منځپانګې ته تلل
شنبه ۳۱ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۹:۳۴ غ.و
۱۳° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۹° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی

رویټرز: ایران د توغندیو او ډرونونو د تولید لپاره د ۵۰۰۰ پټو پوځي او مالي ادارو شبکه لري

· ۴ دقیقې لوستل

کابل (پژواک) – د رویټرز څېړنه ښيي چې ایران د توغندیو او بې‌پیلوټه الوتکو د تولید لپاره د اړینو موادو او تجهیزاتو د برابرولو په موخه تر ۵۰۰۰ د زیاتو پوځي او مالي ادارو یوه پټه شبکه جوړه کړې او د دغې شبکې له لارې یې د ۲۰۲۵ کال له جنورۍ راهیسې د څه باندې دوه میلیارد ډالرو په ارزښت پوځي تجهیزات، چاودېدونکي توکي او یو شمېر بېلابېل موټر وارد کړي دي.

د رویټرز د ځانګړي څېړنیز راپور له مخې، د دغو ادارو نومونه د «MOD» له تورو پیلېږي چې د ایران د دفاع وزارت لنډیز دی او ځینې یې له سپاه پاسداران او د دغه هېواد له پیاوړو اقتصادي بنسټونو سره تړاو لري.

په راپور کې راغلي چې دغو ادارو د بهرنیو واسطه‌ګرو او مخکښو شرکتونو له لارې د ایران لپاره د توغندیو او ډرونونو د تولید اړین خام مواد، د راکټونو سون توکي، چاودېدونکي مواد، د الوتکو د انجنونو پرزې او لوی موټر برابر کړي دي.

د رویټرز څېړنه ښيي چې د ۲۰۲۵ کال له جنورۍ څخه د ۲۰۲۶ کال تر جون پورې یوازې یوې ادارې، چې «MOD 346428» نومېږي، د ۲،۳ میلیارد ډالرو په ارزښت پوځي تجهیزات وارد کړي دي.

د راپور له مخې، د دغې ادارې واردات له چین، روسیې، جرمني او د اروپايي ټولنې له ځینو نورو هېوادونو څخه شوي او توکي د کسپین سمندر له لارې د بېړیو، د منځنۍ اسیا له لارې د لاریو او له چین څخه د باروړونکو الوتکو په وسیله ایران ته لېږدول شوي دي.

په دغو وارداتو کې د توغندیو د سون توکو لپاره کیمیاوي مواد، ۹۳ ټنه خام ټایټانیوم، سلګونه ټنه نایتروسلولز او نور کیمیاوي مواد، د چاودېدونکي توکي او د توغندیو او ډرونونو د لېږد او توغولو لپاره لوی موټرونه شامل دي.

د رویټرز په وینا، د دغو وارداتو یوه برخه د ۲۰۲۶ کال د فبرورۍ په ۲۸مه د جګړې له پیل وروسته هم روانه وه. د وارداتو اندازه په مارچ کې ۴۷ سلنه راکمه شوې، خو په مې میاشت کې بېرته ۷۷ میلیون ډالرو ته لوړه شوې ده.

راپور زیاتوي چې د دغې شبکې له لارې د وارد شویو توکو بیه هم په ځانګړي ډول پرې کېده؛ د رویټرز له خوا د څېړل شویو ۹۷ سلنه محمولو معاملې د پیسو له لېږد پرته تصفیه شوې دي. په بهر کې مېشتو واسطه‌ګرو د بهرنیو بانکونو له پیسو څخه د توکو بیې ورکړې او ایران ته یې لېږدولي دي.

د راپور له مخې، د دغې شبکې له لارې په وارد شویو موټرو کې د «ایویکو»، ټویوټا هایلکس او لندکروزر موټرونه شامل دي چې ځینې یې د توغندیو او ډرونونو د توغولو او پوځي تجهیزاتو د لېږد لپاره کارول کېدای شي.

د ایران د بندرعباس په یوه بندري سیمه کې د ۲۰۲۵ کال د اپرېل په ۲۶مه د یوې لویې چاودنې په اړه هم د رویټرز څېړنه وايي چې د «MOD 346428» ادارې د همدغه کال له جنورۍ څخه تر اپرېل پورې دغه بندر ته ۸۸۶ ټنه کیمیاوي مواد وارد کړي وو. د دغو موادو په ترکیب کې داسې توکي شامل وو چې د جامدو راکټي سون توکو په جوړولو کې کارېږي.

د راپور له مخې، دوه کسان چې د یادې چاودنې په اړه معلومات یې لرل، ویلي چې پېښه په باروړونکو کانتینرونو کې د سوډیم پرکلورېټ د اور اخیستو له امله رامنځته شوې وه. په دې چاودنه کې لږ تر لږه ۷۰ کسان وژل شوي او تر ۱۲۰۰ ډېر ټپیان شوي وو؛ خو رویټرز ویلي، چې دو نه دي توانېدلې ثابته کړي چې د دغې ادارې وروستۍ ۷۵ ټنه محموله د چاودنې لامل وه که نه؟

د رویټرز په وینا، د امریکا د خزانې وزارت ویلي چې واشنګټن د ایران د حکومت اقتصادي سرچینې پرې کړې دي او د بندیزونو د مخنیوي لپاره د دغه هېواد هڅې څاري.

چین د راپور شویو لېږدونو په اړه ویلي چې له یاد وضعیت څخه خبر نه دی او له هغو هڅو سره یې مخالفت ښودلی چې سیمه‌ییزې شخړې له چین سره تړي. د روسیې دفاع وزارت، سپینې ماڼۍ او د امریکا مرکزي قوماندانۍ (سنټکام) د رویټرز نظر غوښتنې ته ځواب نه دی ورکړی.

رويټرز همدارنګه ویلي، د ایران هېڅ یوې دولتي ادارې او هغو شرکتونو چې یادې رسنۍ ورسره اړیکه نیولې وه، د راپور د موندنو په اړه نظر نه دی څرګند کړی.

د راپور له مخې، د امریکا او اسراییلو ځواکونو د روان کال د فبرورۍ له ۲۸مې راهیسې د ایران د بالستیک توغندیو او ډرونونو اړوند تاسیسات په نښه کړي، خو دغه هېواد د جګړې پر مهال هم د پوځي تجهیزاتو وارداتو ته دوام ورکړی دی.