ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خوست کې يو شمېر ځوانانو سلګونو کسانو ته د وړيا زده‌کړو زمينه برابره کړې

خوست کې يو شمېر ځوانانو سلګونو کسانو ته د وړيا زده‌کړو زمينه برابره کړې

author avatar
4 Jun 2023 - 11:57
خوست کې يو شمېر ځوانانو سلګونو کسانو ته د وړيا زده‌کړو زمينه برابره کړې
author avatar
4 Jun 2023 - 11:57

خوست ښار (پژواک، ۱۴ غبرګولی ۱۴۰۲): په خوست ولایت کې يو شمېر ځوانانو سلګونو ماشومانو، ځوانانو او د پاخه عمر کسانو ته د وړيا زده‌کړو زمينه برابره کړې ده.

يادو ځوانانو د وړيا زده‌کړو دغه مرکز د خوست د نادرشاه‌کوټ ولسوالۍ اړوند د ځني‌خېلو شمبوات ښارګوټي کې جوړ کړی دی.

د یاد مرکز جوړوونکي وايي، دغه مرکز ته ۶۵۰ زده‌کوونکي د زده‌کړو لپاره ورځي چې د سيمې د لوستو ځوانانو له خوا تدريس ورته کېږي.

دوی وايي، ځني‌خېل د تېر شل کلن جمهوري نظام پر مهال د خوست يوه له ناامنه سيمو څخه ګڼل کېده چې ډېرو خلکو د جنګ جګړو له امله زده‌کړو ته لاسرسی نه درلود.

د یاد مرکز يوه جوړوونکي قانون‌الدين عادل پژواک اژانس ته وويل، د دغه مرکز ډېر زده‌کوونکي هغه کسان دي چې د جګړو له امله يې په سم ډول زده‌کړې نه شوای کولی.

نوموړي وويل، په دغه مرکز کې له لومړي تر دوولسم ټولګي پورې ټول مضمونونه تدرسېږي او همدا ډول د ليک لوست ترڅنګ، د کانکور اماده‌ګۍ ټولګي هم لري.

هغه وايي: «موږ داسې شاګردان نيسو چې کولی شي رسيده‌ګي وکړي، داسې نه چې پنځه ورځې حاضري ورکړي او بيا ورک شي. د ليک لوست‌ واله چې دي دا اکثره د شمبوات ښارګوټي دوکاندران دي چې عمرونه يې ستر دي. يا ځیني داسې خلک شته چې هغه د امارت په ليکو کې دي، خو په ليک لوست کې ستونزه لري او دلته موږ سره زده‌کړې کوي.»

عبدالرحمن يو له هغو زده‌کوونکو څخه دی چې هره ورځ پنځوس دقيقې پلی مزل کوي او دغه مرکز ته ځان رسوي.

هغه پژواک ته وويل، مخکې يې د ناامنۍ له امله نه شوای کولی چې په ډاډه زړه زده‌کړې وکړي، خو اوس په ډېرې لېوالتيا ياد مرکز ته ورځي او خپلو زده‌کړو ته دوام ورکوي.

نوموړی زياتوي: «مخکې به جنګونه ول، د دې له امله مو نشو کولی چې موږ لرې ځايونو ته زده‌کړو لپاره لاړ شو، بل اقتصادي وضعيت ډېر خراب و، موږ چې زده‌کړو نه وروسته پاتې شوي يو، اوس چې موقع موږ ته برابره ده نو ډېر ترې خوښ يو او هيلې مو پوره کېدونکې دي.»

۱۶ کلن اسدالله د یاد مرکز د دويم ټولګي زده‌کونکی دی، هغه پژواک ته وويل چې د ناامنۍ له امله زده‌کړې ترې پاتې وې، خو اوس خوښ دی چې بېرته يې پيل کړې.

هغه زياته کړه: «مخکې مې دويم ټولګي پورې درس ويلی و، بيا رانه پاتې شو، اوس دغه کورس ته راځم او دويم ټولګی مې بيا پيل کړی دی؛ معلمان هم ښه دي، ښه ښکلی تعليم راکوي.»

په ورته مهال، د يادې سيمې نور اوسېدونکي بيا وايي، په تېر شل کلن دور کې جګړو د ژوند پر نورو برخو سربېره، د تعليم پر برخې هم منفي اغېز کړی و.

د سيمې يوه اوسېدونکي محمدعظيم پژواک اژانس ته وويل، د وړيا زده‌کړو دغه مرکز جوړېدو ته ډېره اړتيا وه؛ ځکه د ده په وينا چې د خلکو اقتصادي حالت کمزوری دی او د ښار ښوونځيو ته رسېدنه نه شي کولی.

بل پلو، د خوست د پوهنې رياست مسوولين بيا وايي چې د اسلامي امارت او د پوهنې وزارت د معيارونو مطابق هر هغه ګام چې د پوهنې په برخه کې اخيستل کېږي، دوی يې ستاينه کوي.

د خوست د پوهنې رياست د نشرانو مدير سيدکبير سنګين پژواک ته وويل: «کوم کورسونه چې ايجادېږي او يا د معارف بنسټونه او ټولنې جوړېږي، د اسلامي امارت له پاليسو، د پوهنې وزات له لواېحو او اصولو سره بايد برابر وي او د لسو ورځو په دننه کې بايد جواز واخلي، ثبت شي، نصاب يې معلوم وي، تمويلوونکې سرچينې يې معلومې وي، نو که چېرته د دغو اصولو مطابق وي پوهنې رياست يې حمايه او قدرداني کوي.»

نوموړي وویل چې د پوهنې رياست به په ځني‌خېلو سيمه کې له ياد ښوونیز مرکز سره تر خپلې وسې مرسته او همکاري وکړي.

د يادونې ده، تر دې وړاندې يو شمېر نورو ځوانانو هم په خوست کې خلکو ته د وړيا زده‌کړو زمينه برابره کړې ده.

Visits: 141

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.