کابل (پژواک، ۱۵ غویی ۱۴۰۵): د راپورونو له مخې، د روسیې او اوکراین ولسمشرانو د روسیې د «بریا ورځې» نمانځنې په درشل کې ځان ځان ته دوه ورځنی اوربند اعلان کړی دی.
د مسکو ټایمز د راپور له مخې، دغه اوربند د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین او د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلینسکي اعلان کړی دی.
په راپور کې راغلي، پوتین ویلي چې د دویمې نړۍوالې جګړې د بریا کالیزې په مناسبت به د مې په ۸مه او ۹مه دوه ورځنی اوربند نافذ وي.
نوموړي خبرداری ورکړی چې که اوکراین دغه اوربند مات کړي، پر کيیف به «پراخ توغندیز برید» ترسره کړي.
د روسیې د دفاع وزارت په یوه پیغام کې ویلي: «د روسیې د وسلهوالو ځواکونو د ستر قوماندان ولادیمیر پوتین د پرېکړې له مخې، د مې ۸مه او ۹مه اوربند اعلان شوی دی… هیله لرو چې اوکرایني لوری هم له دې پرېکړې سره سم عمل وکړيږ»
له بلې خوا، د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلینسکي ویلي چې اوکراین به د مې له ۵مې تر ۶مې پورې خپل اوربند عملي کړي.
هغه ټینګار کړی چې دا پرېکړه د جګړې د دوام په غبرګون کې او د انساني ژوند د ارزښت په پار شوې ده.