ژبه

جوزجان کې يو کس د خپل ورور د وژنې په تور نیول شوی

رقیبه پویا عزیز

۲۴ تله ۱۴۰۵ - ۰۹:۱۸

۱ کتنې

شبرغان (پژواک، ۲۴ تله د ۱۴۰۵): د جوزجان امنیه قومانداني وايي چې د دغه ولایت په مرکز شبرغان ښار کې یو کس د خپل ۴۰ کلن ورور د وژنې په تور نیول شوی دی.

د جوزجان د امنیې قوماندانۍ ویاند قاري عبدالستار حلیمي وايي، دغه پېښه دوه ورځې مخکې د شبرغان ښار اړوند د بابا علي اوزبیکیه په کلي کې شوې ده.
هغه زياته کړې چې د شبرغان ښار د پولیسو د درېیمې امنیتي حوزې کشفي او امنیتي ځواکونو دغه کس پرون په یوه هدفي عملیاتو کې نیولی دی.
د حلیمي په وینا، نیول شوي کس خپل ورور په چاړه ټپي کړی خو وروسته د بلخ ولایت حوزوي روغتون ته تر لېږدولو وروسته مړ شوی دی.
هغه زیاته کړې چې تر اوسه د پېښې انګېزه نه ده معلومه شوې، خو په دې اړه د کشفي او امنیتي ځواکونو څېړنې روانې دي