ژبه

پر «کا» او «ذیکپ» ټابلېټونو د ځوانانو روږدي کېدل؛ له یوه وړیا ټابلېټه د راتلونکي تر بربادۍ

ویدا قلندري

۲۲ چنګاښ ۱۴۰۵ - ۱۵:۲۷

Views: ۶

کابل (پژواک، ۲۲ چنګاښ ۱۴۰۵): یو شمېر ځوانان چې د جنګلک د روږدو درملنې ۴۵۰ بستریز روغتون کې بستر دي، وایي چې د ملګرو په هڅونه او په وړیا ډول د «کا» او «ذیکپ» ټابلېټونو ترلاسه کولو له لارې پر دغو توکو روږدي شوي؛ هم‌مهاله، د کورنیو چارو وزارت وایي، دغه توکي قاچاقي هېواد ته راځي او د مخینوي لپاره یې له نورو امنیتي ادارو سره په ګډه هڅې روانې دي.

 د روږدو کیسې

د جنګلک د روږدو درملنې ۴۵۰ بستریز روغتون کې چې لسګونه ځوانان د اعتیاد د پرېښودو په هیله بستر دي، د هغوی کیسې که څه هم په جزییاتو کې توپیر لري، خو یو ګډ ټکی لري؛ ټول وایي چې د لومړي ځل لپاره یې د ملګرو یا پلورونکو په هڅونه «کا» او «ذیکپ» ټابلېټونه ازمویلي دي.

د کابل ښار د دوغ‌اباد سیمې اوسېدونکی او د لسم ټولګي زده‌کوونکی محمدشاکر یو له هغو ځوانانو دی چې د جنګلک د معتادینو درملنې په ۴۵۰ بستریز روغتون کې بستر دی.

هغه وویل: «نااهله ملګرو راته ویل چې ذیکپ ګولۍ ښه شی دي، ویې خوره، یوه ورځ مې وخوړل، دوه ورځې مې وخوړل، وروسته داسې یوه ورځ راورسېده چې ټابلېټ کا هیڅ نه نشه کولم، تر درېیو  او څلورو مې خوړلې.»

هغه زیاته کړه، په پیل کې یې «ذیکپ» کارولې، یوې ګولۍ یې ۲۰ افغانۍ بیه لرله، خو وروسته یې «کا ټابلېټ» کارول پیل کړل او هره ګولۍ یې تر ۲۰۰ افغانیو پېرله.

د محمدشاکر په خبره: «پلورونکي لومړۍ څو ورځې دغه ګولۍ وړیا ورکوي، خو کله چې سړی معتاد شي، له هغه پیسې اخلي؛ ډېر هغه کسان چې دغه توکي پلوري، خپله یې هم خوري او په ډله‌ییز ډول فعالیت کوي.»

هغه وویل، له روږدېدو وروسته یې له درس او ښوونځي سره لېوالتیا کمه شوه او ښوونځي پر نه ورتلو عادت شو. د هغه په خبره، په پیل کې نه پوهېده چې دغه ټابلیټونه د اعتیاد لامل کېږي.

هغه زیاته کړه: «په لومړي ځل چې مې وخوړې، د خوښۍ او ډېرې انرژۍ درلودو احساس مې کاوه او فکر مې کاوه ډېره ښه کار کوم، خو کومې ورځې به مې چې نه خوړلې، ټول وجود به مې درد کاوه او هیڅ کار به مې له وسه نه کېده.»

محمدشاکر د اعتیاد پرېښودو د څرنګوالي په اړه هم وویل: «کورنۍ مې لومړی نه پوهېده، تر هغه چې یوه ورځ مې ورور ښوونځي ته ورغی او ویې لیدل چې یوه میاشت نه یم تللی؛ کله مې چې حقیقت ورته وویل، لومړی مې مور او پلار زه ووهلم، وروسته یې روغتون ته راوستم او دلته یې بستري کړم.»

له بلې خوا، ۱۹ کلن ذبیح‌الله چې په همدغه روغتون کې تر درملنې لاندې دی، وایي، هغه مهال چې یې د موټرچلوونکي په توګه کار کاوه، له ملګرو سره به چکر ته ته او هغوی به د نشې ګولۍ په انرژۍ‌ورکوونکو څښاکونو کې اچولې.

هغه وویل: «په لومړیو کې مې نه خوړې، یوه ورځ مې د کنجکاوۍ له مخې امتحان کړې، دویمه او درېیمه ورځ مې هم وخوړې، تر څلورمې ورځې، تر هغه چې معتاد شوم، وروسته مې ملګرو ته وویل چې دغه ګولۍ له کومه کوئ، وروسته ما هم له هماغه ځایه یو یا دوه دانې اخیستې.»

ذبیح‌الله چې شاوخوا یو کال پر دغو توکو روږدی و، وایي اوس ۴۰ ورځې کېږي د درملنې لپاره کابل ته راغلی او روغتیايي وضعیت یې د پخوا په پرتله ښه شوی دی.

