ژبه

د ماين چاودنې ٦  نور ملکي وګړي ووژل

کندهار (پژواک ١٠ لړم ٩١): د کندهار په معروف ولسوالۍ د ماين چاودنې د ښځو او ماشومانو په ګډون ٦ ملکي وګړي وژلي دي.

 پېښه نن (د لړم ١٠مه) له غرمې وروسته شاوخوا درې بجې د يادې ولسوالۍ په سوګنو کلي کې رامنځته شوې ده.

 د کندهار ولايت د مطبوعاتي دفتر مسوول جاوېد فيصل پژواک خبري اژانس ته وويل، چاودنه پر عامه لاره د وسلوالو مخالفينو له لوري د ځاى پر ځاى شوي ماين له امله شوې ده.

 هغه زياته کړه، د ملکي وګړو يو ټونس موټر، چې ښځې او ماشومان هم په کې سپاره وو، د معروف ولسوالۍ په سوګنو کلي کې پر خښ شوي ماين ور برابر شوى دى.

 نوموړي که څه هم په وژل شوو کې د ښځو او ماشومانو شمېر ونه ښود، خو ويې ويل، چې په دې پېښه کې شپږ ملکي وګړي وژل شوي او موټر په بشپړه توګه ويجاړ شوى دى.

 فيصل د پېښې پړه پر وسلوالو مخالفينو ور واچوله او ويې ويل، چې هغوى تل پر عامه لارو د امنيتي ځواکونو د وژلو په موخه ماينونه ځاى پر ځاى کوي.

 د کندهار امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالرازق هم پېښه تاييدوي او وايي، چې پوليس د پېښې ځاى ته رسېدلي او څېړنې يې پيل کړې دي.

 دوې ورځې وړاندې د معروف ولسوالۍ په ګاونډ د ارغستان ولسوالۍ په بالا ژړ سيمه کې هم د ماين چاودنې د ماشومانو په ګډون ٦ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې وه.

 معروف او ارغستان دواړه سرحدي ولسوالۍ دي، چې له پاکستان هېواد سره ګډه پوله لري.

 وسلوالو طالبانو تر دې مهاله د يادې پېښې په اړه څه نه دي ويلي.

 نن سهار د هلمند د موسى کلا ولسوالۍ په دوو چاودنو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ١١ عام وګړي ووژل شول.

 د يادونې ده، چې په دې وروستيو کې د چاودنو او نورو بريدونو پر مهال د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې کچه لوړه شوې ده.

تېره اونۍ په بلخ ولايت کې د واده پر موټر د چاودنې له امله ١٩ تنه ووژل شول، دغه راز د اختر د لمانځه پر مهال په فارياب ولايت کې د يوه ځانمرګي بريد له امله لسګونو هېوادوالو ته مرګ ژوبله واوښته.

که څه هم دولت د دغو دواړو پېښو مسووليت پر وسلوالو مخالفينو واچاو، خو مخالفينو په دغو پېښو کې هر ډول لاس لرل رد کړي دي.