فراه( پژواک، ٥ عقرب ٩١ ): سيمه ييز چارواکي وايي، چې د فراه ولايت د ملي امنيت پر رييس نن د اختر مبارکۍ پر مهال وسلوال بريد شوى، خو دى ترې روغ وتلى دى.
د فراه د والي وياند عبدالرحمن ژوندي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د ملي امنيت رييس جنرال عبدالصمد شمس نن د لوى اختر تر لمانځه وروسته د فراه ښار په عيدګاه جومات کې له خلکو سره اختر مبارکي کوله، چې تر وسلوال بريد لاندې راغى.
هغه زياته کړه، يوتن چې شخصي جامې يې پر تن وې، د ملي امنيت پر رييس د تومانچې ډزې وکړې، خو هغه ترې روغ رمټ ووت.
يو عيني شاهد محمد اصف وايي، چې د بريد پر مهال، د ملي امنيت يوه کارکونکي، ځان د خپل رييس مخې ته واچاوه، چې د تومانچې مرمۍ د هغه په لاس ولګيده او ټپي شو.
د فراه د والي وياند زياتوي، چې امنيتي ځواکونو بريد کونکى له تومانچې او څو لاسي بمونو سره يوځاى نيولى دى.
د نوموړي په وينا، تراوسه د بريد کوونکي هويت نه دى په ډاګه شوى، خو شونې ده ،چې دغه بريد د وسلوالو مخالفينو کار وي.
همداراز د فراه د والي وياند وايي، چې ددغه ولايت د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال محمد غوث ماليار هم له يوه بل وسلوال بريده روغ وتلى دى.
ماليار پژواک ته وويل، چې دى له څو نورو پوليسو سره تير ماښام د فراه ښار له دويمې امنيتي حوزې څخه د تيريدو په حال کې و، چې يوتن د خلکو په ګڼه ګوڼه کې پر موټر د لاسي بم ګوزار وکړ.
دده په خبره، که څه هم ددې بريد موخه دده وژل و، خو په ترڅ کې يې چاته زيان نه دى اوښتى.
ددې پېښې مسووليت تر دې مهاله چا پر غاړه نه دى اخيستى.
د يادونې ده، چې دوه مياشتې مخکې د ملي امنيت د اوپراتيفي څانګې مرستيال نثار احمد د فراه ښار په لومړۍ ناحيه کې د يوه وسلوال بريد په ترڅ کې ووژل شو او بريد کونکي په تيښته بريالي شوي و.