ژبه

کندهار (پژواک ١٩ لېندۍ ٩١): د کندهار په غورک ولسوالۍ کې د ماين چاودنې د دوو ماشومانو په ګډون څلورو تنو ته مرګ ژوبله واړوله.

د دې ولسوالۍ ولسوال پاچا د لېندۍ په ١٩مه پژواک اژانس ته وويل، چې چاودنه تېره شپه د دې ولسوالۍ په بهرام سيمه کې د ملکي وګړو پر سراچه موټر شوې ده.

هغه زياته کړه، د ملکي وګړو ياد موټر د سړک غاړې پر ماين ختلى، چې د چاودنې له امله يې د يوې کورنۍ دوه ماشومان وژل شوي، يوه مېرمن او يو سړى ټپيان دي.

چارواکي وايي، چې دغه ماين د وسلوالو مخالفينو له خوا افغان او بهرنيو ځواکونو ته ځاى پر ځاى شوى و.

وسلوالو طالبانو تر اوسه د دې پېښې په اړه څه نه دي ويلي.

په کندهار ولايت کې ملکي خلکو ته ډېره مرګ ژوبله د سړک د غاړې ماين د چاودنو له امله اوړي.