منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۱ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۱۴ غ.م
۹° — په ټولو ولایتونو کې هوا
ورېځ · ↑۲۰° ↓۸°
د هوا کیفیت: منځنی

اسوشیټېډ پرېس: د امریکا پر ۲۶ پوځي اډو د ایران بریدونو پراخ زیانونه اړولي دي

· ۳ دقیقې لوستل · تازه شوی

کابل (پژواک) – اسوشیټېد پرېس په یوه څېړنیز راپور کې ویلي چې ایران د توغندیو او ډرونونو پرمټ په منځني ختیځ کې د امریکا ۲۶ پوځي اډې په نښه کړې چې له امله یې د امریکا پوځي تاسیساتو او تجهیزاتو ته پراخ زیانونه اوښتي دي.

د راپور له مخې، د روان کال تر اګست میاشتې پورې د ایران او د دغه هېواد تر ملاتړ لاندې ډلو له لوري په منځني ختیځ کې د امریکا پر پوځي اډو د ۱۱۵ څخه د زیاتو توغندیزو او ډرون بریدونو له امله په یادو اډو کې ګڼې ودانۍ او پوځي تجهیزات زیانمن یا په بشپړ ډول ویجاړ شوي دي.

څېړنه ښيي چې ایران د جګړې په لومړیو کې د امریکا د هوايي دفاع او رادار سیسټمونه او د الوتکو هنګرونه په نښه کړي او وروسته یې بریدونه د وسلو پر زېرمتونونو، د سرتېرو د استوګنې پر ځایونو او نورو پوځي تاسیساتو پراخ کړي دي.

د اسوشیټېډ پرېس په وینا، ایران خپل ډېر بریدونه په کویټ کې کړي، خو په بحرین، عراق، اردن، عمان، قطر، سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو کې هم د امریکا پوځي اډې او تاسیسات په نښه شوي دي.

د راپور له مخې، په کویټ کې د علي السالم هوايي اډه لږ تر لږه ۳۰ ځله په نښه شوې چې په پایله کې یې لږ تر لږه د الوتکو ۱۵ هنګرونه، ګڼ زېرمتونونه او ۱۰ نورې ودانۍ زیانمنې یا ویجاړې شوې دي.

همدارنګه، د کویټ په بوهېرینګ پوځي کمپ کې د ایران په بریدونو کې د الوتکو ډېری هنګرونه له کاره لوېدلي او د سرتېرو د اوسېدو او راټولېدو ځینې ودانۍ هم زیانمنې شوې دي.

څېړنه زیاتوي چې په سعودي عربستان کې د شهزاده سلطان پر هوايي اډې د مارچ میاشتې په برید کې د امریکا د بوینګ ای-۳ سنټري څارونکې الوتکې شاتنۍ برخه زیانمنه شوې او دوې د سون‌توکو لېږدوونکې الوتکې هم زیانمنې شوې دي.

د راپور له مخې، په اردن کې د امریکا یو رادار ویجاړ شوی چې د دغه ډول رادارونو د یوې دستګاه بیه شاوخوا ۵۰۰ میلیون ډالره اټکل شوې ده. په قطر کې هم ورته یو رادار سخت زیانمن شوی، خو د بشپړ ویجاړېدو په اړه یې معلومات نشته.

اسوشیټېدپرېس ویلي چې دغه موندنې یې د څو شرکتونو د سپوږمکۍ انځورونو او د سیمې له هغو څلورو چارواکو سره د مرکو پر بنسټ ترلاسه کړې چې د بریدونو او اوښتو زیانونو په اړه معلومات لري.

په همدې حال کې، د امریکا د دفاع وزارت ویاند شان پارنل ویلي چې د دغه هېواد ځواکونه او پوځي اډې خوندي دي او د امریکا پوځ تر بل هر وخت پیاوړی دی.

د یادونې ده، د اسوشیټېډ پرېس د راپور له مخې، د جګړې د دوام او د نویو بریدونو د احتمال له امله اندېښنې شته چې د امریکا پوځي اډې ښايي له نورو زیانونو سره هم مخ شي.