کندهار-کابل (پژواک ٢٩ لېندۍ ٩١): د کورنيو چارو وزارت وايي، چې سرحدي پوليسو په کندهار ولايت کې سلګونه کړۍ ماينونه نيولي دي.
د کورنيو چارو وزارت له خوا د لېندۍ په ٢٩مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، دغه ماينونه چې په يوه تراکتور کې ځاى پر ځاى شوي وو، پرون له غرمې مخکې د کندهار په سپين بولدک ولسوالۍ کې نيول شوي دي.
سرچينې زياته کړې، چې د دغو ماينونو په تړاو يو تن نيول شوى او هغه اعتراف کړى، چې دغه ماينونه يې وسلوالو طالبانو ته لېږدول.
په کندهار ولايت کې د سرحدي پوليسو د لوېديځې ساحې د امريت قوماندان محمدناصر پژواک اژانس ته وويل، چې ياد ماينونه د پاکستان پولې ته څېرمه د سپين بولدک ولسوالۍ د ياغي تالاب په سيمه کې نيول شوي دي.
هغه زياته کړه، هغه تراکتور چې په کې ماينونه ځاى پر ځاى شوي وو، د پاکستان له خاورې را اوښتى و.
ناصر وايي، چې په تراکتور کې ٥٥٥ کړۍ د پرسونل ضد چينايي ماينونه ځاى پر ځاى شوي وو او تر نيول کېدو وروسته يې له نيول شوي کس سره د ملي امنيت مسوولينو ته سپارلي دي.
د کندهار ولايت د مطبوعاتي دفتر مسوول جاوېد فيصل هم ياد خبر تاييد کړ او ويې ويل، چې له نيول شوي تن څخه پوښتنې پيل شوې دي.