کابل ښار (پژواک ٨ لړم ٩١): ولسمشر کرزي ته د ترکيې، هسپانيې او فرانسې هېوادونو لوړ پوړو چارواکو په خپلو راليږل شوو پيغامونو کې د فارياب پېښې په اړه د خپلې خواخوږۍ مراتب پر ځاى کړي دي.
د لوى اختر په لومړۍ ورځ د فارياب ولايت په مرکز ميمنې ښار کې په ځانمرګي بريد کې د پوځي او ملکي کسانو په ګډون ٤١ تنه ووژل شول او ٥٦ نور ټپيان شول.
دغه بريد د ميمنې ښار د عيدګاه جومات دروازې ته مخامخ هغه وخت ترسره شو، چې لمونځ کوونکي د لوى اختر تر لمانځه وروسته د وتلو په حال کې وو.
له ارګ څخه د لړم په ٨ مه پژواک اژانس ته په راليږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د ترکیې ولسمشر عبدالله ګل د ولسمشر حامد کرزي په نوم د یو پیغام په رالېږلو سره په فاریاب ولایت کې د خونړۍ پېښې په خاطر خپل د ژورې خواخوږۍ او ډاډګیرنې مراتب څرګند کړي دي.
د ترکیې ولسمشر په خپل پیغام کې لیکلي، په یوه داسې وضعیت کې چې د افغانستان لپاره د سیمه ییزو همکاریو د لا پياوړتيا په برخه کې د دوى هڅې ډېرې شوي، د دغه برید ترسره کول، په کلکه توګه غندي.
ده په خپل پیغام کې د دې تر څنګ، چې له افغانستان سره یې د ترکیې د ملاتړ ډاډ ورکړی، د وژل شويو له کورنیو سره یې خواخوږي څرګنده کړې او د ټپیانو لپاره یې د سم لاسي روغتیا هیله کړې ده.
دغه راز د هسپانیې حکومت او د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت په خپلو جلا جلا پیغامونو کې، د میمنې ښار په ځانمرګي برید کې د ملکي تلفاتو له امله خواخوږي څرګنده کړې او دا برید یې په کلکه غندلی دی.
د هسپانیې د حکومت په پیغام کې د دې په ترڅ کې، چې په فاریاب ولایت کې یې ياد برید په کلکه غندلی، له افغانانو څخه خپل بشپړ ملاتړ څرګند کړی او لیکلي یې دي، چې د هسپانیې حکومت یو ځل بیا د ترهګرۍ پر خلاف مبارزه کې له افغانانو سره همغږي ښیي او د افغان ملت لپاره د سولې، ثبات او پرمختګ ډکه راتلونکې غواړي.
د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت په پیغام کې راغلي: ((فرانسه د خپلې خواخوږۍ مراتب له افغانانو او د امنیتي ځواکونو له کورنیو سره، چې په دې پېښه کې له منځه تللي، وړاندې کوي او هغوی ته تسلیت وایي.))
په دې پیغام کې لیکل شوي، چې د ترهګرۍ پر خلاف مبارزه کې فرانسه یو ځل بیا له افغانستان سره خپل پیوستون څرګندوي.