ژبه

خوست ښار (پژواک ٦ لړم ٩١): په خوست کې اوس هم د پخوا په څېر، کمزوري کسان، چې قتل وکړي او يا يې له چا سره دعوه شي، زورور شخص او يا قوم ته پناه ور وړي.

پناه او يا په خوستۍ لهجه کې يو چا ته سيمه وړل، په خوست ولايت کې يوه عامه اصطلاح ده، چې د پکتيا، پکتيکا او په ځانګړي ډول د خوست خلک ورسره اشنا دي.

د خوست د تڼيو ولسوالۍ اوسېدونکي او قومي مشر رسول محمد تڼي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې سيمه يا پناه وړل څو ډولونه لري.

دى وايي، کله چې د دوو کورنيو ترمنځ دعوا رامنځ ته شي او يوه کورنۍ ځان بېوزله بولي، نو په کلي او قوم کې يو داسې چا ته، چې هغه په قومي مسايلو پوهېږي او يا يې سړي ډېر وي، پناه ور وړي.

هغه زياته کړه، کله يې چې پناه ومنل شي، نو ټوله دعوا د هماغه کس پر غاړه شي، چې پناه يې منلې وي.

تڼى وايي: ((بل ډول پناه هغه ده، چې يو ناڅاپه څوک له چا سره شخړه کوي او په شخړه کې مرګ ژوبله رامنځ ته کېږي، خو هغه کس چې څوک يې ووژل، د چا پر کور بې خبره ور ننوځي او هلته پناه اخلي.))

د ده په خبره، د وژونکي خوښه ده، چې په همدغه کور کې پاتې کېږي او که لږه شېبه وروسته خپل کور ته ځي، خو ساتنه يې د همدغه کور د څښتن پر غاړه ده.

هغه زياته کړه، چې دغه کس که د کونډې ښځې کور ته هم پناه يوسي، د مقتول لورى ورته هېڅ زيان نه شي رسولى.

رسول محمد تڼى وايي، چې بل ډول پناه يې د قومونو او قبيلو ترمنځ د غرنو، دښتو، ځنګلونو او ځمکو د ملکيتونو پر سر په شخړو کې د يوه قوم له لوري له بل قوم څخه د مرستې د غوښتنې په صورت کې پسه ور وستل کېږي او هلته د کلي په جومات کې د ټولو په مخ کې حلاليږي.

د ده په وينا، هغه قوم، چې پسه پسې حلال شوى وي، اړ دى چې په ګډه د کمزوري قوم لاسنيوى وکړي او د شخړې د هوارۍ تر بريده ورسره مرسته وکړي.

نوموړى د داسې پېښې بېلګه وړاندې کړه: ((په خوست کې د منګلو او مقبلو ترمنځ د غره د ملکيت پر سره دعوا ده، خو مقبل د منګلو په پرتله کمزوري دي او اوس يې د ځدراڼو په لوى قوم پسې پسه حلال کړى او سېمه يې ور وړې ده.))

دى وايي، اوس چې د مقبلو قوم هر ډول مرستې ته اړتيا ولري، ځدراڼ بې له دې چې په بدل کې څه ترې وغواړي، هر ډول مرسته ورسره کوي.

د خوست د متون سيمې اوسېدونکي صديق الله عابد پژواک اژانس ته وويل، پناه داسې کلېمه ده، چې د خوست هر وګړى يې له نوم سره اشنا دى.

ده زياته کړه: ((يوه ورځ ما په خپلو سترګو وليدل، چې زموږ په کلي کې يو چا د خپل وژل شوي ورور قاتل وواژه او يو کور ته يې پناه يوړه.))

د هغه په وينا، تر هغې، چې نوموړى قاتل يې تر کوره نه و رسولى، ساتنه يې د همدغه کور ځوانانو کوله او مقابل لوري ته يې وويل، چې دغه کس دوى ته پناه ور وړې ده.

پناه يا د سيمې وړل، نه يواځې په قومي شخړو او دعوو کې کارول کېږي، بلکې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي په صورت کې هم ترسره کېږي.

د خوست د يعقوبيو سيمې اوسېدونکي او قومي مشر عنايت الله صياد پژواک اژانس ته وويل، کومه مېرمن چې په کور کې د تاوتريخوالي له امله تېښتې ته اړه شي او نه شي کولى د پلار کور ته ځان ورسوي، نو په هماغه کلي کې د چا کره پناه اخلي.

د هغه په وينا، پناه ورکوونکې کورنۍ اړه کېږي، چې د پناه اخيستونکې مېرمنې له خسرګنۍ سره خبرې وکړي او له تاوتريخوالي يې وژغوري.

نوموړي زياته کړه، چې ياده مېرمن په پناه اخيستل شوي کور کې تر هغې د کورنۍ د يوې غړې په څېر ساتل کېږي، ترڅو يې د خسرګنۍ له لوري ډاډ نه وي ترلاسه کړى، چې نور به ورسره تاوتريخوالى نه کېږي.

د خوست يوه اوسېدونکي، چې لور يې له همداسې پېښې سره مخ شوې د نوم په نه اخيستو پژواک اژانس ته وويل، چې له لور سره يې د خسرګنۍ له لوري تاوتريخوالى کېده او دوى هم کمزوري وو او نه يې شواى کولى، چې مرسته ورسره وکړي.

نوموړي زياته کړه: ((زما لور اړه شوه، چې د خسرګنۍ له کوره په شپه کې وتښتي او په کلي کې يې د ملک کور ته سېمه يووړه، چې هغه زور او زر دواړه درلودل.))

د هغه په وينا، ياد ملک د ده لور درې مياشتې په کور کې د يوې غړې په څېر وساتله او په خسرګنۍ يې دا ومنله، چې نور به پر دې نجلۍ تاوتريخوالى نه کېږي.

دا چې پناه څه وخت او په کومو ځايونو کې دود ده، په اړه يې په خوست کې فولکلور پوه عبدالکريم پتنګ پژواک اژانس ته وويل، چې پناه يا چا ته سيمه ور وړل، ټاکلي نېټه نه لري، خو د پښتنو له پيدايښت سره سم دغه دود رامنځ ته شوى دى.

د هغه په وينا، پناه په پخوانيو وختونو کې په نورو يو شمېر عربي او اروپايي هېوادونو کې هم هغه وخت دود و، چې حکومتونه او قوانين يې درلودل، خو په هغو کې اوس نشته.

نوموړي زياته کړه، هغه مهال، چې پښتنو قبيلوي ژوند درلود، د ورځنيو چارو د تېرېدو او د شخړو د هواري په موخه يې ځان ته دودونه جوړ کړي وو.

د پتنګ په خبره، پناه وړل هم د هغه دودونو برخه ده، چې بايد په ټولنه کې يې له کمزورو خلکو سره د مرستې په موخه شتون درلوداى او د ظالم د ظلم مخه يې ډب کړې واى.

ده وويل، چې اوس هم په افغانستان کې، په هغو سيمو کې، چې دولتي حاکميت نشته، د هغو په پرتله، چې دولت په کې غښتلى دى، د پناه دود پياوړى دى او خلک يې پلې کېدو ته ژمن دي.

 

 

 

 

 

ورته موضوع