ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د زده کړو ناسم سیستم د لوستو ځوانانو د اساسي ستونزې په توګه

author avatar
11 May 2021 - 13:30
author avatar
11 May 2021 - 13:30

د شمس الدین شمس ليکنه

تېرو څلورو لسیزو ناخوالو زموږ د هېواد زېربینا له منځه یووړه، په مادي او معنوي لحاظ یې هېواد ته بې شمېره زیانونه ورسول، ګڼ شمېر هېوادوالو خپل ژوند په کې له لاسه ورکړ،هېڅ کورنۍ په هېواد کې پاتې نه شوه چې د دې یاغي اور لمبې یې تر درشله نه وي رسېدلې، له هېواد څخه زیات شمېر وګړي مهاجر شول چې اکثریت یې اوس هم له هېواده بهر ژوند کوي، مهاجرت د هېواد ستونزه نوره هم ژوره او پېچلې کړه، ځکه د کار وړ او کار پوه ځوان ځواک هېواد پرېښود، په کور دننه زیاتره ځوانانو زده کړو ته لاسرسی نه درلود او بې سواده پاتې شول، د نورو سکتورنو تر څنګ په هېواد کې تعلمي او تحصلي سکتور سخته ضربه ولیده، په کيفي لحاظ تر ټولو ټېټې کچې ته ورسېد، دا ښکاره خبره ده چې زموږ د راتلوونکي ژوند ډول او کیفیت زموږ د اوس مهال د زده کړو او روزنې په ډول او کیفیت پورې اړه لري، دا ناشونې ده چې زموږ د زده کړو او روزنې کیفیت دې ټیټ وي، خو موږ دې د راتلونکي غوره ژوند هېله ولرو. د زده کړو د کیفیت ټیټوالی په هېواد کې د کاري ځواک د کیفیت د ټیټوالي لامل کيږي، د کاري ځواک د کیفیت ټیټوالی په عامه اداره کې د خدماتو د کیفیت د ټیټوالي سبب کیږي، کله چې دولت سم خدمات عرضه نه شي کړای د دولت او ولس تر منځ د واټن  رامنځ ته کېدو او پرمختګ پر وړاندې د خنډ لامل کیږي، نو په دې اساس ویلی شو چې د تعلمي او تحصلي سکټور د خدماتو کیفیت خورا مهم دی!

که څه هم په تېرو شلو کلونو کې ځوانانو او ځوان نسل ته خورا زیات او د ارزښت وړکار شوی دی، د زده کړو فرصتونه ورته برابر شوي، ښوونځي او پوهنتونونه فعال شول حتي خصوصي ښوونځي او پوهنتونونه رامنځ ته شول، تر ډېره حده زده کړو ته لاسرسی اسان شو، زیات شمېر ځوانانو زده کړې آن د ماسټري او دوکتورا تر کچې وکړې او مهمې دندې او مهم مسولیتونه ورته سپارل شوي، خو بیا هم نن ورځ لوستي ځوانان له بېکارۍ،ناامنۍ او په حکومت کې له موجوده فساد څخه سخت اغېزمن او کړیږي، ډېری ځوانان د ناامنۍ او بېکارۍ له امله د هېواد پرېښودو ته اړشوي، زیات شمېر ځوانان په حکومت کې د فساد او د کار ګومارنې موجوده دود (روابط پر ضوابطو حاکموالي) څخه کړيږي او هره ورځ په رسنیو په ځانګړې توګه په ټولنیزو رسنیو کې د خپل زړه بړاس باسي او په هکله یې لیکل کوي. بېکارې، فقر، غربت او ناامني په هېواد کې د لوستو ځوانانو لپاره عمده ستونزې ښودل شوې. خو فکر کوم تر ټولو لویه ستونزه چې د لوستو ځوانانو حال او راتلونکی بلکې د ټول هېواد راتلونکی ګواښي د زده کړو ناسم سیستم او د کیفیت ټیټوالی دی. زما د ليکنې موخه زموږ په شته ښوونیز او تحصلي سیستم کې ستونزو سپړل او حللارې ورته وړاندیز کول دي چې  په لاندې توګه دي:

ستونزې:

