کابل (پژواک ٢٥ لړم ٩١): له امريکا سره پر امنيتي تړون د مذاکره کوونکي افغان پلاوي مشر خلکو ته ډاډ ورکړ چې، د افغانستان اساسي قانون، خپلواکۍ او ملي ګټو ته په پام سره به له امريکايي لوري سره خبرې دوام ومومي.
د افغانستان او امريکا ترمنځ پر امنيتي تړون نن (د لړم ٢٥ مه) په کابل کې رسمي خبرې پيل شوې.
په واشنګټن کې د افغانستان سفير او د افغان مذاکره کوونکي پلاوي مشر اکليل احمد حکيمي پر امنيتي سند له امريکايي لوري سره د تر خبرو وروسته نن په کابل کې د امريکايي مذاکره کوونکي پلاوي له مشر جيمز وارلک سره په ګډه خبري ناسته کې خبريالانو ته معلوت ورکړل.
نوموړي وويل، چې د دواړو لوريو ترمنځ په نننيو خبرو کې، چې د افغانستان د ملي امنيت شورا په ودانۍ کې ترسره شوې، تر ٢٠١٤ کال وروسته په افغانستان کې د پاتې کېدونکو سرتېرو په اړه خبرې وکړې، خو د امريکايي ځواکونو د قضايي مصونيت په اړه خبرې نه دي شوي.
د هغه په وينا، امريکايي پلاوي د دې تړون لپاره د جوړ کړي سند په اړه افغان لوري ته معلومات ورکړل او شته پوښتنې يې ځواب کړې.
اکليل وويل، چې دغه خبرې به د افغانستان خپلواکۍ، ځمکنۍ بشپړتيا او د افغانانو غوښتنو ته پام سره، چې په هېواد کې د امنيت تامين او د امنيتي ځواکونو پياوړتيا ده، مخ ته يووړل شي.
د ده په خبره، دواړو لورو هوکړه وکړه، چې خبرو ته به دوام ورکړي او د خبرو بل پړاو به په نږدې راتلونکې کې ترسره شي، خو کره نېټه يې ونه ښوده.
حکيمي وايي، کله چې دواړه لوري په ياد امنيتي تړون کې د ملي حاکميت او ملي ګټو په اړه يوې ګډې هوکړې ته سره ورسېږي، نو ددې سند د نهايي کولو لپاره به اقدام وکړي.
د هغه په وينا، له امريکا سره امنيتي تړون به تر ٢٠١٤ کال وروسته د دفاعي همکاريو او په افغانستان کې د متحده ايالتونو د حضور کميت، کيفيت او څرنګوالى وټاکي.
ده همداراز ډاډ ورکړ، چې د افغانستان او امريکا ترمنځ هر ډول امنيتي همکاري به د هېڅ درېيم هېواد لپاره ګواښ پېښ نه کړي.
حکيمي هيله څرګنده کړه، چې د افغانستان او امريکا ترمنځ دوستي او ستراتيژيک مشارکت د ډېروکلونو لپاره دوام ومومي.
د امريکا د مذاکره کوونکي پلاوي مشر او د افغانستان او پاکستان لپاره د امريکا د ځانګړي استازي مرستيال جيمز وارلک وويل، چې د دواړو هېوادونو ملي حاکميت ته په درناوي سره نن پر امنيتي تړون خبرې وشوې.
وارلک وويل، چې د دواړو لوريو ترمنځ مخامخ خبرو ښې لاسته راوړنې درلودې.
نوموړى وايي، چې د مذاکرو مثبتو پايلو ته هيله من دي او د افغانستان خلکو ته به ډاډ ورکړي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ همکارۍ به تر ٢٠١٤ کال وروسته هم دوام ومومي.
د هغه په وينا، د دواړو لورو ترمنځ د امنيتي همکاريو موخه په افغانستان کې سوله او ثبات دى او د امنيتي همکاريو داسې رېښتينى مشارکت به رامنځ ته شي، چې د افغانستان خلک يې غوښتونکي دي.
ده وويل، چې پر دې تړون د نورو د راتلونکو خبرو د دوام انتظار باسي.
نوموړي هيله څرګنده کړه، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د امنيتي همکاريو رامنځ ته کېدل به د افغان ځواکونو وړتياوې لوړې او په افغانستان کې امنيت تامين کړي، تر څو روانې بدمرغۍ پاى ته ورسوي.
د ده په خبره، امنيت او ثبات د اقتصادي ودې، هوساينې، د ديموکراتيکو او اقتصادي بنسټونو د پرمختګ او د قانون د پلې کېدو لامل کېږي.
Views: 34
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن