اسعداباد (پژواک ٢ مرغومى٩١): چارواکي وايي، چې په کونړ کې د ګډو ځواکونو په ترسره شوو عملياتو کې ١٣ وسلوال طالبان وژل شوي، چې بهرني وسلوال هم په کې دي.
د کونړ والي سيد فضل الله وحيدي د مرغومي په ٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په دغه ولايت کې د افغان او بهرنيو ځواکونو له خوا يوه اونۍ د مخه چاڼيز عمليات پيل شوي دي.
نوموړي زياته کړه، چې په وژل شوو وسلوالو کې د طالبانو دوه قوماندانان او بهرني وسلوال هم شامل دي.
د هغه په وينا، دغه عمليات اوس هم روان دي او تر هغې به دوام وکړي، تر څو د کونړ د ناړۍ، وټه پور او د مر ورې ولسوالۍ د وسلوالو له شتون څخه پاکې شي.
والي وويل، چې په يادو عملياتو کې تر دې مهاله ګډو ځواکونو او ملکي وګړو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
خو د وسلوالو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد بيا وايي، چې نن يې په مروره ولسوالۍ کې د ملي اردو څلور سرتېري وژلي دي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن