ژبه

افغان بوکسر له بهرني اتل سره سيالي کوي

کابل ښار (پژواک،٤ لړم٩١): د نړۍ د سوک وهنې اتل افغان بوکسر حميدالله رحيمي ، د لومړي ځل لپاره له بهرني بوکسر سره په کابل کې سيالي کوي.

 ٢٩ کلن رحيمي، په ١٤ کلنۍ کې دغې لوبې ته راغلى او له ٢٠ کلونو راهيسې په آلمان کې اوسيږي، تر دې دمه يې په ٢١ سياليو کې ګډون کړى، چې له هغو څخه يې ٢٠ سيالۍ ګټلي ، چې له دغو سياليو څخه يې ٩ په نيک اوټ سره ګټلې دي.

 دغه افغان بوکسر په تيره سيالۍ کې خپل بيلاروسي حريف روسلان رودويچ ته ماته ورکړې وه، چې تير کال په ژمي کې د آلمان د هامبورګ ښار په ازاده سيالى کې د (ََWBU ( دبکس نړيوالې ټولنې له خوا د لوبو اتل ونومول شو، بيا څه موده وړاندې د اولمپيک د ملي کميټې د چارواکو او ځوانانو لخوا کابل ته دعوت شو، چې د هيواد والو له تود هر کلي سره مخامخ شوى دى. 

 د ويلو ده چې رحيمي به د لړم پر٩ نيټه د کابل ښار د لويې جرګې په خيمه کې  له يوې سترې سيالۍ، له خپل بهرني سيال  Rafael Bejaran رافايل بيجارن، چې د نړۍ له اتلانو څخه شميرل کيږې مخامخ شي، نوموړى د دومينيکن د جمهوري هيواد په کارابين پورې تړاو لري.

 د نړۍ د بوکس ٧٢ کيلو ګرامه دغه اتل،د لړم په ٣ مه له پژواک خبري آژانس په ځانګړې مرکه کې وويل، چې ده له هيواده بهر ډيرې لوبې کړي، خو يواځنۍ هيله يې دا وه، چې په هيواد کې د ننه له يوه نړيوال پياوړي لوبغاړي سره سيالي وکړي.

رحيمي زياته کړه،په راتلونکې اونۍ کې به دى په کابل کې له خپل سيال سره مخ شي ، چې يو مسلکي اتل دې او بيجاران يې په ډيرو سياليو کې له نږدې کتلى او د ورزش له پلوه ورته ډېر احترام لري.

 هغه زيآته کړه :” تر اوسه مې له بيجاران سره کومه سيالي نه ده کړې؛ خو په دې سبب چې زما عکس يې څيرې کړى او ډيرې لويې لويې خبرې يې کړي، زه هم ورته چيلينج ورکوم چې رينګ ته راشه، تر څو درته يو افغاني درس درکړم.))

 هغه وويل، چې د سيالۍ د ګټلو لپاره يې پوره چمتوالې نيولى ، خو يواځينى شى چې زه ورته اړتيا لرم د خلکو دعاوې دي او که له ما سره د خلکو دعاوې وي، نو انشآالله خپل سيال ته به ماته ورکړم او د افغاستان بيرغ به پورته کړم. 

 رحيمي زياته کړه، چې ددې سيالي رارسيدو ته ډير احساساتى دى؛ ځکه دغه د ده د هيواد د ننه لومړنۍ  سيالي ده، چې ټول هيوادوال به يې ملاتړ کوي، په داسې حال کې، چى په بهرنيو سياليو کې يواځې د افغانستان بيرغ له ده سره و.

 هغه، لوبغاړي د سولې سفيران وبلل او له امريکايي بوکسر سره يې دغې سيالۍ ته ” د سولې لپاره مبارزه” نوم ورکړ او ويې ويل:” هر لوبغاړى چې سيالي کوي، له وژلو او تاوتريخوالي څخه پرته ، د خپل هيواد بيراغ پورته کوي، په همدې هکله دغه سيالي هم نړيوالو ته د سولې پيغام لري، نو زه هم دغې سيالۍ ته د سولې لپاره د مبارزې نوم ورکوم.))

 نوموړي افغان بوکسر وويل، د دې سيالۍ په تر سره کولو سره غواړي نړيوالو ته وښيي، چې  افغانستان ، ډير بااستعداده او پياوړي لوبغاړي لري ،چې کولى شي دهيواد په د ننه کې له نړيوالو اتلانو سره سيالي وکړي او وياړ ترلاسه کړي.

 رحيمي زياته کړه، چې د نړ‌ۍ رسنۍ ،افغانستان د نشه يي توکو او د ښځو د وژنو له اړخه پيژني، خو افغان ځوانان بايد هغوى ته خپل استعدادونه او پياوړتاوې وښيي.

 هغه وويل، ددې سيالۍ په جوړولو کې ډېرو بنسټونو زيار ويستلې ترڅو دده سيالي د ملى تلويزيون او د خورشيد شخصي تلويزيون له خوا په ټوله نړۍ کې په ژوندۍ بڼه خپره شي.

 د يادولو ده، چى رحيمي له پژواک سره په يوه مخکينۍ ځانګړې مرکه کې ويلي و، چې په راتلونکو څو مياشتو کې به له امريکايي سيال سره مخ شي، دا چې تراوسه جوته نه ده، چې دا سيالي به چيرته تر سره شي،خو هيله من دى، چې دغه سيالي په کابل کې تر سره شي.