لومړی: موږ د لېسې په دوره کې په هر ټولګي کې شاوخوا اتلس بېلابېل مضمونونه لولو چې تقربیآ هر مضون د یو مستقل علم /د علم د یوڅانګې نمایندګي کوي د بېلګې په توګه کیمیا، تاریخ،حساب، تفسیر شریف… چې هر یویې د یوې مستقلې څانګې نمایندګي کوي، خو کله چې زده کوونکي له لېسې څخه فارغیږي، نو یواځې په مورنۍ ژبې لیکل او تر یوه حده ساده حساب کولای شي، حتی ځیني خو د دې جوګه هم نه وي چې په مورنۍ ژبه دې یو غوښتنلیک ولیکلی شي، نو هغه کسان چې له لېسې څخه وروسته د لوړو زده کړو تصمیم نه لري او غواړي چې د کورنۍ لپاره کار وکړي، د دندو په بازار کې د یو لوستي په توګه هغه مهارتونه چې نوموړي د زده کړو په پایله کې تر لاسه کړي دنده نه شي پرې ترلاسه کولی(د یو لوستي په توګه دنده نه شي تر لاسه کولی!) ځکه هغه حد اقل مهارتونه چې د دندو په بازار کې د یوې دندې لپاره لازمي دي زموږ د لېسې فارغین يې نه لري. د بېلګې په توګه د لېسې یو فارغ چې د کیميا یا ریاضي په مضون کې ډېر تکړه او ماهیر وي او وغواړي په اړوندو څانګو کې په دولتي یا خصوصي سکتور کې دنده واخلي نه یې شي اخیستلی، ځکه نوموړي له خپلو زده کړو څخه په عمل کې ګټه نه شي اخیستلی، د لېسي په دوره کې زده کوونکو ته تر ډېره زده کړې نظري ورکول کيږي او په عملي اړخ یې کار نه کیږي د بېلګې په توګه د ریاضي یو فارمول ورته کاروي او زده کوونکي یې هم هماغسې زده کوي، خو په عمل او ورځني ژوند کې د استعمال په هکله څه نه ويل کيږي بنآ زموږ د زده کړو شته سیستم او نصاب په ورځني ژوند کې تر ډېره کار نه ورکوي.

دویم: کله چې زده کوونکي له ښوونځي څخه د لوړو زده کړو په تکل په کانکور ازموینه کې ګډون کوي زیاتره یې نه پوهیږي چې د کوم پوهنځي لپاره ازموینه ورکړي، دا په دې معنی چې اکثریت زده کوونکي د لوړو زده کړو لپاره روښانه پلان نه لري په اټکل ازموینه ورکوي او په آټکل پوهنځي ټاکي. دا ځکه چې ښوونکو د دوی د راتلونکي مسلکي ژوند په هکله پوره معلومات نه دي ورته انتقال کړي، دا هم روښانه ده چې اکثریت ښوونکي د زده کوونکو د راتلونکي مسلکي ژوند د پلانولو یا لارښوونې په اړه کافي پوهه/مهارت نه لري، بل د یادولومهم ټکی دا دی چې د لېسې په دوره کې زده کوونکي، ښوونکي او په ټوله کې علمي هسته داسې ناستې او غونډې نه لري چې په هغه کې په بېلابېلوعلمي مسایلو، د ژوند په نظم،د وخت مدیریت، شخصي پرمختګ او په راتلونکي کې د شخص د علمي پرمختګ په لارو چارو بحث وشي(په ځانګړې توګه د هېواد په لرو پرتو سيمو کې!) چې دا زموږ د زده کړو سیستم د ستونزو تر ټولو لويه برخه جوړي.

کله چې زده کوونکي د شوق او علاقې له مخي نه، بلکې په اټکل د لوړو زده کړو سیستم ته داخل شي پایله به يې څه وي؟ د هر کار انجام د هغه له پيل څخه معلومیږي، نو پایله یې څنګه چې لازمه ده هماغسې به نه وي، کېدای شي یو شمېر زده کوونکي یې و نه شي لوستلی او په نیمه لار کې لوړې زده کړې پرېږدي. هغوی چې زده کړې پای ته رسوي زده کړې به یې ډېرې اغېزناکې نه وي.

