کندهار ښار (پژواک ١١ لړم ٩١): چارواکي وايي، چې د زابل په شاجوى ولسوالۍ کې وسلوالو طالبانو شپږ پوليس لومړۍ مسموم کړي او وروسته يې وژلي دي.
د زابل د والي وياند شريف الله ناصري د لړم په ١١مه پژواک اژانس ته وويل، چې تېره شپه د شاجوى ولسوالۍ په جمال خېلو کلي کې وسلوالو طالبان په يوه پوسته کې لومړۍ شپږ پوليس مسموم او وروسته يې وژلي دي.
د هغه په وينا، طالبانو له يادو وژل شوو سيمه ييزو پوليسو وسلې هم وړې دي.
نوموړي زياته کړه، د څېړنې په موخه يې سيمې ته يو پلاوى لېږلى و او لومړنۍ پايلې ښيي، چې ياد پوليس لومړۍ مسموم شوي وو.
طالب وياند قاري يوسف احمدي پژواک اژانس ته وويل، چې په ياده سيمه کې يې د يوې پوستې شپږ پوليس او دوه هغه کليوال، چې د هغوى مېلمانه وو، هم وژلي دي.