ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هرات کې یو شمېر ځوانانو د واټونو پر غاړو د توکو پلور ته مخه کړې ده

هرات کې یو شمېر ځوانانو د واټونو پر غاړو د توکو پلور ته مخه کړې ده

author avatar
20 Feb 2023 - 15:26
هرات کې یو شمېر ځوانانو د واټونو پر غاړو د توکو پلور ته مخه کړې ده
author avatar
20 Feb 2023 - 15:26

د هرات ښار (پژواک، د کب لومړۍ نېټه ۱۴۰۱): په هېواد کې له وروستیو بدلونونو وروسته، هرات کې د واټونو پر غاړو پلورونکي چې ډېری یې ځوانان دي، ډېر شوي دي.

یو شمېر لاسي پلورونکو – چې په دغه ولایت کې پر کار بوخت دي – پژواک ته په خبرو کې وویل، په هېواد کې له وروستیو بدلونونو سره د راغلې بېکارۍ او مجبورۍ له امله یې دغه کار ته مخه کړې او له دې لارې د خپلو کورنیو لګښتونه پوره کوي.

یوه لاسي پلورونکي احمدولي – چې د هرات جامع جومات لوېدیځه برخه کې د سړک پر غاړه توکي پلوري – پژواک ته وویل، شپږ میاشتې کېږي چې د مناسب کار نشتوالي له امله د سړک غاړې د ماشومانو لوازم پلوري.

نوموړی زیاتوي، له دې مخکې یې په کابل کې د جامو ګنډلو کارخونه درلوده او د بدلون په راتلو یې کار له لاسه ورکړ او هرات ته راغی.

هغه وایي، که چېرې یې دغه کار نه وای پیل کړی، اړ و ایران ته ولاړ شي او هلته کار وکړي.

هغه د سرپرست حکومت له مسوولینو غواړي څو خلکو، په ځانګړې توګه ځوانانو ته د کار زمینه برابره کړي.

یوه بل لاسي پلورونکي احمدفهیم – چې د هرات پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو له پوهنځي فارغ دی – وایي، که د کار زمینه ورته برابره شي، نه یې خوښېږي د سړک غاړې ته توکي وپلوري.

نوموړي د ښاروالۍ له کارکوونکو هم شکایت وکړ، ویې ویل چې د ښاروالۍ کارمندان یې له سړکه شړي او د کار اجازه نه ورکوي.

د فهیم په خبره، دا چې لوستي ځوانان د سړک پر غاړه د توکو پلور ته مخه کوي، په هېواد کې د اقتصاد نهایت ضعف او د بېوزلۍ کچې پراخېدل ښیي او په دې برخه کې حکومت باید ځوانانو ته د خدمت زمینه برابره کړي، نه دا چې علمي کدرونه له پامه وغورځوي.

نوموړي زیاته کړه، د ده په ګډون سلګونه ځوانان په دغه کار بوخت دي او د ورځې له ۱۰۰ تر ۱۵۰ افغانیو عاید لري او په کمې سرمایې سره د خپلو کورنیو لګښتونه پوره کوي.

په ورته وخت کې، د اقتصادي چارو پوه او د هرات پوهنتون استاد طارق فيضاني هم پر دې باور دی چې ځوانان، په تېره بيا لوستې طبقه د هېواد بالقوه ځواک ګڼل کېږي او بايد په بېلابېلو برخو کې ترې کار واخيستل شي.

د هغه په وینا، که حکومت ځوانانو ته د کار زمینه برابره نه کړي او یا یې ملاټر ونه کړي، ډېر نور ځوانان به هم هېواد پرېږدي.

هغه زیاتوي، د کورنیو لپاره ډوډۍ او نقفه پیدا کول د هر ځوان مسوولیت دی او په اوسني حالت کې د لاسي پلورونکو شمېر ډېر شوی، نو باید د پلور لپاره ورته ځانګړی ځای په پام کې ونیول شي څو د دغه قشر ملاتړ وشي او بلخوا د ګډوډۍ مخه ونیول شي.

بلخوا، د هرات ښاروالۍ وياند محمدناصر ارمل پژواک ته وويل، د کندهار دروازې او لیلامي واټونه او نور هغه سړکونه چې ګڼه ګوڼه لري، خط اندازي شوي، نو لاسي پلورونکو ته پرې اجازه نه ورکول کېږي.

بلخوا، د پژواک له پرله پسې هڅو سره سره د هرات د کار او ټولنيزو چارو رياست مسوولينو په دې اړه له مرکې کولو ډډه وکړه.

د یادونې ده، د بېکاري له لویو ننګونو ده چې ډېر ځوانان ورسره مخ دي، له همدې امله په هېواد کې زرګونه بې روزګاره دي او یا هم ګاونډو هېوادونو ته د تلو هوډ لري.

Views: 16

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.