کندهار (پژواک ٢٧ لېندۍ ٩١): د کندهار د معاملو د لارښوونې د دفترونو کارکوونکي وايي، چې په دغه ولايت کې د پخوا په پرتله د ځمکو، کورونو د پېر او پلور بازار سوړ شوى دى.
د سيمې د اوسېدونکو په باور، نه يواځې دا چې د پېر او پلور بازار سوړ شوى، د جايدادونو بيې هم را ټيټې شوې دي.
خلک وايي، په تېرو کلونو کې دغلته د ملکيتونو (ځمکو، کورونو او دوکانونو) د پېر او پلور بازار ښه ګرم و او خلکو په دې برخه کې په پراخه کچه خپلې پيسې لګولې، خو اوس حالت بدل شوى دى.
د کندهار ښار د معاملو د لارښوونې د يوه دفتر مسوول عبدالنافع پژواک اژانس ته وويل، د پخوا په پرتله اوس خلک زړه نه ښه کوي، چې خپلې پيسې د ځمکو او کورونو په رانيولو ولګوي.
هغه زياته کړه، په تېرو کلونو کې د ملکيتونو پېر او پلور په کندهار کې يو لوى کاروبار و او ډېرو کسانو چې پيسې يې لرلې، ځمکې يې رانيولې، ودانۍ يې پرې جوړولې او بيا به يې پر نورو پلورلې.
خو د نوموړي په وينا، د ځمکو او کورونو د پېر او پلور بازار په دې وروستيو مياشتو کې خورا سوړ شوى دى.
د نوموړي په باور، د ملکيتونو د دغه کاروبار کچه اوس ٧٥ سلنه را ټيټه شوې ده.
د هغه په نظر، دغه حالت پر امنيت او د راتلونکې په اړه د سوداګرو او پانګوالو د بې باورۍ له امله را منځته شوى دى.
د محمد کبير په نوم په کندهار ښار کې د معاملاتو د لارښوونې د دفتر مسوول وايي، چې پخوا د ښار په مرکزي سيمو کې يو متر مربع ځمکه په ١٥زره افغانۍ وه، خو اوس يې بيه اتو زرو ته راتيټه شوې ده.
د هغه په وينا، د ښار د پرمختللې ښارګوټي عينو مينې په دويمه برخه کې هم يو متر مربع ځمکه چې پخوا په ٣٥ امريکايي ډالره وه، اوس ٢٠ ډالرو ته راټيټ شوې ده.
د کندهار د هرات دروازې د اتفاق رهنمايي معاملات مسوول حاجي عبيدالله هم ورته خبره کوي او وايي، چې ورځنى عايد يې د ځمکو او کورونو د پېر او پلور له معاملو سره تړلى، خو اوس د دغه کاروبار خوند نشته.
ده زياته کړه: ((پخوا به مې په يوه مياشت کې د کورونو، ځمکو او دوکانونو د خرڅولو او رانيولو شاوخوا شپېته معاملې ترسره کولې، خو اوس په مياشت کې لس معاملې نه شو کولى.))
د نوموړي په وينا، نه يواځې دا چې د جايدادونو د پېر او پلور بازار سوړ شوى، بلکې په ټوليزه توګه يې بيې هم ٤٠ سلنه را ټيټې شوې دي.
دى وايي، دغه حالت تر هغه وروسته رامنځته شوى، چې نړيوالې ټولنې ٢٠١٤ کال له افغانستان څخه د پوځونو د وتلو کال اعلان کړى دى.
د هغه په خبره، په کندهار کې د مېشتو ډېرو خلکو اقتصاد د بهرنيو په شتون پورې تړلى او په زرګونو کسان ورسره په بېلابېلو برخو کې کارونه کوي.
دى وايي، خلک راتلونکي ته اندېښمن دي، د بهرنيانو له وتلو سره د يو لوى شمېر خلکو د بې روزګارۍ احتمال شته، په خپله حکومت هم دومره وړتيا نه لري، چې بې روزګارو ته کار پيدا کړي.
نوموړى زياتوي: ((د بې روزګارۍ ستونزه سر له اوسه پيل شوې ده، ډېر داسې کسان پېژنم، چې په بهرنيو ادارو کې يې کار کاوه، لوړ معاشونه يې اخيستل، خو اوس مياشتې مياشتې کېږي، چې بې روزګاره دي او په ټيټ معاش هم کار نه شي پيدا کولى.))
نجيب احمد، چې له ډېره وخته په کندهار کې د ځمکو او کورونو د پېر او پلور کار و بار کوي، وايي، د هغه په ګډون ګڼ شمېر سوداګر او پانګوال تر ٢٠١٤ کال وروسته حالت ته اندېښمن دي او نه غواړي، چې خپلې پيسې بندې کړي.
دى وايي، د دې تر څنګ په کندهار کې د برېښنا نه شتون او نا امني هم لويه ستونزه ده، چې د پانګوالۍ پر وړاندې خنډ ده.
د نوموړي په وينا، دغه حالت دومره اغېز کړى، ډېرو هغو کسانو چې خپلې پيسې يې په ځمکو او کورونو بندې کړي اوس يې بيرته نه شي پلورلاى، ځکه بازار يې سوړ او بيې ټيټې دي، که بيرته يې پلوري نو لوى تاوان به پکې کوي.
د پانګوالو او سوداګرو تر څنګ عام خلک هم د راتلونکې په اړه ډاډه نه دي او فکر کوي، چې له هېواد څخه د بهرنيانو په وتلو به ډېر څه اغېزمن شي.
څه موده وړاندې د کندهار والي د افغانستان او پاکستان لپاره د امريکا له ځانګړي استازي ډېويډ فېرس سره په يوه ګډه خبري ناسته کې ډاډ ورکړى و، چې نړۍ به تر ٢٠١٤ وروسته هم له افغانستان سره وي او دلته به تېرې ترخې تجربې بيا نه تکرارېږي.
په دې خبري غونډه کې د پاکستان او افغانستان لپاره د امريکا ځانګړي استازي ډيوېډ فېرس هم د ٢٠١٤ کال يادونه وکړه او ويې ويل، په تېرو دوو کلونو کې د افغانستان لپاره ډېر کار شوى، تر څو هم د انتقال پروسه سمه ترسره شي او هم تر ٢٠١٤ کال وروسته له دغه هېواد سره اوږدمهالې مرستې وشي.
هغه زياته کړه: ((په دغو کلونو کې د افغانستان په اړه د بن، توکيو، استانبول، شيکاګو او کابل کنفرانسونه د يادونې وړ دي، په دغو کنفرانسونو کې يواځې ژمنې نه دي شوې، بلکې ليکلي سندونه موجود دي، چې تر ٢٠١٤ کال وروسته به له دغه هېواد سره هر اړخيزې مالي مرستې کېږي.))
نوموړي ډاډ ورکړ، چې تر ٢٠١٤ کال وروسته به هم نړۍ له افغانستان سره وي او د دغه هېواد د پرمختګ او ثبات لپاره به کار کوي.
په خپله ولسشمر کرزي هم په وار وار په ډاګه کړې، چې له راتلونکې څخه وېره په کار نه ده او په دې اړه څرګندونې يې منفي تبليغات بللي دي.