جلال اباد (پژواک ٧ لړم ٩١): د جلال اباد ښار يو شمېر اوسېدونکي د نا معلوم هويت له سوالګرو ښځو سر ټکوي او زياتوي، چې د دوى له امله اخلاقي فساد او ورسره ګڼې ناروغۍ رامنځته شوې دي.
دغه ښځې، چې ډېرى يې په جلال اباد ښار کې د سوال کولو په موخه ګرځي، په پښتو او دري ژبو نه پوهېږي د دوى اصلي ژبه هندکو او بلوڅي ده.
د جلال اباد ښار يو دوکاندار حاجي ملنګ وايي، چې دى هر ورځ دغه ډول سوالګرې ښځې په خپلو سترګو ګوري، چې نه په پښتو پوهېږي او نه په دري خو په ښار کې د سوال په موخه ګرځي.
نوموړي پژواک خبري اژانس ته وويل: ((دا ډېرې بد اخلاقې هم دي او ډېرې ناروغۍ يې له ځانه سره راوړې دي، ټول ځوانان يې بې لارې کړل.))
دې ته ورته نور ښاريان هم شکايت لري او وايي، دغه سوالګرې چې شمېر يې شاوخوا ١٣٠ ته رسېږي، هره ورځ د ښار په واټونو کې ګرځي.
د صفي الله په نوم د ښار د درېيمې ناحيې يو اوسېدونکى هم له دغو سوالګرو شکايت کوي او زياتوي چې له دغو بهرنيو سوالګرو ښځو پوزې ته راغلى دى.
له دغو سوالګرو يوه ارجنا ده؛ هغه وايي، چې له ډېرې غريبۍ نه دلته راغلې کنه نو د چا پردى وطن خوښ دى: ((غريب هو، بدبخته هو..))
نوموړې وايي، چې دوى د پاکستان له کراچۍ دلته د سوال کولو لپاره راغلې دي.
بلخوا د ننګرهار د عامې روغتيا رييس ډاکټر بازمحمد شېرزاد وايي، چې ګڼ شمېر داسې ناروغانو ورته مراجعه کړې چې د نامشروع جنسي اړيکو له امله ورته ناروغۍ پيدا شوې دي.
هغه پژواک اژانس ته وويل: ((ډاکټر صاحبان د دې شاهدان دي، اکثره مريضان چې راځي UTI لري يا هغه امراض چې د نامشروع جنسي اړيکو له امله پېدا کېږي، هغه په ځوانانو کې موجود وي او طبعاً چې دغه ډول ښځو ته محيط مساعد شي دا جنسي انحرافات صورت نيسي.))
دا چې دغه ډول څو پېښې له عامې روغتيا رياست سره ثبت شوې، په اړه يې بازمحمد شېرزاد ناخبري وښوده، خو نوموړى وايي، چې دا خبره يې څو ځلې په اداري غونډو کې شريکه کړې، خو کوم چټک اقدام په دې برخه کې نه دى شوى.
د ننګرهار امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالله ستانکزى وايي، چې څو ورځې وړاندې يې هم ورته سوالګرې خارج مرز کړې دي.
هغه پژواک اژانس ته وويل، که چېرې دغه ډول ښځې دوى په ښار او يا هم په بل ځاى کې وويني نو سمدستي يې خارج مرز کوي.
ستانکزي زياته کړه: ((تر اوسه د دې ډول ناروغيو په اړه او يا هم د ناروا جنسي اړيکو په اړه له موږ سره داسې څه پېښې نه دې ثبت شوې.))
د ننګرهار د والي وياند احمدضيا عبدالزى هم مني چې يو شمېر سوالګرې په غير قانوني ډول هېواد ته راغلې خو وايي، چې د مخنيوي په موخه يې کار روان دى.
هغه زياتوي، چې د ولايت مقام په اداري غونډه کې امنيه قوماندانۍ، د کار او ټولنيزو چارو رياست او همدارنګه د سرې مياشتې رياست او داسې نورو ته دنده سپارل شوې تر څو په دې برخه کې کار وکړي.
د يادونې ده، چې د ننګرهار سربېره په کابل او هرات ولايتونو کې هم ورته سوالګرې شته چې د هغوى له وجود نه د ګڼو ناروغيو اندېښنې موجودې دي، چې څه موده وړاندې په کابل کې څلور ښځينه سوالګرې د ناروا جنسي اړيکو په تور نيول شوې وې.
همداراز نږدې دوه کاله وړاندې د سوالګرو په جامه کې نهه بدلمنې ښځې د ننګرهار د امنيه قوماندانۍ له خوا هم نيول شوې وې، چې د هغو ښځو په نيول کېدو سره دغه ستونزه يو څه هواره شوې وه، خو دا دى يو ځل بيا دغه ستونزه مخ په ډېرېدو ده.