیسي ژبې، کمپیوټر او یو شمېر ساینسي مضامینو پر زده‌کړو بوخت دي.

هغه وايي، ټاکل شوې د دغه درې میاشتني پروګرام پای کې فارغ شوو ځوانانو ته د فراغت سندونه هم ورکړل شي.

د هغه په خبره، دغه پروګرام چې د اروزګان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له خوا پیل شوی، موخه یې زده‌کړو ته د ځوانانو هڅول او د هغوی د وړتیاوو لوړول دي.

ورته مهال، هغه ځوانان هم خوښ دي چې په دغه وړیا ښوونیز پروګرام کې پر زده‌کړو بوخت دي.

د ترینکوټ ښار یو اوسېدونکی شفیع‌الله وايي، په ولسوالیو او لرې پرتو سیمو کې ځوانانو ته د دغه ډول زده‌کړو لپاره هیڅ مرکز نشته او زیاتوي چې اوسمهال ګڼ شمېر ځوانان دغه مرکز ته د زده‌کړو لپاره راځي.

د یادونې ده، دوه کاله مخکې هم د یاد ریاست له لوري ځوانانو ته دغه ډول ښوونیز پروګرام جوړ شوی و.

Views: 205

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.