ژبه

کابل کې د څښاک اوبو کیفیت؛ د خلکو له اندېښنو تر روغتیايي څارنې

ویدا قلندري

۴ تله ۱۴۰۵ - ۱۵:۳۵

Views: ۱۱

کابل (پژواک، ۴ تله ۱۴۰۵): روغتیايي مسوولین وايي چې په کابل کې د اوبو دوه تولیدي شرکتونه د ځینو اړینو معیارونو نه رعایتولو له امله تړل شوي؛ په همدې حال کې کارپوهان وايي، د اوبو پاکوالی یوازې دا نه تضمینوي چې معدني یا بوتلي دي، د اوبو کیفیت باید د لابراتواري ازموینې او له روغتیايي معیارونو سره د مطابقت له مخې وارزول شي.

د کابل یو شمېر اوسېدونکي هم د ځینو بسته‌بندي شوو اوبو او هغو اوبو د کیفیت په اړه اندېښنه څرګندوي چې په زرنجونو کې پلورل کېږي؛ خو د مصرفوونکو تجربې او ادعاوې په یوازې ځان د اوبو ککړتیا یا د ناروغۍ لامل نه شي ثابتولای او د داسې مواردو د تایید لپاره تخصصي ازموینو ته اړتیا ده.

په هېواد کې د اوبو د تصفیې ۷۰ لوی شرکتونه فعالیت کوي

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند قاري محمداصف الیاس وايي چې اوس‌مهال په ټول هېواد کې د اوبو د تصفیې ۷۰ لوی شرکتونه فعالیت کوي.

د هغه په خبره، د هغو کوچنیو کارخونو شمېر چې اوبه تصفیه کوي او بیا یې په ټانکرونو یا زرنجونو کې پلوري، له دوی سره نشته.

یوه مسوول چې نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې واخیستل شي، هم وویل چې ډېری دغه کوچنۍ کارخونې له ثبت او راجستر پرته فعالیت کوي.

د بسته‌بندي شوو اوبو د کیفیت په اړه د مصرفوونکو اندېښنې

د کابل یو شمېر اوسېدونکي د ځینو بسته‌بندي شوو اوبو او هغو اوبو د کیفیت په اړه اندېښنه څرګندوي چې زرنجونه یې پلوري؛ خو دغه ادعاوې په یوازې ځان د اوبو ککړتیا یا د ناروغۍ لامل نه شي ثابتولای او د تایید لپاره یې تخصصي ازموینو ته اړتیا ده.

د کابل اوسېدونکې بهشته احمدي وايي چې د ځینو بسته‌بندي شوو اوبو د کیفیت توپیر یې د کارولو پر مهال احساس کړی دی.

د هغې په خبره، کله چې چای له مناسبو اوبو دم شي، رنګ او خوند یې طبیعي پاتې کېږي؛ خو په بازار کې ځینې موجودې اوبه دغه کیفیت نه لري.

د کابل یوه بله اوسېدونکې ساره وايي، له کوم شرکت څخه چې د دوی کورنۍ اوبه پېري، په لومړیو کې یې کیفیت مناسب و؛ خو په باور یې، د پلور له زیاتېدو سره یې اوس کیفیت خراب شوی دی.

هغې ادعا وکړه چې په ځینو مواردو کې یې د اوبو په بوتل کې حشرې او پاڼې لیدلې او د چای جوړولو پر مهال یې هم د اوبو د رنګ او کیفیت بدلون ته پام شوی دی.

د کابل ښار د قلعه زمان خان سیمې اوسېدونکې زرفشان وايي چې د هغو تصفیه شوو اوبو د کیفیت په اړه شک لري چې زرنجونه یې پلوري.

