ژبه

مرضیه؛ هغه ښځه چې د غور د ښځو لاسي صنایع له کورونو بازار ته راوړي

نسرین سیدی

۲۵ وږی ۱۴۰۵ - ۱۱:۵۲

Views: ۸

فیروزکوه (پژواک، ۲۶ وږی ۱۴۰۵): د فیروزکوه ښار د بازار په یوه څنډه کې یو کوچنی دوکان چې د غور د ښځو له رنګارنګ لاسي صنایعو ډک دی، د هغې ښځې د هڅو کیسه بیانوي چې غواړي د دغه ولایت د ښځو هنرونه او مهارتونه یوازې په کورونو کې پاتې نه شي، بلکې بازار ته لار ومومي او د کورنیو لپاره د عاید زمینه برابره کړي.

مرضیې میرزاد محمدي څلور میاشتې مخکې د ۱۲۰ زره افغانیو په پانګونې سره د فیروزکوه ښار په بازار کې دغه دوکان پرانیستی دی. نوموړې وايي، په خپل دوکان کې د پلور لپاره د نورو توکو ترڅنګ خپل جوړ کړي محصولات هم پلوري.

هغه وايي، نیمڅي، خارجین، خامکي یخنونه، شلتار، د ښځو جامې، د نارینه‌وو وړین واسکټونه او د ښځو او نارینه‌وو د اړتیا وړ یو شمېر نور توکي جوړوي.

د محدودیتونو لرې کولو هڅه

د مرضیې لپاره د دغه دوکان پرانیستل اسانه نه و؛ هغه د اقتصادي فعالیتونو په جریان کې له بېلابېلو ټولنیزو ستونزو او محدودیتونو سره مخ شوې، خو هڅه یې کړې چې دغه خنډونه یې خپلو موخو ته له رسېدو راونه ګرځوي.

مرضیې له پژواک سره په ځانګړې مرکه کې وویل چې تر اوسه د هيڅ ادارې یا موسسې له خوا ورسره مرسته نه ده شوې او هڅه کوي خپل یاد کاروبار ته دوام ورکړي.

هغې زیاته کړه: «بازار ډېر ښه نه دی؛ ځینې ورځې هيڅ خرڅلاو نه لرم او ځینې ورځې مې بیا خرڅلاو ښه وي.»

سره له دې ستونزو، مرضیه باور لري چې که ښځو ته د خپلو وړتیاوو او مهارتونو ښودلو فرصت ورکړل شي، کولای شي د کورنۍ او ټولنې د اقتصاد په ښه‌والي کې مهم رول ولوبوي.

هغه وايي: «تر هغه چې ښځو ته د کار او خپلو وړتیاوو وړاندې کولو فرصت ورکړل شي، کولای شي د کورنۍ او ټولنې په اقتصاد کې لا ډېر رول ولوبوي.»

د ښځو د لاسي صنایعو لپاره بازار

مرضیه وايي، د غور ډېرې ښځې د اوبدلو، خامک‌ګنډلو، ګلدوزۍ او نورو لاسي صنایعو برخو کې مهارت لري؛ خو د مناسب بازار نشتوالي له امله یې محصولات لږ پلورل کېږي.

د هغې په خبره، د دغه دوکان پرانیستلو فکر هم له همدې اړتیا ورته پیدا شو، څو ښځې وکولای شي خپل لاسي جوړ کړي توکي هغې ته وسپاري، د پېرېدونکو ته یې وړاندې کړي او د پلور لپاره یې هڅې وشي.

هغې هیله څرګنده کړه چې د کورني تولیداتو د ملاتړ او د غور د ښځو د لاسي صنایعو معرفي کولو له زیاتېدو سره به د دغو محصولاتو د لا ډېر پلور زمینه برابره شي.

مرضیې له مسوولو ادارو، سوداګرو او خلکو وغوښتل چې د ښځو لاسي صنایعو ته لا ډېره پاملرنه وکړي او د کورنیو محصولاتو په پېرلو سره له هغو ښځو ملاتړ وکړي چې د دغو لاسي صنایعو د تولید او بازارموندنې لپاره هڅې کوي.

د ښځو اقتصادي فعالیتونه؛ له لاسي صنایعو تر انلاین پلوره

د غور د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونې مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې د سوداګریزو فعالیتونو پرمخ‌وړونکو ښځو وضعیت د تېرو کلونو په پرتله ښه شوی دی. د دوی په وینا، یو شمېر ښځې د لاسي صنایعو د تولید ترڅنګ د کار بازار بېلابېلو برخو ته داخلې شوې او خپل محصولات پلوري.

د غور د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونې مسوولې اورانوس عارفي وايي، مرضیه میرزاد محمدي له هغو ښځو ده چې د خپلو او نورو ښځو د لاسي صنایعو د پلور لپاره یې په فیروزکوه ښار کې پلورنځی جوړ کړی دی.

هغې زیاته کړه: «په وروستیو کلونو کې د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونې په جوړېدو او د صنعت او سوداګرۍ ریاست په همکارۍ، په بېلابېلو مسلکونو کې د ښځو د ملاتړ زمینه برابره شوې ده. خو د پانګې د کمښت، د ښځو لپاره د ځانګړي بازار نشتوالي او د ملاتړ د محدودو فرصتونو له امله لا هم د هغو ښځو شمېر کم دی چې لوی کاروبارونه لري.»

د عارفي په خبره، ډېری ښځې په خیاطۍ، غالۍ او ټغر اوبدلو او لاسي صنایعو کې فعالیت کوي.

هغې وویل، یو شمېر نورې ښځې د شیرینیو، اچارو او رب په څېر د خوراکي توکو په تولید، د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو په پلور او انلاین سوداګرۍ کې هم بوختې دي او له دې لارې د خپلو کورنیو د لګښتونو په برابرولو کې ونډه اخلي.

نوموړې ټینګار کوي چې په غور کې د ښځو د اقتصادي فعالیتونو د پراختیا لپاره د روزنیزو فرصتونو برابرول، د مالي ملاتړ زیاتول او د هغوی د محصولاتو د پلور لپاره د ځانګړو بازارونو رامنځته کول د سوداګریزو فعالیتونو پرمخ‌وړونکو ښځو له اساسي اړتیاوو څخه دي.

د غور د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونې مسوولین وايي، اوس مهال په دغه ولایت کې له ۳۰۰ ډېرې ښځې د لاسي صنایعو د تولید برخه کې فعالیت کوي چې له دې ډلې ۲۵ ښځو له یادې خونې د فعالیت رسمي جوازونه ترلاسه کړي دي.

د مرضیې کوچنی دوکان ښايي د لویو بازارونو په مقایسه محدوده فضا ولري؛ خو د هغې لپاره د یوې سترې هڅې نښه ده؛ داسې هڅه چې غواړي د غور د ښځو هنرونه یوازې په کورونو کې پاتې نه شي، بلکې بازار او د خلکو ترمنځ خپل ځای پیدا کړي او په راتلونکي کې د دغه ولایت له پولو بهر بازارونو ته هم لار ومومي.