ژبه

نیمروز کې د انسانانو د قاچاق په تور پنځه کسان نیول شوي

شیما صدیقی

۷ تله ۱۴۰۵ - ۱۵:۵۸

Views: ۵

زرنج (پژواک، ۷ تله ۱۴۰۵): د نیمروز امنیه قومانداني وايي چې د دغه ولایت په مرکز زرنج ښار کې یې د ۲۷۰ مسافرو چې غوښتل یې په غیرقانوني ډول له هېواده بهر ولاړ شي، مخه نیولې او پنځه قاچاقبران هم نیول شوي دي.

د نیمروز د امنیې قوماندانۍ ویاند مولوي ګل‌محمد «قدرت» وویل، د زرنج ښار د درېیمې امنیتي حوزې ځواکونو د دغه ښار په «معلم اختر» کلي کې د مسافرو د قاچاق درې پټنځایونه موندلي دي.

هغه زیاته کړه چې په دغو عملیاتو کې د ۱۱۰ هغو مسافرو د قاچاق مخه نیول شوې چې غوښتل یې په غیرقانوني ډول له هېواده ووځي او د دې قضیې په تړاو درې کسان نیول شوي دي.

د قدرت په خبره چې په عملیاتو کې له قاچاقبرانو دوه ټویوټا موټر هم ضبط شوي دي.

نوموړي د یوې بلې پېښې په اړه وویل چې د زرنج ښار د درېیمې امنیتي حوزې ځواکونو د «ده مالدارانو» او «سردشت» سیمو کې هم د سلګونو مسافرو د قاچاق مخه نیولې ده.

قدرت زیاته کړه چې یوازې پرون د ۱۶۰ مسافرو د قاچاق مخه نیول شوې او د دې قضیې په تړاو دوه کسان نیول شوي دي.

هغه وویل، په دغو عملیاتو کې دوه ټویوټا او «خوستي» ډوله موټر او یوه موټرسایکل هم درول شوي دي.

د نیمروز د امنیې قوماندانۍ ویاند زیاته کړه چې نیول شوي کسان له لومړنیو څېړنو وروسته د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مدیریت ته سپارل شوي دي.