کندهار ( پژواک ٣ مرغومى ٩١ ) : ټاکل شوې ده، چې د روانې مياشتې (مرغومي) په ٥مه،د کندهار او د پاکستان د بلوچستان ايالت د کويټې تر منځ الوتنې پيل شي.
دغه څرګندونې د کندهار والي پوهنوال ډاکټر توريالي ويسا او په دغه ولايت کې د پاکستان جنرل قونسل فرمان الله يوسفزي تر منځ د مرغومي په ٣مه، په ګډه ليدنه کې وشوې.
د ولايت مقام مطبوعاتي دفتر مسوول جاوېد فيصل پژواک اژانس ته وويل چې پاکستاني قونسلر فرمان الله يوسفزي د دغې ليدنې پر مهال وويل، چې دوه ورځې وروسته به د کندهار او کويټې تر منځ الوتنې پيل شي.
دغه الوتنې به د پاکستان د ملي هوايي شرکت (PIA) له خوا تر سره کېږي.
هغه زياته کړه، د اوس لپاره به دغه الوتنې په اوونۍ کې دوه ځلې وي، خو وروسته به زياتې شي.
نوموړي دغه راز وويل، چې له پلان سره سم به په پيل کې دغه الوتنې يواځې د کندهار او د کويټې تر منځ وي، خو وروسته به له دغه ولايت څخه د پاکستان د پلازمېنې اسلام اباد په ګډون ټولو لويو ښارونو ته تر سره شي .
د ده په باور، د دغو الوتنو له پيل سره به د پولې دواړو غاړو ته پرتې ستونزې حل شي او امنيتي ارګانونو به وکولاى شي، چې پر پوله د تګ راتګ کوونکو ښه څارنه وکړي.
د کندهار والي ډاکټر توريالي ويسا د دواړو ښارونو تر منځ هوايي تګ راتګ يو ښه اقدام وګاڼه او ويې ويل ، چې دغه راز لارې چارې د دواړو هېوادونو تر منځ د اړيکو د ښه والي او پرمختګ لپاره ډېرې مهمې دي.
هغه زياته کړه، له دې لارې به هغو کسانو ته د تګ راتګ اسانتياوې نورې هم زياتې شي، چې د سوداګرۍ او نورو چارو لپاره دغه هېواد ته تګ راتګ کوي.
ويسا، د کندهار او کويټې تر منځ د بسونو د تګ راتګ د پروژې يادونه هم وکړه، چې په وينا يې کار ورباندې شوى او لا پيل شوې نه ده.
د کندهار هوايي ډګر مسوولين او ځايي اوسېدونکي د دواړو ښارونو تر منځ د الوتنو هرکلى کوي او وايي، چې له دې سره د هغوى عوايد زيات او پر ګډه پوله به د خلکو ګڼه ګوڼه کمه شي.
خو هغوى غوښتنه کوي، چې دغه اقدام بايد د اوږد مهال لپاره وي، نه دا چې د نورو چارو په څېر اعلان وشي او بيا هر څه په ټپه ودرېږي.