د کابل د عاشقانو او عارفانو ښارګوټي اوسېدونکی او د لسم ټولګي زده‌کوونکی نجیب‌الله وایي: «له بدو ملګرو سره مې سروکار شو، ماته کا او ذیکپ ګولۍ راکړې.»

د هغه په خبره، کله چې یې د لومړي ځل لپاره دغه ټابلیټونه وکارول، د خوښۍ او ارامۍ احساس یې کاوه.

نجیب‌الله وایي، د دغو توکو پرېښودو او درملنې ته یې لېوالتیا نه درلوده، خو ورور یې درملنې ته وهڅاوه او له دغه ناورینه یې وژغوره.

هغه زیاته کړه: «کومې ورځې مې چې دغه ټابلېټونه خوړل، له خپلې کورنۍ سره به مې ډېر بد چلند درلود، ژر ژر به په غوسه کېدم، خو الحمدالله ښه یم، که څه هم د درملنې وخت ډېر سخت و، خو اوس راضي یم، کوښښ کوم نور له بدو ملګرو سره ونه ګرځم، نور مې تصمیم دا دی چې الله یاد کړم او ورزش وکړم.»

یادو درېیو کسانو له ځوانانو او تنکیو ځوانانو وغوښتل چې د خپلو ملګرو په خبرو ونه غولېږي او هيڅکله د دغو موادو کارولو ته مخه نه کړي؛ ځکه اعتیاد یې راتلونکی او ژوند له منځه وړي. هغوی همدارنګه له اسلامي امارته غواړي چې د دغو توکو د پېر او پلور مخه ونیسي.

د کورنیو کیسې

احمد، چې د یوه ناروغ پایواز دی، وویل، د ده ۲۰ کلن ورور پر «ذیکپ»، «کا» او چرسو له روږدي کېدو وروسته دغه مرکز ته ولېږدول شو او تر ۴۵ ورځنۍ درملنې وروسته یې روغتیايي وضعیت ښه شوی دی.

هغه زیاته کړه: «وروسته له هغه چې وپوهېدم ورور مې روږدی شوی، ټوله کورنۍ اندېښمنه شوه، فکر مو کاوه چې نور هلک زموږ له لاسه وتلی دی، مجبور مو کړ او په زور مو درملنې ته راوست.»

د کابل ښار د قلعه زمان‌خان سیمې اوسېدونکې عالیه وایي: «دا چې معتادین ټول شول، د قدر وړ کار وشو، زموږ په ساحه کې شراب پلورنځي وو، ټول بند شول، خو له بده مرغه د نشې د ګولیو پلور ډېر شوی، په هر کوڅه او پس کوڅه کې یې ځوانانو ته په زور ورکوي.»

دواړو مرکه‌ورکوونکو له مسوولینو وغوښتل چې د دغو توکو پلورونکي ونیسي او قانوني چلند ورسره وکړي.

متخصصین: د دغو توکو کارول جدي جسمي او رواني زیانونه لري

د جنګلک د معتادینو درملنې ۴۵۰ بستریز روغتون ارواپوه ډاکټر محمدوامق شریفي وایي، «کا ټابلېټ» ثابت او مشخص ترکیب نه لري او پخوا یې لومړني مواد له ګاونډیو هېوادونو افغانستان ته په قاچاقي ډول راوړل کېدل او په غیررسمي لابراتوارونو کې به له شیشې، هیروئینو او ټراماډول په څېر موادو سره ګډېدل.

د هغه په وینا، «ذیکپ» د «پرېګابالین» درملو سوداګریز نوم دی چې د تشنج او عصبي دردونو د درملنې لپاره کارول کېږي؛ خو په خپل‌سرې توګه کارول یې د روږدي‌توب او اعتیاد لامل کېدای شي.

هغه زیاته کړه، د «ذیکپ» دوامدار استعمال رواني وابستګي رامنځته کوي، په داسې حال کې چې «کا ټابلیټ» د خپل نامعلوم ترکیب له امله په اوږدمهال کې د مغز عصبي حجرې تخریبوي او د خپګان، اضطراب او وهم لامل کېږي.

شریفي وایي، دغو موادو ته د ځوانانو د مخه کولو عمده لاملونه دودیزو مخدره موادو ته د لاسرسي کمېدل، د ځینو دغو درملو اسانه پلور او د وېش کمزورې څارنه ده. هغه زیاته کړه چې د دغه مرکز ډېری مراجعین د همدغو موادو مصرفوونکي دي.

د هغه په خبره، په دغه مرکز کې درملنه ۴۵ ورځې دوام کوي؛ لومړۍ ۱۵ ورځې د بدن پاکولو (سم‌زدایۍ) لپاره ځانګړې شوې او وروسته ناروغان د رواني بیارغونې او د ژوند د مهارتونو د زده‌کړې پړاو ته داخلېږي. تر رخصتېدو وروسته هم تر یوه کال پورې تر تعقیب او مشورو لاندې وي.

