کابل (پژواک) – د امریکا ډیموکراټ ګوند په منځمهاله ټاکنو کې د جمهوريغوښتونکو د ۴۰ څوکیو پر وړاندې د لږ تر لږه ۵۱ څوکیو په ګټلو سره د سنا جرګې اکثریت ترلاسه کړ او جمهوريغوښتونکو په دې جرګه کې خپل اکثریت له لاسه ورکړ.
سيبياېس خبري شبکې نن (چهارشنبه) راپور ورکړی چې دغه پایله کولای شي په واشنګټن کې د واک انډول بدل کړي او د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سیاسي پروګرامونو د پلي کولو او دولتي چارواکو د ټاکلو وړتیا له محدودیتونو سره مخ کړي.
د راپور له مخې، ډیموکراټانو په دغو ټاکنو کې په یو شمېر هغو ایالتونو کې بریا خپله کړې چې په دودیز ډول د جمهوريغوښتونکو د ملاتړ مرکزونه بلل کېږي. په دغو بریالیو نوماندانو کې په ایووا کې جاش تورک، په کانزاس کې اډم همیلټن، په ټکساس کې جېمز تالاریکو، په سویلي کارولینا کې اني انډریوز، په اوهایو کې شېراد براون او په شمالي کارولینا کې روی کوپر شامل دي چې د سنا جرګې ته یې لار موندلې ده.
بلخوا، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د رایې ورکولو د مرکزونو له تړل کېدو مخکې له سيبياېس سره په ټیلیفوني خبرو کې ویلي وو چې که ډیموکراټان د کانګرېس اکثریت ترلاسه کړي، نو دی به د هغوی د طرحو د تصویب د مخنیوي لپاره د خپل ویټو له حق څخه کار واخلي.
هغه د ولسمشر د ویټو صلاحیت ته په اشارې ویلي چې دغه واک کولای شي ډیموکراټان له څه مودې وروسته له جمهوريغوښتونکو سره خبرو اترو او هوکړې ته اړ کړي.
ټرمپ دغه راز ټینګار کړی چې د کانګرېس راتلونکي جوړښت ته له پام پرته به د خپلې ولسمشرۍ دورې په پاتې دوو کلونو کې د خپلو پروګرامونو د پلي کولو لپاره هڅې وکړي.
اسوشیټېډ پرېس خبري اژانس هم راپور ورکړی چې ټرمپ د ټاکنو د پایلو له اعلان وروسته د جمهوريغوښتونکو ماتې خپله شخصي ماتې نه ده بللې او د ټاکنو د پایلو له عواملو یې د دغه ګوند د نوماندانو کړنې یادې کړې دي.
د سنا جرګې په ټاکنو کې د ډیموکراټانو بریا داسې مهال اعلان شوې چې د استازو جرګې د واک ترلاسه کولو لپاره سیالي هم روانه ده او دغه ګوند په یو شمېر ټاکنیزو حوزو کې له جمهوريغوښتونکو څوکۍ ګټلې دي.
د امریکا سنا جرګه ۱۰۰ غړي لري او هر ایالت دغې جرګې ته دوه سناتوران استوي.
د سنا جرګې د اکثریت ترلاسه کول یوه ګوند ته دا زمینه برابروي چې د ولسمشر له لوري د ډېرو نوماندو چارواکو د ارزونې او تایید او دغه راز د قانون جوړونې په بهیر کې پرېکنده رول ولوبوي.










