مرضیه؛ هغه ښځه چې د غور د ښځو لاسي صنایع له کورونو بازار ته راوړي
د فیروزکوه ښار د بازار په یوه څنډه کې یو کوچنی دوکان چې د غور د ښځو له رنګارنګ لاسي صنایعو ډک دی، د هغې ښځې د هڅو کیسه بیانوي چې غواړي د دغه ولایت د ښځو هنرونه او مهارتونه یوازې په کورونو کې پاتې نه شي، بلکې بازار ته لار ومومي او د کورنیو لپاره د عاید زمینه برابره کړي.