درېیم: د لوړو زده کړو د کیفیت ستونزه: که په پوهنتونونو کې د زده کړو کيفیت ته وکتل شي سړی فکر کوي چې ځیني پوهنځي د څو کلونو لپاره د محصلینو د بوخت ساتلو او وخت ضایع کولو لپاره رامنځ ته شوي، لکه په ولایتونو کې د کمپیوټر ساینس پوهنځی، ما خپله د یاد پوهنځي محصلین په بېلابېلو ولایتونو کې لیدلي چې د کمپیوټر ساینس پوهنځي د څلورم ټولګي محصلین چې یواځې څو میاشتې وروسته به فارغیږي په خصوصي کورسونو کې د ایم ایس افیس   (MS Office)  پروګرام زده کړې کوي هغه هم د دې لپاره چې د یاد پروګرام له ځینو اپلیکیشنونو څخه د ورځنۍ اړتیا استعمال زده کړي. همدارنګه د انګلیسی ادبیاتو د څلورم ټولګي محصلین په کورسونو کې د محاورې ټولګي تعقیبوي کنه لازمه خو دا ده چې دوی په انګلیسي ادب کې څېړنې کولای، یاد دوه پوهنځي د بېلګې په توګه یاد شوي، زموږ زیاتره پوهنځي همداستونزه لري، انجنیري، طبابت …کې د یوې حتی د دوو پیړیو مخکینی نصاب تدریس کیږي چې اکثریت یې د دندو د اوسني بازار اړتیاوو ته ځواب نه شي ویلی.

څلورم: اوسنی تحصلي سیستم انګیزه بښوونکی او مبتکیر نه ده: دا چې اوسمهال علومو خورا پرمختګ کړی او په هر علم او د علم په هره څانګه کې ډېرې څېړنې شوې او هره ورځ نوښتونه او نوي علمي نظرې رامنځ ته کیږي، نو امکان نه لري چې هر څه دې محصل د پوهنتون او رسمي زده کړو په جریان کې زده کړي، دې ټکي ته په پام سره د نړۍ هغه هېوادونه چې غوره تحصلي سیستمونه لري زده کوونکي په خپل مسلک کې څېړنو او تحقیقاتو ته هڅوي، زده کوونکو ته په خپل مسلک کې د پرمختګ کولو او ابتکار هنر ور زده کوي، خو زموږ په هېواد کې استادان په خپل لیکچر نوټ( چېپټر) پورې محدود دي(اکثره پوهنتونونو کې)، ډېرې کمې څېړنې کیږي، بلکې دمحصلینو په مونوګراف هم سمه کرکتنه نه کیږي، دا چې محصلین له څېړنې سره اشنایي نه لري نو مونوګراف هم په نورو ليکي /کاپي کوي یې . د محصلینو هدف هم فراغت دی! محصل له دې فکر سره فارغیږي چې باید رسمي دنده ولري، د زده کړو په هکله عام فکر هم همدا دی څوک چې زده کړې کوي باید رسمي ادارو کې دنده ولري ځکه په دې هکله هېڅ انګیزه نه ده ورکړل شوې چې پرته له رسمي دندې څنګه کولای شي شخصي کاروبار برابر کړي؟ څنګه پانګونه وکړي؟ او څنګه له خپلو مهارتونو څخه ګټه پورته کړي؟! بنآ محصلینو ته د پرمختګ انګیزه نه ورکول او د هغوی د ابتکار ځواک نه خوځول دا بله مهمه ستونزه ده چې زموږ تحصلی سیستم ورسره مخ دی.

حل لارې:

لومړی: پورته یادو ستونزو ته په کتو او په هېواد کې د دندو ټکنی بازار د ډېرو لوستو کسانو د بېکارۍ لامل شوی چې د ا په ټولنه ناوړه رواني منفي اغېزې لري، که په کلي کې یو څوک ۱۶ کاله زده کړې وکړي خو دنده ونه لري او یا دنده ونه شي کړای او د ژوند کچه یې ډېره ټيټه وي، نو نور کلیوال به څنګه په خپلو تنکيو ماشومانو زده کړې وکړي، څنګه به خپل ځوانان لوړو زده کړو ته وهڅوي؟ په هر صورت روښانه ده چې په راتلونکي کې خورا منفي اغېزې لري.

