کابل (پژواک١٠ لړم٩١): د هېواد د سياست د اساسي کرښو طرحه د ولسي جرګې د غړو له سختو نيوکو سره مخ شوه او جرګې د نصاب د نه شتون له امله په دې اړه پرېکړه وځنډوله.
د هېواد د سياست د اساسي کرښو طرحه نن د ولسي جرګې عمومي غونډې ته د دې جرګې د نړيوالو چارو کمېسيون له خوا وړاندې شوه.
د ياد کمېسيون مرستيال محمد نور اکبري وويل، چې دغه طرحه نهه مياشتې وړاندې حکومت ولسي جرګې ته استولې او په دې موده کې د جرګې په ټولو کمېسيونونو کې پرې بحث شوى دى.
ده زياته کړه، چې په دې طرحه کې د امنيتي ځواکونو پياوړتيا او د امنيت ټينګښت،د سولې راوستل، ملي پخلاينه، د بيان او رسنيو ازادي، اداري اصلاحات، لوړو زده کړو او معارف برخو ته پراختيا ورکول،د قانون حاکميت، د نړيوالو مرستو په لګولو کې روڼتيا رامنځته کول او په سياسي او ټولنيزو برخو کې ملي مشارکت په پام کې نيول شوى دى.
د هغه د معلوماتو له مخې، اقتصادي او مالي نظام، روغتيايي چارې، د ځوانانو چارې، د کډوالو چارې، له خصوصي سکټور څخه ملاتړ، له نشه توکو سره مبارزه، چاپېريال ساتنه، قانون ته د احترام فرهنګ رامنځته کول او په سياسي چارو کې ښځو ته ونډه ورکول هم د يادې طرحې له عنوانو څخه دي.
د سرچينې د څرګندونو له مخې، په نړيوال چارو کې د افغانستان فعاله ونډه د طرحې د بهرني سياست اصل دى.
خو د يادې جرګې يو شمېر غړو پر يادې طرحې کلکې نيوکې وکړې.
په ولسي جرګه کې د دايکنډي استازي اسدالله سعادتي وويل، چې دغه طرحه ډېره اوږده ده او بايد لنډه شي.
د هېواد د سياست د اساسي کرښو يوه برخه بايد کورنى او بله برخه بهرنى سياست جوړ کړي او په کورني سياست کې يې، امنيتي سياست، اقتصادي سياست، فرهنګي سياست او اداري سياست شامل وي.
سعادتي زياته کړه: ((هغه څه چې موږ هيله لرله، دغه سند هغسې نه دى جوړ شوى.))
په ياده جرګه کې د ميدان وردګو استازي غلام حسين ناصري هم وويل، چې په دې طرحه کې هغه څه په پام کې نه دي نيول شوي، چې د هېوادونو د سياست په اساسي کرښو کې په پام کې نيول کيږي.
د ناصري په وينا، دغه طرحه، چې د حکومت له لوري د هېواد د سياست د اساسي کرښو په نوم ملي شورا ته استول شوې، په تېرو لسو کلونو کې د حکومت د کړنو راپور دى.
ده زياته کړه، چې د هېواد د سياست په اساسي کرښو کې تر ټولو مهمه موضوع د هېواد پولي دي، چې په دې طرحه کې يې په اړه څه نه دي ويل شوي.
ناصري له جرګې غوښتنه وکړه، چې دغه طرحه رد کړي، ترڅو حکومت په دې برخه کې مناسبه او بشپړه طرحه جرګې ته واستوي.
په ولسي جرګه کې د بغلان استازي محى الدين مهدي هم ياده طرحه نيمګړې وبلله او زياته يې کړه، چې په دې طرحه کې د وړتياوو پرځاى پر ملي مشارکت ټينګار شوى دى.
ده زياته کړه: ((افغانستان په تېرو لسو کلونو کې د همدغو مشارکتونو له امله له ډېرو ستونزو سره مخ شوى دى.))
د مهدي په وينا، په دې طرحه کې د بازار د اقتصاد پر نظام ټينګار شوى خو د دغه نظام پر ځاى مختلط نظام ځکه ښه دى، چې په مختلط نظام کې حکومت هم کولاى شي، چې مداخله وکړي.
په ولسي جرګه کې د کابل استازي محمد يونس قانوني هم ياده طرحه نيمګړې وبلله او زياته کړه، چې حکومت بايد په دې برخه کې ملي شورا ته يوه روښانه او بشپړه طرحه واستوي.
ده وويل، د دې لپاره چې په بله طرحه کې ډېرې ستونزې نه وي نو د جرګې غړي دې خپل نظرونه توحيد کړي او حکومت ته دې واستوي، ترڅو حکومت يې له اصلاح سره يو ځاى بېرته د تاييد په موخه ملي شورا ته واستوي.
خو د ولسي جرګې دويم مرستيال شيخ نعمت الله غفاري وويل، چې د نصاب د نه شتون له امله جرګه نه شي کولاى، چې نن د يادې طرحې په اړه پرېکړه وکړي.
ده د جرګې له کمېسيونونو غوښتنه وکړه، چې د يادې طرحې په اړه خپل نظريات د نړيوالو چارو کمېسيون ته واستوي او دغه کمېسيون يې تر توحيد وروسته د پرېکړې په موخه عمومي غونډې ته وړاندې کړي.
د ٢٤٩ کسيزې ولسي جرګې په نننۍ عمومي غونډه کې شاوخوا د ملت ٤٠ استازو ګډون کړى وو.
په تېرو دوو اونيو کې د نصاب د نه شتون له امله ولسي جرګې دوه عمومي غونډې نه دي کړي او درې غونډې يې په داسې حال کې جوړې شوې چې نصاب يې پوره نه و.
د جرګې د غړو د معلوماتو له مخې، ځيني وکيلان د اختر لپاره ولايتونو او ځيني د حج فريضې د ادا کولو لپاره سعودي ته تللي خو ځيني په شخصي کارونو بوخت دي.