Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
په خوست ولایت کې يو شمېر ځوانانو سلګونو ماشومانو، ځوانانو او د پاخه عمر کسانو ته د وړيا زدهکړو زمينه برابره کړې ده.
په تخار کې یو شمېر فرهنګیان او کتابپلورونکي د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو تړلي پاتې کېدل له مطالعې سره د ځوانانو د لېوالتیا کمېدو لامل بولي؛ خو مسوولین وايي چې ځوانان د مطالعې پر ځای تر ډېره په ټولنیزو شبکو کې بوخت دي.
په هېواد کې له وروستیو بدلونونو وروسته، هرات کې د واټونو پر غاړو پلورونکي چې ډېری یې ځوانان دي، ډېر شوي دي.
د ننګرهار ولايت د کار او ټولنيزو چارو رياست وايي، د پرمختګ او هوساېنې لپاره د مرستې لاس موسسې (HHRD) په مالي لګښت ۶۱۶ بېروزګاره ځوانانو ته حرفوي زدهکړې ورکړل شوې.
په ننګرهار کې يوه ډله رضاکار ځوانانو د مطالعې فرهنګ دودولو او په ښوونځيو کې د درسي کتابونو د کمښت ستونزې د حل په موخه، کور په کور د کتابونو راټولولو کمپاين پيل کړی دی.
په بدخشان کې مسوولین وایي، په دغه ولایت کې له کتابلوستنې سره د ځوانانو لېوالتیا ډېره شوې او هره ورځ لسګونه ځوانان عامه کتابتون ته ورځي او له شته کتابونو یې استفاده کوي.
که څه هم د قیلون په ګډون د دخانیاتو کارول د انسان روغتیا ته زیان رسوي خو په دې وروستیو کې په بادغیس کې ډېرو ځوانانو دغه کار ته مخه کړې ده.
د کونړ د مرکز اسعد اباد اړوند مکلي سيمې يو شمېر ځوانانو له شپږو مياشتو راهيسې د کتاب لوستنې فرهنګ دودېدو لپاره کلي په کلي کمپاين پيل کړی دی.
د اروزګان په مرکز ترینکوټ کې ځوانانو ته د وړیا زده کړو زمینه برابره شوې چې تر دې مهاله ورته د مرکز او ولسوالیو سلګونو زده کوونکو نوم لیکنه کړې ده.
. . .
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن