Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د سولې شورا سرچینه : تر ۲۰۱۴ کال مخکې د سولې په پروسه کې پرمختګ ناشونی دی

کابل (پژواک ۱۹ لړم ۹۱ ) : دافغانستان دسولې شورا یوې سرچینې ویلي، چې تر ۲۰۱۴ کال مخکې د سولې په پروسه کې پرمختګ ناشونی دی.

دغه څرګندونې د سولې د شورا یوه غړي چې د نوم له څرګندولو يې ډډه کوله، دلړم په ۱۹مه، رایټرز خبري اژانس سره په یوه مرکه کې کړې دي.

سرچینې زیاته کړې چې دافغانستان حکومت  په دې کار کې پاتې راغلي چې له وسلوالو طالبانو سره نېغ په نېغه خبرې پیل کړې، ځکه نو تر ۲۰۱۴ کال مخکې چې له افغانستان څخه د ناټو جنګي ځواکونه وځي، دسولې راتګ ناممکنه دی.

د سولې دشورا دغې سرچینې ویلي : (( له یادې نیټې دسولې په خبرو کې د پرمختګ هیڅ هیله نشته.))

دا په داسې حال کې ده، چې د کتونکو په اند ، له ۲۰۱۴ کال مخکې چې ټاکل شوې د ناټو جنګي ځواکونه له افغانستان څخه وځي دافغانستان د ستونزې د هواري یواځینۍ لاره سیاسي جوړ جاړی دی.

افغان چارواکیو هم بار بار ویلي چې دوی د سولې د پروسې پرمختګ ته هیله من دی، خو په عمل کې تر اوسه رغنده اقدامات نه دي اخیستل شوي.

د سولې دشورا یادې سرچینې ویلي چې له وسلوالو طالبانو سره اخوا دیخوا غیر مستقیمه اړیکې نیول شوې دي خو مخامخ خبرې او اړیکې تر اوسه نه دي نیول شوي.

د روان زیږدیز کال په مارچ میاشت کې د وسلوالو طالبانو او امریکا ترمنځ په قطر کې خبرې پیل شوې وې، خو ژر بیرته له منځه ولاړې.

یادې سرچینې ویلي، چې ډیرۍ اړیکې د ولایتونو په کچه نیول شوي او هغه هم یواځې دې لپاره چې وسلوال طالبان پر ښوونځیو بریدونه ونه کړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.