ژبه

د کلات سلګونو خلکو د ځايي ادارې او ايساف پر ضد لاريون وکړ

کندهار ښار (پژواک، د لړم لومړۍ نېټه ٩١): د زابل د مرکز کلات ښار سلګونو اوسېدونکو  د ځايي چارواکو او ايساف پر ضد لاريون وکړ.

لاريون کوونکو چې شمېر يې شاوخوا زرو کسانو ته رسېده نن (د لړم لومړۍ نېټه) له سهار څخه تر غرمې مخکې يې د کندهار–کابل لويه لاره په کلات ښار کې د ترافيکو پر مخ تړلې وه.

د لاريون کوونکو يوه مشر او په ولسي جرګه کې د دغه ولايت د خلکو استازي عبدالقادر کلاتوال پژواک خبري اژانس ته وويل، چې ولايتي اداره په فساد کې ډوبه ده او د خلکو د ستونزو هواري ته هېڅ پاملرنه نه کوي.

هغه  له مرکزي حکومت څخه وغوښتل، چې د زابل چارواکي دې ژر تر ژره بدل کړي.

کلاتوال دغه راز وويل، چې څو ورځې مخکې ايساف ځواکونو د شپنيو عملياتو پر مهال په کلات ښار کې دوه ملکي وګړي، چې خياطان وو، ونيول.

د نوموړي په وينا، وروسته د دغو خياطانو مړي په داسې حال کې، چې سرونه ترې پرې او پر ماينونو الوځول شوي وو، په يو شاړه ځمکه کې وموندل شول.

د ولسي جرګې دغه وکيل وويل، چې لاريون کوونکو په يوه خوله له ايساف ځواکونو په دې اړه د سپيناوي غوښتنه کوله.

د زابل د والي وياند شريف ناصري د خلکو لاريون او  د يادو دوو ملکي وګړو وژنه تاييد کړه.

هغه زياته کړه، چې ځايي اداره له ايساف سره په دې اړه اړيکې نيولې او له هغوى يې معلومات غوښتي دي.

ورته موضوع