هغه له ځوانانو وغوښتل چې د دغو موادو د «لنډمهالو خوندونو» په دام کې ونه لوېږي او ټینګار یې وکړ: «د کا ټابلېټ د خوړلو خوند موقتي دی، خو پایلې یې کېدای شي کلونه کلونه د یوه انسان ژوند خراب کړي.»

همدارنګه، د وزیر محمداکبرخان روغتون د داخله ناروغیو متخصص ډاکټر سید فریدشاه رفیعي وویل، د دغو توکو کارول د وینې د فشار لوړېدو، د زړه ضربان ګډوډېدو، د ساه بندېدو، پښتورګو او ځیګر ته د زیان رسېدو، د زړه او مغزي سکتې، رواني اختلالاتو، د هوښیارۍ کچې ټیټېدو، کوما او ان د مړینې لامل کېدای شي.

هغه زیاته کړه، دغه روغتون څو ځلي د دغو ټابلېټونو د ناوړه استعمال له امله، په ځانګړي ډول د ځوانانو ترمنځ، د مړینې له پېښو سره مخ شوی دی.

د دغه روغتون یوه ډاکټر عبدالقیوم ګلستاني وویل، دا مهال په ۴۵۰ بستریز روغتون کې شاوخوا ۴۱۰ ناروغان تر درملنې لاندې دي چې ډېری یې د «کا» او «ذیکپ» ټابلېټونو د استعمال مخینه لري.

هغه زیاته کړه، د دغه مرکز ډېری مراجعین د ۱۸ او ۴۲ کلونو ترمنځ عمرونه لري او په وروستیو کلونو کې د دغو ټابلېټونو استعمال په څرګند ډول زیات شوی دی.

ګلستاني وویل، تریاکو ته د لاسرسي کمېدل، ټیټه بیه، «کا» او «ذیکپ» ټابلېټونو ته اسانه لاسرسی، د ځینو ځوانانو دا ناسم تصور چې دغه درمل زیان نه لري او همدارنګه د دغو موادو قاچاق، په افغانستان کې دغو توکو ته د ځوانانو لېوالیتا ډېره کړې ده.

د رسمي سرچینو له معلوماتو سره سم، په تېر یوه کال کې په ټول افغانستان کې د معتادینو درملنې په ۶۸ مرکزونو کې له ۴۵ زره ډېر معتادین درملنه شوي دي.

د نشه‌يي توکو د قاچاق د مخنیوي لپاره اقدامات

د کورنیو چارو وزارت ویاند مفتي عبدالمتین قانع وایي، په افغانستان کې د دودیزو مخدره موادو کښت او تولید «نږدې صفر» ته رسېدلی؛ خو اوس اصلي ننګونه له ګاونډیو هېوادونو، په ځانګړي ډول پاکستان څخه د صنعتي مخدره موادو او «کا» او «ذیکپ» ټابلېټونو قاچاق دی.

هغه وایي: «موږ ډېر موارد لرو چې ګاونډي هېوادونه، ان اروپايي ټابلېټ کا او نور د نشې مډرن توکي تولیدوي او افغانستان ته راقاچاق کېږي، ځکه موږ رسمي راپورونه درلودل، ګاونډي هېوادونه ټول پکې دخیل دي، په ځانګړې توګه پاکستان، موږ له دې ناحیې ډېر متضرر یو.»

د هغه په خبره، د کورنیو چارو وزارت د دغو توکو د قاچاق د مخنیوي لپاره له امنیتي ادارو سره په ګډه طرحه جوړه کړې او هېواد ته د قاچاقي داخلېدو او پلورنې د څار کچه یې لوړه کړې ده.

هغه زیاته کړه، په تېرو څلورو کلونو کې شاوخوا ۱۰ زره ټنه مخدره مواد کشف او له منځه وړل شوي، ۷۴ زره معتادین درملنه شوي او نږدې ۲۵۰۰ د مخدره موادو د تولید کارخونې او لابراتوارونه له منځه وړل شوي دي.

قانع همدارنګه د کورنیو او ځوانانو د پوهاوي پر اهمیت ټینګار وکړ او له نړۍوالې ټولنې یې وغوښتل چې د مخدره موادو له قاچاق سره د مبارزې، د معتادینو درملنې او د بدیل معیشت رامنځته کولو په برخو کې له افغانستان سره عملي همکاري وکړي.

موږ وغوښتل چې د افغانستان د عامې روغتیا وزارت نظر هم ولرو؛ خو د اړیکې په ټینګولو بریالي نه شوو.

له دې مخکې، د عامې روغتیا وزارت پژواک ته ویلي وو چې د ۲۰۱۷ کال د یوې سروې له مخې، په هېواد کې نږدې ۳.۵ میلیونه معتادین موجود وو چې له دې ډلې ۸۵ زره یې ښځې او ماشومان وو.