هغې وویل: «یوه ورځ مې د ښاري موټرو له یوه چلوونکي سره ‌خبرې کولې، ویل یې چې د تره زوی یې په زرنج کې تصفیه شوې اوبه پلوري. هغه پوښتنه چې تل راسره وه، دا وه چې ایا د زرنجونو اوبه تصفیه شوې اوبه دي؟ ایا د تره زوی دې د اوبو د تصفیې ماشین لري؟ لومړی یې وخندل او بیا یې وویل: نه، ماشین خو نه لري، خو یوه ګولۍ په اوبو کې اچوي؛ ومې پوښتل، څه ډول ګولۍ؟ ویې ویل: زه بې‌سواده یم، په دې نورو یې نه پوهېږم.»

دغه‌راز، د کابل یوه بله اوسېدونکې مرسل وايي چې له بهره پېرلو اوبو یې د کورنۍ غړو ته د معدې درد او زړه بدوالی پیدا کړی دی.

هغې ادعا وکړه چې له پوښتنو وروسته ورته ویل شوي وو چې د اوبو د خوند بدلولو لپاره له یوې مادې کار اخیستل شوی؛ خو دا روښانه نه ده چې رښتیا هم د کورنۍ د غړو ناروغي یې د همدغو اوبو د څښلو له امله وه.

کارپوهان: د اوبو معدني‌والی د روغتیا معیار نه دی

د افغانستان د علومو اکاډمي علمي غړی رفیع‌الله نصرتي وايي، طبیعي اوبه د خاورې او ډبرو له منځه د تېرېدو پر مهال مالګه او منرالونه، لکه کلسیم او مګنیزیم، په ځان کې حل کوي او اندازه یې د اوبو له سرچینې او د سیمې له ځمک‌پوهنیزو شرایطو سره تړاو لري.

د هغه په خبره، د اوبو معدني‌والی په یوازې ځان د دې معنا نه لري چې اوبه به ډېرې روغتیايي وي او اصلي معیار د څښاک اوبو له کیفیتي معیارونو سره د اوبو مطابقت دی.

هغه زیاته کړه چې د ځینو موادو لکه سوډیم، فلورایډ، نایټرېټ او درنو فلزاتو زیاتوالی روغتیا ته زیان رسولای شي او د اوبو کیفیت باید د میکروبي ککړتیا، pH، روڼوالي، مالګینوالي، نایټرېټ، فلورایډ او نورو کیمیاوي موادو له پلوه وکتل شي.

نصرتي وویل چې هره بسته‌بندي شوې اوبه لازماً طبیعي معدني اوبه نه دي او ځینې بوتلي اوبه عادي د څښاک اوبه دي چې د فلټر، ماورای بنفش وړانګو یا د معکوس اسموز سیسټم (RO) په څېر له لارو تصفیه کېږي.

د هغه په خبره، ډېره تصفیه تل د روغتیا له پلوه د غوره اوبو په معنا نه ده؛ ځکه ځینې لارې د ککړوونکو موادو ترڅنګ، د کلسیم او مګنیزیم په څېر د ځینو ګټورو منرالونو اندازه هم کموي.

هغه ټینګار وکړ چې د تصفیې له وسایلو څخه د ګټې اخیستنې پر مهال د مناسبې دستګاه انتخاب، پر وخت د فلټر بدلول او منظم پاکول مهم دي؛ ځکه ککړه دستګاه او فلټر خپله د میکروبونو ځاله ګرځېدای شي.

نصرتي همداراز وویل چې د اوبو جوشول د ډېرو بکتریاوو او ویروسونو خطر کمولای شي؛ خو کیمیاوي ککړوونکي لکه ارسنیک، نایټرېټ او درانه فلزات له منځه نه وړي.

هغه ټینګار وکړ چې خلک یوازې د اوبو د رنګ، روڼوالي یا خوند له مخې د هغو د پاکوالي په اړه قضاوت نه شي کولای او که امکان ولري، د اوبو سرچینې باید په دوره‌يي ډول وازمایل شي.

له بلې خوا، د داخله ناروغیو متخصص ډاکټر سیدفریدشاه رفیعي هم وايي چې ځیني زیان‌رسوونکي میکروبونه او کیمیاوي مواد په سترګو، بوی یا خوند نه شي تشخیصېدای.