د دې لپاره چې یادو ستونزو ته مو حل لاره پیدا کړې وي، باید د زده کړو په سیستم او نصاب کې ژور مثبت بدلونونه له اړتیاوو سره سم راوستل شي، د دې کار لپاره موږ په هېواد کې د پوهنې وزارت، د لوړو زده کړو وزارت، د علومو اکاډمي او نور علمي څېړنيز بنسټونه لرو چې یو له بل سره په همکارۍ کولای شي دا دروند مسوولیت ترسره کړي.  د دې لپاره چې دا کار چټک او منظم پر مخ لاړ شي باید له یادو بنسټونو څخه یوه ته د نصاب او زده کړو د سیستم د بدلون دنده ورکړل شي چې نوموړی بنسټ به په کور دننه او له ورته نړیوالو بنسټونو سره په همکارۍ زموږ د اړتیا وړ سیستم رامنځ ته کړي، که څه هم دا کار په یو یا دوه کاله کې نه شي تر سره کېدای اوږد مهاله هڅو ته اړتیا لري، خو بیا هم پیل یې لازمي دی، اوسمهال په دې هکله مهم ګامونه پورته شوي او کار جریان لري، خو باید ډېره زیاته پاملرنه ورته وشي او د اصلاحاتو کار ډېر ګړندی شي.

دویم باید د ښوونځي د زده کړو په سیستم کې بدلون راوستل شي، ۵۰ ٪ دیني او ۵۰٪ ساینسي او ټولنیزې زده کړې په کي وشي ( د دیني زده کړو په اړتیا مې په تېره لیکنه : د افغانستان د سیاسي بې ثباتۍ لاملونو کې تفصلي بحث کړی). تر لومړني یا منځني ښوونځي دې عمومي ولوستل شي وروسته دې د ساینسي او ټولنیزو علومو په اساس د هر څانګې زده کوونکي بېل شي، او هرې څانګي ته دې په اړوندو ساینسي او ټولنیزو علومو ډېر تاکید وشي. د دې په پلي کولو سره به هغه زده کوونکي چې غواړي لوړې زده کړې وکړي په شعوري توګه به اړوندو پوهنځیو ته شاملیږي او د لوړو زده کړه ټاکنه به یې په شعوري او د علاقې په اساس وي نه په اټکل.

درېیم: د ښوونځي په دوره کې دې د زده کوونکو په شخصیت جوړولو، اخلاقي اوفکري ودې، شخصي او مسلکي پرمختګ باندې زیات کار وشي، هر زده کوونکي ته دې ورپه ګوته شي چې دوی په کومه برخه کې زیات استعداد لري که څه هم له پورته یاد سیستم پلي کولو سره دا ستونزه خپله حل کیږي، خو بیا هم د مسلکي پرمختګ په لارو چارو دې زیات کار ورسره وشي. دا روښانه ده چې ټول علوم د ښوونځي او پوهنتون په لوستلو سره نه زده کیږي، خو په دواړو دورو کې زده کوونکو ته د پرمختګ انګېزه او هنر ورښودل د دوی په راتلونکي خورا مهمې اغېزې لرلی شي.

څلورم: زده کوونکو ته دې د څېړنو زمینه برابره شي په ځانګړې توګه په پوهنتونونو کې دې د علمي څېړنو زمينه برابره شي چې هم د نورو له علمي څېړنو ګټه واخیستلی شي او هم خپله څېړنې وکړي، د محصلینو لپاره دې څېړنې لازمي شي او د څېړنو د خپرولو لپاره باید هر پوهنتون لږ تر لږه یو علمي ژورنال ولري په ډیجټل/هارډ بڼه چې زده کوونکي او استادان خپلې څېړنې په کې خپرې کړي. همدارنګه هر پوهنځی باید په اړوند برخه کې څېړنیز مرکز ولري چې د دولت او خصوصي سکټور لپاره د پیسو په بدل کې د اړتیا وړ علمي څېړنې وکړي، په دې سره به هم زده کوونکو ته د زده کړو په جریان کې د کار او تجربې د تر لاسه کولو زمینه برابره شي او هم د پوهنتونونو د مالي خودکفایۍ لپار مهم ګام دی، کله چې پوهنتون په کافي اندازه بودجه ولري په اسانۍ سره کولی شي چې خپلې چارې معیاري او په لوړ کیفیت سره ترسره کړي.

پنځم: که څه هم پورته يې یادونه وشوه خو د زیات اهمیت له امله یې یو ځل بیا یادونه کوم دا چې په ښوونځي او پوهنتون کې دې د زده کوونکو اخلاقي او مسلکي ودې ته زیات پام وشي، له هر زده کوونکي څخه دې بشپړ اخلاقي شخصیت جوړ کړي تر څو په لیدلو يې په ټولنه کې نور هم ور څخه اغېزمن شي او خپل اولادونه زده کړو ته وهڅوي. همدارنګه زده کوونکي دې مبتکر وروزل شي، د ابتکار ځواک دې را بیدار کړای شي، ابتکار کولو ته دې وهڅول شي او د لازیات پرمختک کولو انګېزه دې ورکړل شي.

شپږم: د ښوونځي او پوهنتون په جریان کې باید زده کوونکي، ښوونکي او علمي څېرې غونډې او علمي مجلسونه ولري او مسلکي او علمي پرمختګ په لارو چارو دې بحث وشي او ځوانانو ته دې په راتلونکي کې د پرمختګ انګېزه ورکړل شی.

د یادو ټکو په پلي کولو سره به د راتلونکي نسل د مسلکیتوب، بیکارۍ او په هېواد کې د مسلکي کارځواک د کیفیت ستونزه تر ډېره حده حل شي!!!

پایله:

اوسمهال لوستي ځوانان له ډېرو ستونزو کړيږي چې په هېواد کې د زده کړو ناسم سیستم او ټیټ کیفیت یې له اساسي هغو څخه دي.

ستونزې:

  • اوسمهال په لېسه کې ۱۸ مضمونونه تدریس کيږي، خو په هکله یې د فارغینو د پوهې کچه ټیټه، د دندو په بازار کې پرې دنده نه شي پیدا کولی
  • د لېسې زده کوونکو ته د راتلونکي مسلکی پرمختګ په هکله انګيزه او لازم معلومات نه ورکول کیږي، ځکه د کانکور په ازموینه کې زیاتره زده کوونکي په اټکل پوهنځي ټاکي
  • د لوړو زده کړو ټیټ کیفیت بله سونزه ده چې محصلین وسره لاس او ګریوان دي د ځینو پوهنځیو په هکله فکرکیږي چې د محصلینو د بوخت ساتلو او وخت ضایع کولو لپاره جوړي شوي، ځکه د څلورم ټولګي محصلین د اړوند پوهنځي اساسات په بازار کې په خصوصي کورسونو کې لولي!
  • اوسنی تحصلي سیستم محصلینو ته د پرمختګ په هکله انګیزه نه ورکوي
  • محصلین مبتکر نه روزل کیږي

حل لارې:

  • له لومړنۍ یا منځنۍ دورې وروسته دې ښوونځي د ساینس او ټولنیزو علومو په اساس په څانګو ووېشل شي او په هره څانګه کې دې په اړوندو ټولنیزو او ساینسي مضامینو تاکید وشي.
  • د لېسې بلکې په ټول ښونيز او تحصلي بهیر کې دې د زده کوونکو اخلاقي او مسلکي ودې ته پاملرنه وشي د پرمختګ انګیزه دې ورکړل شي او مبتکر دې وروزل شي
  • د دولت اړوند بنسټونه دې د زده کړو او لوړو زده کړو په نصاب کې ورځنۍ اړتیا ته په کتو سره ژور بدلون راولي او ټول نصاب دې له اړتیاوو سره سم تازه کړای شي
  • په پوهنتونونو کې دې څېړنې عامې شي او لازمې اسانتیاوې دې رامنځ ته شي
  • د پوهنتونونو مالي ځان بسیاینې ته دې ډېر پام وشي

د یادو ټکو په پلي کولو سره به د راتلونکي نسل د مسلکیتوب، بېکارۍ او په هېواد کې د مسلکي کارځواک د کیفیت ستونزه تر ډېره حده حل شي!!!

يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

Visits: 38

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.