ژبه

امريکا، برېتانيا او اروپايي ټولنې د ټاکنو د نېټې د اعلان هرکلى وکړ

کابل (پژواک ١٠ لړم ٩١): امريکا، برېتانيا او اروپايي ټولنې د ټولټاکنو د خپلواک کمېسيون له خوا د راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو د نېټې د اعلانولو هرکلى وکړ.

 د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسيون نن (د لړم ١٠مه) په رسمي توګه اعلان وکړ، چې د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو ټاکنې به د ١٣٩٣ کال د وري په ١٦مه ترسره شي.

 امريکا، برېتانيا او اروپايي ټولنې د ټولټاکنو د خپلواک کمېسيون له خوا د راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو د نېټې د اعلانولو هرکلى کړى دى.

 په کابل کې د امريکا سفارت له خوا پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې د ولسمشريزو ټاکنو د نېټې د اعلان هرکلى شوى او دا يې د افغانستان د يوه ښه راتلونکي په لوري مثبت ګام بللى دى.

 سرچينې زياته کړې، چې د ټاکنو د کمېسيون نننى اعلان د ولسمشر کرزي د ٤٥ ګڼې فرمان او د افغانستان د حکومت د هغو ژمنو درناوى دى، چې په هېواد کې يې د رڼو ټاکنو د ترسره کولو په اړه کړې وې.

 د ولسمشر ياد فرمان، چې د ١٣٩١ کال د زمري د مياشتې په پنځمه نېټه صادر شوى و، د ټاکنو له خپلواک کمېسيون څخه يې غوښتي وو، چې د راتلونکو ټاکنو په اړه د رايې ورکونکو د نوم ليکنې لپاره يوه طرحه چمتو کړي او په ياد فرمان کې ھمدارنګه د ټاکنو له خپلواک کمېسيون څخه غوښتل شوي وو چې د ټاکنو د راتلونکي پړاو د ترسره کولو لپاره دې عملياتي اړتياوې په ګوته کړي.

 د امريکا سفارت د ټاکنو د خپلواک کمېسيون د هغې ژمنې هرکلى هم کړى، چې په راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو د ښځو پر زياتې ونډې ټينګار شوى دى.

 په کابل کې د امريکا سفير جيمز بي کوننګهم د ولسمشريزو ټاکنو د نېټې د اعلان د هرکلي ترڅنګ ويلي، دا د افغانانو لپاره يو ښه چانس دى چې د خپل با ثباته راتلونکي لپاره خپلې رايې وکاروي.

 هغه زياته کړه، چې راتلونکې ولسمشريزې ټاکنې به يوه افغاني پروسه وي، امريکا او نوره نړيواله ټولنه به د دې پروسې د برياليتوب لپاره مرسته او همکاري وکړي.

 دغه راز په کابل کې د برېتانيا سفارت هم د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره د يادې نېټې د اعلان هرکلى کړى دى.

 سرچينې زياته کړې، برېتانيا له دې ډيموکراتيکې پروسې خپل ملاتړ ته ژمنه ده او له دې پروسې سره به مرسته وکړي.

 په خبرپاڼه کې راغلي، چې د ټاکنو د مهالوېش اعلانول د رڼو ټاکنو د ترسره کولو په لاره کې مهم ګام دى، په دې وسيله به افغانان وکولى شي د خپل راتلونکي په اړه په خپله تصميم ونيسي.

 دغه راز په کابل کې د اروپايي ټولنې له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې هم د ټاکنو د نېټې د اعلان هرکلى شوى دى.

 په کابل کې د اروپايي ټولنې استازى او سفير يوشاتسکاس ويلي، له دې اعلان سره معلومه شوه، چې د افغانستان دولت د خپلو مسووليتونو په ترسره کولو کې اساسي قانون او هغو ژمنو ته چې په نړيوالو کنفرانسونو کې يې کړې دي، ژمن دى.