کابل (پژواک، ۲۳ غویی ۱۴۰۵): د اسلامي امارت مرستیال ویاند وایي، په تېرو پنځو ورځو کې په ۱۱ ولایتونو کې۶۵۵۳ راستنو شوو کورنیو ته د ځمکې نومرې وېشل شوې دي.
د اسلامي امارت مرستیال ویاند ملا حمدالله فطرت نن پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې په تېرو پنځو ورځو کې (له شنبې تر چهارشنبې) ۶۵۵۳ راستنو شوو کورنیو ته د ځمکې یوه یوه نومره توزیع شوې ده.
هغه لیکلي، ننګرهار کې ۱۵۳۴ کورنیو ته، لغمان کې ۹۵۰ کورنیو ته، کندوز کې ۹۴۰ کورنیو ته، لوګر کې ۶۵۰ کورنیو ته، سرپل کې ۸۳ کورنیو ته، پکتیا کې ۱۲۷ کورنیو ته، غزني کې ۳۳۵ کورنیو ته، فراه کې ۷۹۹ کورنیو ته، هلمند کې ۱۲۰ کورنیو ته، زابل کې ۸۳۰ کورنیو ته او پکتیکا کې ۸۰ کورنيو ته د ځمکې نومرې وېشل شوي دي.
د فطرت د معلوماتو له مخې، تر دې مهاله په مجموعي ډول ۲۵۴۶۵ راستنو شوو کورنیو ته د ځمکې نومرې وېشل شوې دي او دا لړۍ په چټکۍ جریان لري.