ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار کې يوې ډلې ځوانانو د درسي کتابونو راټولولو کور په کور کمپاين پيل کړی

ننګرهار کې يوې ډلې ځوانانو د درسي کتابونو راټولولو کور په کور کمپاين پيل کړی

author avatar
15 Sep 2022 - 15:35
ننګرهار کې يوې ډلې ځوانانو د درسي کتابونو راټولولو کور په کور کمپاين پيل کړی
author avatar
15 Sep 2022 - 15:35

جلال‌اباد (پژواک، ٢۴ وږی ۱۴۰۱): په ننګرهار کې يوه ډله رضاکار ځوانانو د مطالعې فرهنګ دودولو او په ښوونځيو کې د درسي کتابونو د کمښت ستونزې د حل په موخه، کور په کور د کتابونو راټولولو کمپاين پيل کړی دی.

دوی خپلې دغې هڅې ته د «کتاب واخلئ او کتاب مطالعه کړئ» نوم ورکړی چې د کمپاين پر مهال تر اوسه یې ۴۷۲ ټوکه بېلابېل کتابونه راټول کړي دي.

عام خلک هم د یاد کمپاین ستاینه او ملاتړ کوي او دا چاره په ټولنه کې د مطالعې فرهنګ د پیاوړي کېدو په ګټه بولي.

د رضاکاره ځوانانو د دغې ډلې مشر عثمان همدرد پژواک ته وویل، له ياد کمپاین څخه يې موخه په ښوونځيو کې د کتابونو د کمښت ستونزې هوارول دي.

نوموړی وایي، په همدې تړاو یې څو ډلې ځوانان برابر کړي چې په ښار او ولسوالیو کې کور په کور، د کتابونو د راټولونې کمپاین ترسره کړي.

همدرد زیاتوي: «موږ نږدې دوه اوونۍ کېږي چې ننګرهار کې د (کتاب واخلئ او مطالعه وکړئ) د درسي کتابونو د راټولولو کمپاین پیل کړی او په دې موده کې مو ۴۷۲ درسي کتابونه راټول کړي او هدف مو دا دی چې ځوانان مطالعه وکړي او همدارنګه په ښوونځیو کې د کتابونو د کمښت ستونزه تر یوې اندازې حل شي.»

دی وايي، د کتابونو د راټولولو له کمپاین سره سره په پلان کې لري چې په پارکونو، د روغتونونو او بانکونو انتظار ځایونو کې ګرځنده کتابتونونه هم جوړ کړي.

هغه وويل: «په پلان کې لرو چې د کتابونو راټولولو دا لړۍ نورو ولایتونو او لرې پرتو ولسوالیو ته وغځوو او هېواد شموله يې کړو. »

عام خلک هم د کتاب لوستنې پر دودولو ټینګار کوي.

د جلال‌اباد ښار يوه اوسېدونکي مجیب احمدزي پژواک ته وویل، دا چاره په ټولنه کې د کتاب ارزښت لوړوي او د کتاب لوستنې دود پیاوړی کوي.

نوموړي زياته کړه: «د کتابونو د راټولولو کوم کمپاین چې پیل شوی دا ډېر ښه اقدام دی او له دې لارې به ځوانان وهڅېږي چې مطالعه وکړي او همدارنګه ځوانانو ته په کار ده چې د فېسبوک له کارولو سره سره دې، یو څه وخت د کتاب مطالعې ته هم ورکړي او خپله علمي سویه دې لوړه کړي.»

د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور رييس قاري نورمحمد حنیف هم له پژواک سره په خبرو کې د ځوانانو له لوري د کتابونو د راټولولو د یاد کمپاین ملاتړ وکړ او زياته يې کړه، د هر هغه حرکت ملاتړ کوي چې ټولنې ته په کې خیر نغښتی وي.

دی وایي، په پام کې لري چې په مرکز او ولسوالیو کې د امکان تر حده عامه کتابتونونه جوړ کړي.

بل لورته، اندېښنې دا دي که زده‌کوونکي د کال په پای کې درسي کتابونه ښوونځيو ته تسليم نه کړي، نو د درسي کتابونو د کمښت ستونزه به نوره هم ډېره شي.

Views: 63

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.