ژبه

بلخ کې د «ډیپلوماټیک ښارګوټي» څه باندې ۲۶۵۷ جریب ځمکه امارتي ثابته شوه

پژواک

۱ تله ۱۴۰۵ - ۱۱:۱۵

Views: ۱

کابل (پژواک، د تلې لومړۍ نېټه ۱۴۰۵): د عدلیې وزارت وایي، په بلخ ولایت په مرکز کې د «ډیپلوماټیک ښارګوټي» څه باندې ۲۶۵۷ جریب ځمکه د اختصاصي محکمې د حکم له مخې امارتي ثابته شوه.

د یاد وزارت خبرپاڼه کې راغلي چې د شمال زون د امارتي غصب شوو ځمکو قضیو ته د رسېدنې اختصاصي محکمې د بلخ ولایت په مرکز کې د «ډیپلوماټیک» په نوم یوه ښارګوټي څه باندې ۲۶۵۷ جریب ځمکه د اسنادو او مدارکو له ارزونې وروسته امارتي تثبیت کړې ده.

سرچینې زیاته کړې ده چې دغه ځمکه د بلخ د مرکز مزارشریف ښار د شادیان دښتې سیمه کې موقعیت لري او د ځمکو د غصب د مخنیوي او غصب شوو ځمکو د استرداد کمېسیون له دې مخکې دا موضوع ارزولې وه او د ځمکو د غصب د مخنیوي او د غصب شوو ځمکو د استرداد قانون د ۱۷مې مادې له مخې یې د یادې ځمکې دوسیه په رسمي توګه د شمال زون د امارتي غصب شوو ځمکو قضیو ته د رسېدنې اختصاصي محکمې ته سپارلې وه.

د خبرپاڼې له مخې، یادې اختصاصي محکمې د متصرفینو او کمېسیون د اسنادو او مدارکو، املاکي دفاترو له دقیقې ارزونې او له اړوندو ادارو د معلوماتو له ترلاسه کولو وروسته دغه ټوله ځمکه چې ۲۶۵۷.۶ جریبه کېږي، امارتي ملکیت تثبیت کړې ده.

د عدلیې وزارت لیکلي، د هېواد په کچه د امارتي غصب شوو ځمکو د بررسۍ، تثبیت او استرداد بهیر په جدیت جریان لري او د ځمکو د غصب د مخنیوي کمېسیون، ولایتي تخنیکي پلاوو او اړوندې اختصاصي محکمې د اسنادو، مدارکو او د اړوندو امارتي ادارو د معلوماتو له دقیقې بررسۍ وروسته، د امارتي  غصب شوو ځمکو په هکله پرېکړې کوي.