د هغه په خبره، ککړې اوبه د نس‌ناستې، کانګو او د کولرا، ډیزانټري، محرقې تبې او A او E هېپاتیت په څېر ناروغیو لامل کېدای شي او کیمیاوي ککړتیاوې لکه ارسنیک، سرب او نایټرېټ هم په اوږدمهال کې روغتیا ته خطرناک دي.

رفیعي وویل، د RO سیسټم په وسیله تصفیه شوې اوبه، که له مناسبې دستګاه او د ساتنې له اصولو سره سمې وکارول شي، د استفادې وړ دي او د بدن اړین منرالونه هم تر ډېره له خوړو څخه ترلاسه کېږي.

هغه له خلکو وغوښتل چې د بوتلي اوبو د اخیستو پر مهال د مهر او لاک، د تولید او پای نېټې، د تولیدوونکي د مشخصاتو او د ساتنې شرایطو ته پام وکړي او که شک ولري، اوبه د ازموینې لپاره اړوندو لابراتوارونو ته وسپاري.

د ساري ناروغیو یو متخصص ډاکټر فریدالله عمري هم وايي چې د څښاک اوبه باید له میکروبي ککړتیا څخه خوندي وي؛ ځکه ککړې اوبه د ساري ناروغیو لامل کېدای شي.

هغه د اوبو پر سمې ساتنې او د اوبو د ناپاکوالي په صورت کې د کلورین یا د جوشولو په څېر د تایید شوو لارو پر کارولو ټینګار وکړ.

د اوبو د یوه تولیدي شرکت مسوول

په کابل کې د اوبو د تولید د یوه شرکت مسوول چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، وايي چې د دغه شرکت د اوبو سرچینه کارخونې ته له انتقال وروسته د تصفیې، فلټر، ضدعفوني او کیفیت د کنټرول پړاوونه تېروي.

هغه وویل، د تولید په بهیر کې فزیکي، کیمیاوي او میکروبیولوژیکې ازموینې ترسره کېږي، څو د اوبو کیفیت وساتل شي.

هغه زیاته کړه: «د روغتیايي اصولو رعایت، د قانوني جوازونو لرل او منظمې ازموینې ترسره کول، هغه مهم اقدامات دي چې د اوبو د کیفیت ساتلو لپاره یې ترسره کوو.»

د اوبو د تصفیې دوه لوی شرکتونه تړل شوي

د خوړو او درملو معینیت د نظارت او تفتیش ریاست د اوبو، حفظ‌الصحې او د پاکوالي د تبلیغاتو امریت مسوول محمدعلي اکبري پژواک ته وویل چې دغه امریت د خپل کاري پلان له مخې هره ورځ د څښاک اوبو د تولید او عرضې له شرکتونو څارنه او تفتیش کوي.

هغه زیاته کړه چې د اوبو د کیفیت په اړه د ډاډ لپاره د څښاک اوبو له عرضه‌کوونکو شرکتونو نمونې اخیستل کېږي او دغه نمونې د عامې روغتیا وزارت د اوبو لابراتوار له لارې ارزول کېږي.

د هغه په خبره، تر څارنې لاندې شرکتونو ته روغتیايي سپارښتنې کېږي؛ خو په دې وروستیو کې دوه شرکتونه د دغه ریاست د کړنلارې او لارښودونو خلاف د فعالیت له امله، تر عیارېدو او د نیمګړتیاوو لرې کولو پورې تړل شوي دي.

نوموړي په دې اړه د ډېرو معلوماتو له وړاندې کولو ډډه وکړه.

اکبري د اوبو له تصفیوي شرکتونو وغوښتل چې د اوبو کیفیت له روغتیايي معیارونو سره سم عیار کړي او ویې ویل چې د هغه د سپارښتنې له مخې، د «TDS» منرالونو اندازه غوره ده چې له ۱۰۰ تر ۲۰۰ پورې وي.

هغه د تصفیه شوو اوبو د کیفیت په اړه وویل چې ځیني شرکتونه د خلکو د غوښتنې له امله په اوبو کې د منرالونو او موجودو املاحو، لکه کلسیم، پوتاشیم، مګنیزیم او بای‌کاربونېټ، اندازه تر اړتیا ډېره کموي.

هغه زیاته کړه چې د املاحو تر اړتیا ډېر کمول د اوبو ترکیب بدلولای شي او ټینګار یې وکړ چې اوبه باید یوازې د روڼوالي او خوند له مخې ونه ارزول شي.

زرنجونو کې د پلورل کېدونکو اوبو له ۳۲ شرکتونو څارنه؛ د ځینو سرچینو د ککړتیا احتمال

محمدعلي اکبري وویل: «د کابل په بازارونو کې هم تصفیه شوې اوبه او هم غیرتصفیه شوې اوبه عرضه کېږي او هغه اوبه چې له څاګانو را ایستل کېږي او له تصفیې پرته د ټانکرونو یا زرنجونو له لارې پلورل کېږي، که سرچینه ککړه وي، ښايي روغتیايي خطر ولري.»

د هغه په خبره، کابل ښار کې د څښاک اوبه په لویو ټانکرونو کې چې پنځه زره لېتره یا تر دې ډېر ظرفیت لري، زرنجونو، ۱۹ لېتره او کوچنیو بوتلونو کې پلورل کېږي.

هغه زیاته کړه چې دغه امریت، د څښاک اوبو د بېلابېلو برخو د څارنې ترڅنګ، تر اوسه د ۳۲ هغو شرکتونو څارنه هم کړې چې د اوبه یې په زرنجونو کې پلوري او د دغو شرکتونو د اوبو نمونې د کیفیت د ارزونې لپاره لابراتوار ته استول شوې دي.

نوموړي وویل چې د اوبو تولیدوونکي شرکتونه او د زرنج اوبو عرضه‌کوونکي مکلف دي، څو د اوبو د کیفیت په اړه د ډاډ لپاره هرې درې میاشتې وروسته د اوبو نمونې د معاینې لپاره اړوندې ادارې ته وسپاري.

د هغه په خبره، دغه شرکتونه همداراز مکلف دي چې خلکو ته د غوره خدمتونو وړاندې کولو لپاره خپلې د اوبو زېرمې هره میاشت یو ځل ومینځي او پاکې یې کړي.

اکبري په کابل ښار کې د فاضلاب اساسي سیسټم نشتوالي ته په اشاره وویل چې د غیرپلاني سیمو ډېری اوسېدونکي د فاضله اوبو د له منځه وړو لپاره له جذبي او غیرمعیاري څا‌ګانو کار اخلي چې دا چاره د ځمکې لاندې اوبو د سرچینو د ککړېدو احتمال زیاتوي.

هغه زیاته کړه چې په ډېرو مواردو کې د لویو ټانکرونو اوبه په مستقیم ډول او له تصفیې پرته د ځمکې لاندې اوبو له سرچینو څخه ډکېږي او که د زرنج اوبو د شرکتونو د فلټر سیسټمونه په سمه توګه کار ونه کړي، د دغو شرکتونو د اوبو د ککړېدو احتمال هم شته.

نوموړي د کابل ښار په دیارلسمه ناحیه کې د نس‌ناستې ناروغۍ خپرېدو ته په اشاره وویل چې په وليعصر ښارګوټي، قلعه‌نو او دشت برچي کې د نس‌ناستې ناروغیو له خپرېدو وروسته، مسلکي ټیمونه دغو سیمو ته استول شوي او د اوبو له بېلابېلو سرچینو یې نمونې اخیستې دي.

د هغه په خبره، د ازموینو پایلې لا نه دي چمتو شوې؛ خو د اوبو د پاکولو لپاره د کلورین ګولۍ هم د سیمې اوسېدونکو ته وېشل شوې دي.

هغه په کابل کې د ځینو اوسېدونکو د دغه باور په اړه چې ګواکې د ټانکرونو د اوبو د تصفیې لپاره ځانګړې ګولۍ کارول کېږي، وویل چې د څارنې ټیمونو تر اوسه له داسې کومې پېښې سره نه دي مخ شوي.